Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (نهه پنځوسمه برخه)
اسلام شنبه _11 _جنوري _2025AH 11-1-2025AD

په اسلام کې د ښځې مقام (نهه پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (نهه پنځوسمه برخه)

د حجاب حکم
الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خطاب کوي او فرمایي:
«يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا»؛
(اې پیغمبره! خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې خپلې چادرۍ په ځانونو باندې راښکته کړي، ترڅو هغوی (له ناپاکو ښځو څخه) وپېژندل شي او د نااهلو خلکو له لوري ونه ځورول شي. الله تعالی تل بخښونکی او مهربان دی.)
له همدې امله، د ښځې حجاب او شرعي پوښښ په حقیقت کې یو شعار او نښه ده چې یوه مسلمانه، مؤمنه او باعفته ښځه له بدکاره ښځې څخه جلا کوي او د هغې د هویت نښه بلل کېږي.
الله تعالی په بل آیت کې فرمایي:
«وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ»؛
(او مؤمنانو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې (له نامحرمو) پټې کړي او د خپلو عورتونو ساتنه وکړي، خپل زینت دې نه ښکاره کوي، پرته له هغه څه چې (طبیعتاً) ښکاره کېږي. دوی باید خپل شالونه په خپلو ګرېوانونو باندې وځړوي او خپل زینت دې یوازې خپلو مېړونو، پلرونو، او د مېړونو پلرونو ته ښکاره کړي.)
که څوک د حجاب په اړه نازل شویو آیتونو ته وګوري، دا به درک کړي چې دغه آیتونه د ټولو اسلامي ټولنو په ګټه دي؛ ځکه چې د نر او ښځې ترمنځ د حیا او پاک لمنۍ اهمیت څرګندوي. دا آیتونه خلک عفت، حیا، او وقار ته رابولي، او دا ټول نېک او غوره صفتونه دي.
الله تعالی هر نارینه او ښځه په هغو اوامرو مکلف کړي چې د هغوی په وس کې دي. هغه حجاب چې د قرآن کریم آیتونه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث پرې ټینګار کوي، او د مؤمنانو میندو او د صحابه کرامو رضی الله عنهم میرمنو هم هغه مراعات کاوه، د مسلمانې ښځې لپاره لازمي دی. دا حجاب ټول بدن، حتی مخ او لاسونه، له پردیو سترګو څخه پټوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجاب او عفت د رعایت په اړه په یوه حدیث کې فرمایلي دي:
«ښځه عورت ده، کله چې له کوره ووځي، شیطان او شیطان صفتان د هغې د دوکه کولو هڅه کوي. که هغه د کور په کونج کې پاتې شي او له کوره بهر ونه وځي، نو هغه الله تعالی ته نږدې وي.»
همدارنګه، په سنن ابوداود کې له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې هغې وویل:
«موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره احرام تړلی و. کله چې سپرلۍ تېرېدلې، له موږ څخه به هرې یوې خپل نقاب په خپل مخ راښکته کړ، او کله چې هغوی تېر شول، موږ به نقاب لرې کاوه.»
د بې حجابۍ بدګڼې او ناوړه پایلې
حجاب نه اغوستل او د اسلامي پوښښ نه مراعات کول له هغو ګناهونو څخه دی چې په ښکاره ډول ترسره کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ډول ګناه په اړه داسې فرمایلي دي:
«زما ټول امت د بخښنې مستحق دی، پرته له هغه چا چې په ښکاره ګناه کوي.»
همدارنګه، د حجاب د نه اغوستلو ګناه یوازې په ښځه پورې محدوده نه ده؛ بلکې دا د فحاشۍ او بې عفتۍ سبب ګرځي چې په پایله کې ټول امت د دنیا او آخرت له عذاب سره مخ کوي.
مسلمانې ښځې باید حجاب او اسلامي پوښښ مراعات کړي او د هغو ښځو په ډله کې نه وي چې په ظاهره حجاب اغوندي، مګر په حقیقت کې بې حجابه دي. حجاب یوازې د بدن د غوښې پټول نه دي؛ بلکې باید ټول ظاهري او داخلي فتنې او عیبونه پټ کړي. هغوی باید له هغو ښځو څخه نه وي چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د دوزخیانو دوه ډلې دي چې ما نه دي لیدلي: یوه ډله هغه خلک دي چې د غواګانو د لکۍ په شان درې (کوړه) ورسره دي او خلک پرې وهي، او بله ډله هغه ښځې دي چې جامې یې اغوستي، مګر په حقیقت کې بربنډې دي. هغوی نارینه وو ته لېوالتیا ښيي او هغوی ځان ته جذبوي. د دوی سرونه د اوښانو د بوکان په شان دي. هغوی به جنت ته داخل نه شي او د هغه بوی به حس نه کړي، حال دا چې د جنت بوی له ډېر لرې واټن څخه محسوسېږي.»
په یوه روایت کې راغلي دي: «له ۵۰۰ کلونو واټن څخه محسوسیږي.»
البته، دا هم باید هېر نه کړو چې نن سبا د شرعي حدودو په ځانګړې توګه د حجاب مراعات کول ډېر ګران او ستونزمن کار دی. رښتیني مسلمانان هغه دي چې بې له ځنډه دغو حدودو ته غاړه ایږدي او له خپل رب څخه اجر غواړي.
نن ورځ مسلمانې نجونې د خپل حجاب د ساتلو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، مګر باید ووایو چې دا ستونزه تل شتون لري او ممکن مسلمانان په راتلونکي کې هم له دې ستونزو سره مخ شي؛ ځکه چې په نړۍ کې بې حجابي عامه شوې ده.
په ځینو اسلامي هېوادونو لکه مصر، مراکش، تونس، او کویټ کې د پوهنتونونو رئیسانو په خپلو پوهنتونونو کې د حجاب د منعې قانون تصویب کړی او د حجاب لرونکو ښځو او نجونو له ننوتلو څخه مخنیوی کوي.
که څه هم د دې لیکوال خبرې له ډېر پخوا سره تړاو لري، خو په دې ورځو کې د فکري جګړې او د اسلام د دښمنانو د زهرجنو تبلیغاتو اغېز په ځینو مسلمانو نجونو دومره ژور شوی چې له دې اسلامي سمبول او د عفت او پت له نښې څخه تښتي. هغوی فکر کوي چې اسلامي حجاب د دوی د پرمختګ او ودې په وړاندې خنډ دی او په بېلابېلو علمي او کلتوري برخو کې د هغوی د بریا او پرمختګ مخنیوی کوي.
په بله برخه کې به، ان شاءالله، هڅه وکړو چې د حجاب په اړه د دین ضد کسانو او مخالفانو شکونو او شبهاتو ته مفصل ځوابونه وړاندې کړو.
ادامه لري…
Previous Articleد جهمیې فرقه (اتلسمه برخه)
Next Article د ډاروین نظریه (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نیهیلیزم

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _13 _نوومبر _2025AH 13-11-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۱)

سه شنبه _4 _نوومبر _2025AH 4-11-2025AD44 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۱) د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې( یوولسمه برخه)

دوشنبه _3 _نوومبر _2025AH 3-11-2025AD63 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې( یوولسمه برخه) اتم درس:…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD23 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _13 _نوومبر _2025AH 13-11-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۱)

سه شنبه _4 _نوومبر _2025AH 4-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.