لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (دوه څلوېښتمه برخه)

د اسلامي نظام او ټیوکراسي ترمنځ توپیر
په دې اړه چې اسلامي نظام د نړۍ د کومو سیاسي نظامونو په ډله کې راځي، د نظرونو اختلاف شتون لري. ځینې یې یو ډول ټیوکراسي یا الهي او دیني حکومت ګڼي؛ ځکه چې د اسلام له نظره یوازې هغه څوک د حاکمیت وړ دی چې د هستۍ د نظام او کائناتو خالق او پیدا کوونکی وي، او هغه له الله جل جلاله پرته بل څوک نه دی. له همدې امله، د اسلام د سیاسي نظام اساس د خدای جل جلاله په حاکمیت ولاړ دی، او په دې برخه کې د ټیوکراسۍ په څېر ښکاري.
په هرصورت، اسلامي نظام په لویدیځ کې د تجربه شوې ټیوکراسي سره ډېر توپیرونه لري. په عیسویت کې د سیاست او حکومت کولو لپاره کوم مشخص پلان شتون نه درلود. له همدې امله، پاچاهانو او مذهبي مشرانو د خپلو افکارو پر بنسټ قوانین او فرمانونه لیکل او د الهي احکامو په توګه یې معرفي کول. دغو کسانو ځانونه له خطا او تېروتنو څخه پاک ګڼل او د نیوکې او نصیحت منلو ته چمتو نه ول. په دوی باندې نیوکه کول، په خدای تعالی باندې نیوکه ګڼل کېده.
دغه انحصار او دیني استبداد په تدریجي ډول د خودکامګۍ او ډیکتاتورۍ پېلامه شوه. د دې لړۍ پایله د عقایدو د پلټنې د محاکمو رامنځته کېدل و، چې بې شمېره ظلمونو او جنایتونو ته یې لاره هواره کړه. په پای کې، دا ډول حکومتونو ټیوکراسي بدنامه کړه او د استبداد، ظلم او وحشت یوه نښه یې د خلکو په ذهنونو کې پریښوده.
دې تجربې د سیکولریزم پر بنسټ د ډیموکراسۍ د رامنځته کېدو زمینه برابره کړه. سیکولریزم دین له سیاست څخه جلا کړ، اخلاق او دین یې له ټولنیز ژوند څخه لیرې کړل، او یوازې یې د مذهبي خلکو په زړونو کې محدود کړل.
د ټیوکراسۍ تعریف
ټیوکراسي («Theocracy») یوه یوناني کلمه ده چې د دوو کلمو له ترکیب څخه جوړه شوې ده: «ټیوس» د خدای په معنی او «کراسي» د واک یا حاکمیت په معنی ده. دا اصطلاح د “خدای حکومت” په معنی کارول کېږي او په دې کې ځینې خلک د خدای جل جلاله په استازیتوب حکومت کوي.
په هغو ټولنو کې چې ټیوکراسي واکمنه وي، واکمنان په خلکو کې د خدای جل جلاله د استازو په توګه ګڼل کېږي. ټیوکراسي عموماً یو ډول مذهبي حکومت ته اشاره کوي، چې واکمنان خپل مشروعیت له خدای جل جلاله څخه اخلي او ځان د خدای جل جلاله د استازو په توګه معرفي کوي.
دا واکمنان ځان ته اجازه ورکوي چې د خدای جل جلاله په استازیتوب قوانین جوړ کړي او خلک یې منلو او پلي کولو ته مجبور کړي. په دې نظام کې هر څه د حاکم د خوښې او ذوق پر بنسټ حلال یا حرام اعلانیږي، او دا کړنه د الهي قانون په توګه معرفي کېږي.
د ټیوکراسۍ اصطلاح او بدلونونه
د ټیوکراسۍ اصطلاح تر ډېره په منځنیو پیړیو کې د کلیسا د حکومت او واکمنۍ په اړه کارول کېده. په هغه وخت کې، عیسوي پاپانو، چې د خدای جل جلاله د نمایندګۍ ادعا یې کوله، پر خلکو واکمني کوله او د خپلو ګټو له مخې یې قوانین وضع او پلي کول. د دین په نوم دغې ظالمې واکمنۍ د خلکو ټولې آزادۍ او واکونه ترې واخیستل. له همدې امله، په منځنیو پیړیو کې د کلیسا حاکمیت د “پادریانو (پاپانو) واکمنۍ” په نوم هم پېژندل کېده.
