لیکوال: زید

فډراليزم؛ له پیژندنې څخه تر پلي کیدو پورې (شپږمه برخه)

په دې برخه کې به د فډرالیزم د ودې او پراختیا پړاوونه، د نړۍ د دولتونو وېش، په ټوله نړۍ کې د فډرالي نظام د پلي کولو سلنه او د هغې ځانګړتیاوې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي.
 د فډراليزم د ودې او پراختیا درې پړاوونه 
د عربي نړۍ یو سیاستوال د فډرالیزم د ودې او غوړېدو مرحلې په دریو مرحلو ویشي، چې موږ به یې په دې برخه کې په لنډه توګه تشریح کړو.
 لومړی پړاو:
د فډرالي دولتونو لومړۍ جوړښتي بڼه هغه وخت ولیدل شوه کله چې د امریکا متحده ایالتونه تأسیس شول. هغو ایالتونو چې تازه یې په ۱۷۸۱ زېږدیز کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړې وه، یو ډول کنفډرالي اتحاد یې جوړ کړ؛ خو دا اتحاد ټکنی او لړزېدونکی و او په پایله کې له ړنګېدو سره مخ شو. په ۱۷۸۹ کال کې دا اتحاد او یووالی په یو فډرالي نظام بدل شو او دې لړۍ په دوامداره توګه دوام وکړ؛ حتی نورو ایالتونو او ولایتونو هم له خپلو پخوانیو نظامونو څخه لاس واخیست او دې نظام ته یې مخه کړه. د بېلګې په توګه، د امریکا لویې وچې یوه له لویو څانګو څخه، کاناډا هیواد په ۱۸۴۸ زېږدیز کال کې له دې نظام سره یوځای شو. له هغې وروسته، جرمني هیواد هم په ۱۸۷۱ زېږدیز کال کې دا نظام په خپل هیواد کې پلی کړ او ورپسې په ۱۹۰۱ زېږدیز کال کې یاد نظام د آسټرالیا په لویه وچه کې فعال شو او د هغه مطابق یې عمل کاوه.
 دوهم پړاو:
دا پړاو د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د سړې جګړې او کورنیو شخړو له پیل کېدو وروسته پیل شو. په دې وخت کې، د شوروي کمونیسټي دولت د نړۍ د فډرالي قدرتونو په سر کې و؛ څرنګه چې شوروي اتحاد د دې موضوع یوه ژوندۍ بیلګه ده. خو د شوروي فډرالي نظام او نورو فدرالي نظامونو ترمنځ توپیر دا وو چې د شوروي کمونیست مشرانو په خپل مرکزیت کې ډېر ټینګار کاوه؛ په داسې توګه چې یو ډول دیکتاتوري حکومت جوړ شوی و. له همدې وجې وو چې په دې وروستیو کې دا ټول جمهوریتونه سره جلا او متفرق شول.
د شوروي فډرالي نظامونو او دیکتاتوري حکومتونو له ړنګېدو سره، ډیرو دولتونو وکولی شو چې په اسانۍ سره د شوروي اتحاد له ناوړه منګولو څخه خلاص شي او خپل فډرالي دولتونه جوړ کړي. د ارجنټاین، برازیل، مالیزیا، پاکستان او متحده عربي اماراتو په څیر هیوادونه د نوي تاسیس شوي فدرالي دولتونو په ډله کې دي.
 درېیم پړاو:
د فډرالي نظام د ودې او پراختیا درېیم او وروستی پړاو د سړې جګړې له پای ته رسیدو او د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته راځي. د دې سقوط په پایله کې، په نړۍ کې څو فډرالي دولتونو په فعالیت پیل وکړ. د مثال په توګه، په خپله د روسیې دولت، چې د شوروي اتحاد په سر کې و، د هغه خاورې د خلکو لخوا په فډرالي دولت بدل شو.
همدارنګه، د بوسنیا او سوډان دولتونه هم له هغو هیوادونو څخه دي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته په فډرالي دولتونو بدل شول.
د نړۍ په دېرو هیوادونو کې د فډرالي نظام له واکمنېدو سره، دې نظام مختلفې تجربې لاسته راوړې؛ له هغې جملې څخه پیوستون او نوې اتحادیې، د ښارونو او ښاري کیدو وده، اقتصادي پرمختګونه او ډیموکراسي، د نویو ټیکنالوژیو راڅرګندیدل، نړیوال او سیمه ییز سیاسي پرمختګونه او په ټولنه کې د ډیموکراسۍ او فردي آزادۍ بنسټیز کول شامل دي.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version