لیکوال: ابو عایشه

نشنلیزم (یوولسمه برخه) 

د عربي ملتپالو ګوندونو او سازمانونو څرګندېدل 
کله چې د ملتپالنې پدیده په لویدیځو هیوادونو کې راڅرګنده شوه او د وخت په تېرېدو سره یې وده وکړه، لویدیځوالو هڅه وکړه چې دا مفکوره اسلامي هیوادونو ته هم ولېږدوي؛ له همدې امله، دې موخې ته د رسېدو لپاره دوی د خپلو ځینو ګوډاګیانو په همکارۍ سره د ملتپالو ټولنو، سازمانونو او ګوندونو په جوړولو پیل وکړ او په بشپړ ډول یې له هغو څخه ملاتړ کاوه.
جورج انتونیوس په دې باور دی: “د عرب ملتپالنې غورځنګ لومړی ځل په ۱۸۴۷ زېږدیز کال کې د بیروت په ښار کې د یوې ټولنې په بنسټ ایښودلو او د لږ شمیر غړو سره د امریکا تر څارنې لاندې راڅرګند شو.” د انتونیوس له وینا څخه دا روښانه کیږي چې امریکا د دې ټولنو په جوړولو کې مستقیم رول لوبولی دی.
دا ډله له یو شمیر امریکایانو، شامي (لبناني) عیسویانو او یو انګلیسي وګړي څخه جوړه شوه. ورپسې نور غړي لکه ناصیف الیازیجي، پطرس البستاني، ایلي اسمیټ، کور فیلوس، فان دیک او د چرچل په نوم یو انګلیسي وګړی له هغوی سره یوځای شول. وروسته، یو غورځنګ راڅرګند شو چې د لویدیځ لخوا ورته تبلیغات کېدل او عیسوي عربانو په خپله لمنه کې یې وده ورکوله، چې ورو ورو یې د مسلمانانو د جذب لپاره لاره هواره کړه.
وروسته له هغه چې لویدیځوالو په عربي هیوادونو کې د ملتپالنې لپاره لاره هواره کړه او عربان یې د عثماني خلافت پر وړاندې مخالفت ته وهڅول؛ دلته وو چې شریف حسین له عثماني خلافت څخه د عربو د جلا کیدو مسله راپورته کړه او ورپسې د مسلمانانو د یووالي او اتحاد د له منځه وړلو لپاره په عربي نړۍ کې بېلابېل خوځښتونه رامنځته شول او د یادې داعیې هرکلی یې وکړ. په مصر کې فرعوني نظام بیا راژوندی شو. فینیقیت په سوریه کې او بربریت په الجزایر کې راڅرګند شول؛ دوی د هغو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو ملاتړ اعلان کړ چې پر ملتپالنې او توکمپالنې ولاړ وو.
لومړنۍ سیمه چې عرب ملتپال سازمانونه او ټولنې پکې جوړې شوې، بیروت وه. له هغه وروسته په دمشق کې راڅرګند شول او بیا د وخت په تېرېدو سره نورو عربي سیمو ته ورسیدل.
د اسلام دښمنانو یوازې په تبلیغاتو بسنه ونکړه؛ بلکې د عربانو په منځ کې د ملتپالنې د تخم له کرلو، ودې او ریښې نیولو وروسته، دوی په خپل ټول ځواک سره د هغو ملاتړ پیل کړ. دوی د هغو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو په ملاتړ لاس پورې کړ چې د ملتپالنې او نژادپرستۍ پر بنسټ رامنځته شوي وو. د هغوی تر ملاتړ لاندې ګوندونو، خلک د ژبې، توکم او قوم پر محور یووالی او ګډو ګټو ته رابلل. هغوی په دې برخه کې، دین له خپلو پروګرامونو له قاموس څخه په بشپړه توګه لرې کړی و. هغوی په هرو مادي، معنوي او حتی سیاسي لارو چارو او امکاناتو سره د پورته ذکر شویو ګوندونو او غورځنګونو ملاتړ کاوه.
تر هغه چې بالاخره دوی په لویه کچه خپلو موخو او ارمانونو ته، چې په سر کې یې د اسلامي امت د یووالي او پیوستون له منځه وړل او د ملتپالو او توکمپالو ډلو رامنځته کول و، ورسېدل.
د عربي ملتپالو خوځښتونو او سازمانونو په راڅرګندېدو او فعالېدو سره، د عربي هیوادونو او اروپا په هر ګوټ کې عربي ملتپالنې ته بلنه او د خلکو راجذبول عام شول. دغو سازمانونو په ختیځ او لویدیځ کې د عربانو ترمنځ د یووالي او له عثماني واکمنۍ څخه د خلاصون غوښتنه کوله.