د ټیوکراسۍ د نظریې بدلونونه او پرمختګونه
د وخت په تېرېدو سره، ټیوکراسي د شکلي بدلونونو او لوړو ژورو سره مخ شوه. موږ به یې په لاندې توګه تشریح کړو:
۱. الهي واکمنان:
په دې بڼه کې واکمنان د خدایانو دي او خدایي طبیعت لري؛ لکه د مصر فرعونان او د لرغوني روم امپراتوران.
۲. د خدای د ټاکنې پر بنسټ واکمني:
د عیسویت له راتګ وروسته، د ټیوکراسۍ نظریه له ژورو بدلونونو سره مخ شوه. په دې دوره کې د واکمنانو د الهي طبیعت په اړه بحث ونه شو، بلکې داسې باور پیدا شو چې واکمنان د طبیعت له مخې له نورو انسانانو سره توپیر نه لري، خو دوی د خدای جل جلاله غوره شوي کسان ګڼل کېږي. په دې باور کې واکمنان یوازې خدای جل جلاله ته مسؤل دي، نه خلکو ته.
۳. د خدای د ارادې او غوښتنې سره سم حکومت کول:
په وروستیو پېړیو کې، ټیوکراتیک نظریې نور بدلونونه وموندل. په دې مرحله کې د واکمنانو د الهي فطرت یا د خدای له لوري د هغوی د مستقیم ټاکلو په اړه خبرې نه کېږي، بلکې داسې ویل کېږي: د واکمنانو ټاکنه په بشپړه توګه انساني مسله ده او د انسانانو لخوا ترسره کېږي، خو دا ټاکنه د الهي تقدیر او غوښتنې سره سم ده.
که څه هم دا نظریه واکمنانو ته پراخ واکونه ورکوي، خو دا اړینه نه ده چې له ظلم سره تړاو ولري؛ ځکه چې د دې نظریې له مخې واکمنان د خدای تعالی غوره شوي کسان دي، او خدای تعالی عادل ذات دی. له همدې امله، واکمنان مکلف دي چې د خدای تعالی له حکم څخه انحراف ونه کړي او عدالت وکړي.
د ټیوکراسۍ بڼې او ډیموکراسي سره تړاو
ټیوکراسي په لومړیو دوو بڼو کې د واکمنانو په ټاکلو کې د خلکو رول او ونډه ردوي؛ له همدې امله، په عمل کې د انفرادي او استبدادي واکمنۍ منلو ته لاره هواروي. خو په درېیم شکل کې، ټیوکراسي ډیموکراسۍ ته ډېره نږدې ده؛ ځکه چې په ډیموکراسۍ کې، دا په ساده ډول منل کېږي چې د خلکو لخوا د یو کس ټاکنه د خدای جل جلاله د ارادې سره سم ده، چې خلک په هغه باور وکړي او د خپل استازي په توګه یې وټاکي.
نن ورځ، دا فکر په اروپایي هېوادونو کې د ځینو سیاسي ډلو، په ځانګړې توګه د مسیحي ډیموکراتیک ګوندونو، الهام‌بخښونکی دی.
د اسلام او ټیوکراسۍ اړیکه
پوښتنه دا ده چې آیا د الهي حاکمیت نظریه چې اسلام یې وړاندې کوي د “منځنۍ پېړۍ ټیوکراسي” سره ورته ده؟ لکه څنګه چې د ټیوکراسۍ له مخې، خدای جل جلاله حاکم ته پراخ واکونه ورکړي دي او هغه کولی شي په هر ډول او هره طریقه چې وغواړي په خلکو باندې حکومت وکړي، آیا د اسلام د الهي حاکمیت په نظریه کې همدغسې ده؟
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version