لیکوال: عبیدالله نیمروزی

حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه (څلورمه برخه)

 

د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د فضیلت په اړه څو آیتونه او احادیث
د “غار” آیت
په دې آیت کې، د هجرت په سفر کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ملګرتیا او د هغه بې‌ساري فضیلت ذکر شوی دی.
«وَسَیُجَنَّبُهَا الأَتْقَی، الَّذِی یُؤْتِی مَالَهُ یَتَزَکَّی»
دا آيت د حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د مقام په اړه نازل شوی دی. کله چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه اوه تنه مسلمانان، چې د اسلام راوړلو له امله د کفارو له لوري ځورول کېدل، وپېرل او آزاد یې کړل، او خپله ټوله شتمني یې د الله تعالی په لاره کې مصرف کړه، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ او هغه یې أتقی (یعني تر ټولو زیات پرهېزګار) ونوماوه.
حدیثونه
  1. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
    «بې‌شکه، پر ما د ابوبکر رضي الله عنه احسان، هم په ملګرتیا او هم د شتمنیو په مصرفولو کې، له ټولو څخه زیات دی. او که ما پرته له الله تعالی، بل څوک د دوستۍ لپاره ټاکلی وای، نو خامخا به مې ابوبکر خلیل ټاکلی و. خو د اسلام ورورولي او دوستي برقراره ده
  2. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
    «ما د هر چا د احسان بدله ورکړې، پرته له ابوبکره؛ د هغه بدله به الله تعالی د قیامت په ورځ ورکړي
  3. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
    «زما په امت کې، زما پر امت تر ټولو مهربان سړی، ابوبکر رضي الله عنه دی
  4. رسول الله صلی الله علیه وسلم ابوبکر رضي الله عنه ته وفرمایل:
    «أنتَ صاحبي في الغار وصاحبي على الحوض
    ژباړه: «ته په غار کې زما ملګری وې، او په حوض کوثر کې به هم زما ملګری یې
  5. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
    «نه پوهېږم، چې زه به څومره وخت ستاسو په منځ کې پاتې شم، نو له ما وروسته د ابوبکر او عمر تابعداري وکړئ
د جنت زېری
یوه ورځ، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د سهار لمونځ ورکړ، بیا یې هغوی ته وکتل. رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت درلود، چې د خپلو اصحابو د ایمان د کچې په اړه ځان ډاډه کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: «نن په تاسو کې د چا روژه ده؟»
ټول غلي شول. حضرت عمر رضي الله عنه وویل: «یا رسول الله! ما د شپې نیت کړی و، خو روژه مې نه ده نیولې
حضرت ابوبکر رضي الله عنه وویل: «خو ما د شپې نیت درلود او له سهاره مې روژه نیولې ده
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: «په تاسو کې څوک نن د ناروغ لېدو ته تللی دی؟»
حضرت عمر رضي الله عنه وویل: «یا رسول الله! موږ د جنازې د لمانځه لپاره له خپلو کورونو راووتلو، نو څنګه مو کولای شو، چې د ناروغ لېدو ته لاړ شو؟»
حضرت ابوبکر رضي الله عنه وویل: «یا رسول الله! زه له کوره ووتم، چې جومات ته لاړ شم. پرون خبر شوم، چې ورور مې عبدالرحمن بن عوف ناروغ دی. د هغه د کور له لارې جومات ته راغلم، پوه شوم، چې د سهار لمانځه ته له خوبه پاڅېدلی دی، نو د هغه د لېدو لپاره ورغلم؛ بیا د ماسپښین لمانځه ته حاضر شوم
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په تاسو کې چا صدقه ورکړې؟»
حضرت عمر رضي الله عنه وویل: «موږ لمونځ وکړ، تر اوسه له خپل ځایه نه یو ولاړ شوي، چیرته مو غریب لیدلی، چې خیرات ورکړو؟»
حضرت ابوبکر رضي الله عنه وویل: «یا رسول الله! ما دا کار کړی دی؛ کله چې د خپل ورور له لېدو څخه راستون شوم، په جومات کې مې یو غریب سړی ولید. زما د لمسي په لاس کې د ډوډۍ یوه ټوټه وه، هغه مې واخیسته او هغه غریب ته مې ورکړه
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«اې ابوبکره! تا ته د جنت زېری دی. دا ځانګړتیاوې، یوازې په هغه چا کې راټولېږي، چې د جنت زېری ورکول کېږي
حضرت عمر رضي الله عنه ژړا وکړه او ویې ویل: «اې ابوبکره! زه به هیڅکله، په هیڅ شي کې له تا څخه مخته نشم
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version