ګوندونه او سازمانونه
د ملتپالنې د راڅرګندېدو لومړۍ نښې په مختلفو ځایونو کې د غونډو، حلقو، ناستو او د ګوندونو او سازمانونو جوړول وو. د دې ټولنو ډیری یې په ډیره پټه او ځیرکتیا سره فعالیتونه کول. د دوی تر ټولو مهم فعالیتونه د غړو راجلبول، د دوی تبلیغات خپرول او د خلکو په مختلفو ډلو او برخو کې د مجلو او ورځپاڼو خپرول وو.
اوس به ځیني عربي ملتپال ګوندونه او سازمانونه په لنډه توګه معرفي کړو.
د عربي هیوادونو اتحادیه: د عربي هېوادونو لیګ (اتحادیه) چې د انګلستان تر مستقیمې څارنې لاندې تاسیس شو، هغوی د دې اتحادیې په جوړولو سره، هڅه وکړه چې په ټولو عربو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي او همدارنګه د امت د ډیرو اصلاح غوښتونکو هڅو مخه ونیسي چې د اسلامي یووالي د بیا رغونې لپاره کار کوي.
عربي لیګ د جنوب لویدیځې آسیا او شمالي او شمال لویدیځې افریقا د هیوادونو له یوې ډلې څخه جوړ شوی دی. دا اتحادیه د ۱۹۴۵ کال د مارچ په ۲۲ مه نیټه د ۶ غړو په شتون سره تاسیس شوه، او اوس ۲۳ عربي هیوادونه یې غړیتوب لري. د دې سازمان د بنسټ ډبره له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د برتانیې د لومړي وزیر انتوني اډن په وړاندیز کېښودل شوه.
د بعث ګوند: دا په بشپړه توګه یو ملتپال ګوند و. یاد ګوند په سوریه او عراق کې د تر ټولو متعصب او کرکجن عیسوي، ښاغلي میشل عفلق لخوا تاسیس شو. د بعث ګوند له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عربي توکمپالنې په ادعا سره یې پلان درلود چې د عربي ژبو هیوادونو امپراتورۍ جوړه کړي.
د بعث ګوند یو له خورا سخت دریځو ملتپالو څخه دی؛ دې ګوند عربي ملتپالنې ته ډېر لوړ مقام ورکړی دی. د عرب بعث ګوند یو ملتپال ټولنیز ګوند دی او په دې باور دی چې ملتپالنه یو ژوندی او تلپاتې حقیقت دی او د ویښې ملتپالنې احساس، چې د یو فرد او د هغه د ملت ترمنځ یوه پیاوړې او نه پرې کېدونکې اړیکه رامینځته کوي، یو سپېڅلی احساس دی. د ملتپالنې مفکوره چې بعث ګوند یې غوښتنه کوي، د عربي ملت اراده ده چې آزاد او متحد وي او په تاریخ کې د عربي شخصیت د اثبات لپاره فرصت ورکړل شي.
د قحطاني سازمان: د دې سازمان یو له مشهورو بنسټ ایښودونکو څخه خلیل حماده دی. یاد سازمان په ۱۹۰۹ کال کې خپل شتون اعلان کړ. د دې سازمان او د هغه د موخو له معرفي کولو وروسته، شیخ خالد بن ابراهیم د دې ټولنې بنسټ ایښودونکي په دې ډول نوموي: “د قحطاني سازمان د بنسټ ایښودونکو په منځ کې د اوقافو وزیر خلیل باشا حماده، عبدالحمید زهراوي، عزیز علي مصري او نور… شامل دي.” هغه د دې ګوند د بنسټ ایښودونکو د لوی شمیر دلیل په لاندې ډول یادوي: “هرچا کولای شوای له اجازې پرته، د یاد ګوند سره د هغه د پروګرامونو او پلانونو محرمیت ته په پام سره، خپل تړاو اعلان کړي.”
د عرب ځوانانو ټولنه: (چې په ځینو مقالو کې د “ځوانانو عربي ټولنې” په نوم یادېږي) دا ټولنه له هغو پټو ټولنو څخه وه چې په ۱۹۱۱ کال کې په پاریس کې د زده کړې په موخه د عرب ځوانانو لخوا تاسیس شوې وه. دې ټولنې وروسته خپل فعالیتونه بیروت ته ولېږدول، چیرته چې یې تر ۱۹۱۸ پورې په پټه توګه فعالیت کاوه.
