لویدیځ که چیري د اسلام او مسلمانانو سره کینه نه درلودلی، نو د تاریخ تر ټولو لویه پېښه به یې نه سرچپه کوله، او همېش به یې کوښښ نه کاوه چې هغه له ذهنونو څخه لرې کړي. تاریخ له ځان سره دا ثبت کړي دي چې یو زرو سل کاله وروسته، «محمد فاتح» «قسطنطنیه» یې د روم د امپراتورۍ څخه ازاده کړه (د دوو میاشتو محاصرې وروسته)، په داسې حال کې چې روم د هغه مهال تر ټولو ځواکمنه امپراتوري وه چې په ۱۹۶ کال کې له اروپا څخه تر ترکیې پوري يې حاکمیت درلود.
په ۳۹۵ زېږدیز کال کې دغه امپراتوري په دوو برخو ووېشل شوه: شرقي روم او غربي روم. او وروسته له کلونو کلونو حاکمیت په ۱۴۵۳ زېږدیز کال کې د مسلمانانو په لاس چې قومندان یې «۲۱ کلن محمد فاتح» و ماته وخوړل، او د مسلمانانو حاکمیت له بیزانس (د شرقي روم د امپراتورۍ پلازمېنې) څخه تر اروپا تر دروازو پوري وغځېد.
عثماني خلافت د روم امپراتورۍ له ماتې وروسته، ۷۰۰ کاله یې په اروپا، اسیا او افریقا باندې د یوازیني نړيوال ځواک په توګه پاچاهي وکړه، تر دغه حده پوري چې امریکا متحده ایالات مجبوره وه چې هر کال د ۷۰۰ زرو ډالرو معادل سره زر خلافت ته جزیه ورکړي، تر څو بېړۍ یې په ازاده توګه د مدیترانې او اطلس سمندرونو کې وګرځي. دغه تړون په ترکي ژبه د «جورج واشنګتن» د امریکا ولسمشر او د «بکر حسن» عثماني والي په مینځ کې لاسلیک شوی دی. دا د امریکا لومړنی تړون دی چې په ترکي ژبه لیکل شوی دی، خو هیڅکله له هغه څخه یادونه نه کیږي. ایا پوهیږئ چې لویدیځ (غرب) کوم تاریخي حقیقتونه له اسلام څخه پټ کړه او یا یې سرچپه وښودل او یا یې له ذهنونو څخه لرې کړل؟
په اسلام کې حاکمیت یو دنیايي یا بشري مسئله نه ده، موږ لکه څرنګه چې په خدای جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه و سلم باندې ایمان لرو، همدارنګه په هغه روایتونو باندې ایمان لرو چې وروسته تحقق موندلی دی او یا تحقق موندلو په حالت کې دي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم په مدېنې کې اسلامي دولت جوړ کړ، او الله تعالی هغه ته د امپراتوریو د ماتې زېری ورکړ، چې دغه زېری رښتیا شو. او هغه زېری چې نړۍ به د کاپیتالیزم له شر څخه وژغوري د یووالي په راتلو سره به رښتیا شي. لکه څنګه چې حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنهما روایت کوي او وایي: «په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاوخوا ناست و، او لیکنه مو کوله، یوه کس له نبي کریم صلی الله علیه و سلم څخه پوښتنه وکړه: کوم ښار به لومړی فتح شي، «قسطنطنیه» که «روم»؟ رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: «مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلاً، يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ» (رواه احمد)
ژباړه: «د هِرَقل ښار یعني قسطنطنیه به لومړی فتح شي.»
نو هغه بشارت او زېری چې رسول اکرم صلی الله علیه و سلم د قسطنطنیې د فتحې په اړه کړی و، هغه د محمد فاتح په مبارک لاس ترسره شو؛ په دې فتحې سره د رسول الله صلی الله علیه و سلم زېری تحقق وموند چې فرمایلي یې وه: «لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»؛ «قسطنطنیه به خامخا فتحه کیږي؛ څه ښه امیر به یي هغه، او څه ښه لښکر به یي هغه لښکر!»
پکار ده چې هر پوه سړی وویني چې اسلام عملي کیږي، او د اسلام او مسلمانانو عظمت مخ په زیاتېدو دی، او هیڅ کفر او کافر یې د مقابلې توان نه لري. بلکې حق سر پورته کړی او د « الله اکبر» ناره اوچته شوې ده؛ لکه څرنګه چې فارس او بیزانس سر کښته کړ، په نږدې راتلو کې به ان شاء الله د روم بله خوا به هم ګونډه ووهي، او د رسول الله صلی الله علیه و سلم زېری به عملي بڼه پیدا کړي.