د عهد سازمان: دا سازمان یوه پټه سیاسي سازمان ده چې په ۱۹۱۳ کال کې د «عزیز علي مصري» لخوا تاسیس شو. په دې ټولنه کې تر ټولو مشهور عرب افسران شامل وو، چې ډیری یې له عراق څخه وو، که څه هم په دې ډله کې ترکان هم شامل وو.
د شلمې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې، عربي ملتپالنې د سوریې د خلکو د پوهې طبقې، په ځانګړې توګه د اردو افسرانو په منځ کې نفوذ وکړ او دوی یې د ملتپالو او هیوادپالو ټولنو جوړولو ته وهڅول؛ له هغې جملې څخه: “ځوان عرب ټولنه” چې شهزاده فیصل، د حجاز پاچا شریف حسین مکي زوی یې غړی و، او “د عهد ټولنه” چې له عربو افسرانو څخه جوړه وه. دا دواړه ټولنې له لومړنیو پټو ډلو څخه وې. دا ټولنې د بهرنیو هیوادونو له وطنپالو سره لکه؛ د عراق د اردو افسرانو، په مصر او متحده ایالاتو کې د سوریې کډوالو او د شریف حسین په څیر مشهورو شخصیتونو سره تړلې وې.
د بیروت پټ سازمان: دا سازمان په ۱۸۷۵ کال کې د ځینو عربي ژبو زده کونکو لخوا رامنځته شو چې د سوریې په امریکایي پوهنځي کې یې زده کړې کولې، چې ټول یې عیسویان وو. له هغه ځایه چې هغوی په داسې ټولنو کې د مسلمانانو د یوځای کېدو پر اهمیت پوهېدل، نو دوی ډېر هڅول چې له هغوی سره یوځای شي.
د هنرونو او فنونو ټولنه: په ۱۸۴۷ کال کې په بیروت کې د امریکایي تبشیري پلاوي لخوا تاسیس شوه.
ختیځ ټولنه.
د سوریې علمي ټولنه.
د بیروت اصلاحي ټولنه.
یو له نورو مواردو څخه چې استعمارګرو د ګوندونو، سازمانونو او ټولنو ترڅنګ، د خلکو په منځ کې د ملتپالنې د احساس راژوندي کولو او د دوی ترمنځ د اختلاف، بېلتون او تفرقې اچولو لپاره رامنځته کړ، لرغونپوهنه وه. په دې کار سره، دوی مسلمان خلک او هیوادونه دې ته اړ کړل چې د اسلام او مسلمانۍ پر ځای په خپلو اصليتونو او ریښو تمرکز وکړي، او دا هم یو له هغو چلونو څخه و چې د دوی په منځ کې یې د ملتپالنې احساس راژوندی کړ او د خپریدو لامل یې شو.
د “فکري جګړې” کتاب لیکوال د ګوندونو او سازمانونو له تشریح کولو وروسته داسې لیکي: “صلیبیانو، د پورته ذکر شویو ګوندونو او سازمانونو سره یوځای، لرغونپوهنیزې ټولنې جوړې کړې او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډیرې پیسې ورکوي. د مثال په توګه، یو یهودي پانګوال د فرعوني اثارو د موزیم د جوړولو او د هغې تر څنګ د لرغونپوهنې د ښوونځي د جوړولو لپاره لس ملیونه ډالر ورکوي.”
دا باید هېر نه شي چې دغو ټولنو او سازمانونو د عربي ملتپالنې د ایډیالوژۍ په خپرولو کې خورا مهم رول لوبولی دی. د شیخ عبدالله عزام رحمه الله په وینا: “په هغه وخت کې، دا ټولنې د هغو کسانو لپاره پناه ځایونه وو چې پر اسلام یې نیوکې کولې او یا په حکومتدارۍ او واکمنۍ ته یې تمه درلوده؛ له همدې امله خلکو ټولنو او سازمانونو ته مخه کوله.”
د خلکو په منځ کې د پټو او ښکاره سازمانونو راڅرګندېدل د عربي ملتپالنې ایډیالوژۍ ته په مخه کولو کې خورا لوړ اغیز درلود.
دا باید په پام کې ونیول شي چې د دې ټولنو شمیر ډیر دی؛ خو موږ ځانونه په ډېرو مشهورو پورې محدود کړ. هغه کسان چې په دې اړه لا زیات معلومات غواړي، کولی شي د خالد بن ابراهیم بن عبدالله لخوا لیکلی شوی کتاب “الجمعیات القومیه العربیه وموقفها من الاسلام والمسلمين في القرن الرابع عشر الهجري” ته مراجعه وکړي؛ په دې کتاب کې د دې ټولو سازمانونو په اړه په تفصیل سره بحث شوی دی.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version