لیکوال: ابو عائشه

د جهمیې فرقه (پنځلسمه برخه)

د بندګانو د اعمالو په اړه د اهل سنت او جماعت نظر
امام طحاوي رحمه الله فرمایي:
«موږ عقیده لرو چې خدای تعالی د بندګانو د اعمالو خالق دی، خو کسب د بنده لخوا دی. الله تعالی پر بندګانو هغه څه فرض نه کوي، مګر د هغوی د توان په اندازه، او د بندګانو توان هم د الهي فرض په حد کې دی. د “لاحول ولا قوة إلا بالله” تفسیر هم همدغه دی؛ یعنې: “د خدای تعالی د معصیت څخه د تېښتې هیڅ تدبیر، تحول او توان نشته، مګر د هغه جل جلاله په مرسته.”
د بندګانو اعمال هغه څه دي چې د هغو په وسیله انسان یا اطاعت کوونکی ګرځي یا ګناهکار او سرغړونکی. دا عملونه د خدای تعالی مخلوق دي؛ ځکه چې خدای تعالی د مخلوق په پیدا کولو کې احد (یوازې) دی، او له هغه پرته بل هیڅ خالق نشته.»
اهل حق په دې باور دي چې د بندګانو عملونه د حصول له امله بندګانو ته منسوب شوي، او د خلق او اختراع له امله الله تعالی ته منسوب شوي دي. د حادث ځواک په هغه باندې هیڅ اغېزه نه لري.
د اهل سنت دلایل
اهل سنت او جماعت د دې د اثبات لپاره چې د بندګانو افعال او کړنې د دوی د ارادې او مشیت سره تړاو لري، لاندې دلایل وړاندې کړي دي:
  1. «ولهم أعمال من دون ذلک وهم لها عاملون»
    (او هغوی [د قرآن له انکار پرته نور] بد کارونه [هم] لري چې دوی یې کوي.)
  2. «جزاء بما کانوا یعملون»
    (او دوی د هغه څه په بدله کې، چې دوی ترسره کړي دي، ثواب ترلاسه کوي.)
  3. «هل ثوب الکفار ما کانوا یفعلون»
    (آیا کافران د خپلو اعمالو په سزا ورسیدل؟)
له دې آیتونو څخه څرګندېږي چې د فعل او د هغه د فاعل ترمنځ اړیکه شتون لري. همدارنګه، فاعل د خپلو کړنو په کولو سره د ستاینې یا ملامتۍ وړ ګرځي.
د اهل سنت مراد او موخه
د پورته دلایلو په رڼا کې د اهل سنت موقف روښانه دی:
  • هغوی عقیده لري چې خدای تعالی افعال پیدا کوي، خو بنده یې فاعل دی.
  • بنده د خپلو اعمالو په کولو باندې مجبور نه دی، بلکې د خپلې ارادې او مشیت خاوند دی.
  • خدای تعالی په خپل خلق او تقدیر کې منفرد دی، او بنده د خپل ارادې او مشیت خاوند دی، او عمل د هغه لخوا ترسره کېږي؛ ځکه چې هغه قدرت لري.
د جهمیه‌و استدلال ته د اهل سنت ځواب
له دې مبارک آیت څخه: «الله خالق کل شيء»، د جهمیه‌و استدلال د ډېرو نورو نصوصو سره په ټکر کې دی چې په هغو کې د بنده لپاره اراده او عمل ثابت شوی، او الله تعالی ورته د دې اعمالو اجر ورکوي. که بنده مجبور وای، نو کار هغه ته منسوب کول یا د هغه د عمل لپاره اجر ورکول بې ګټې وای.
په بل آیت کې چې جبریه‌و د هغه له لارې استدلال کړی، اهل سنت وایي چې دا آیت د دوی پر ضد دلیل دی. رب العزت د خاورو یا تیږو غورځول د خپل پېغمبر لپاره د “اذ رمیت” په قوله سره ثابت کړي دي، چې له دې څخه څرګندېږي چې څه چې ثابت شوي، هغه له رد شویو توپیر لري.
د غورځولو پېل او پای لري. د هغه پېل “غورځول” او پای یې “هدف ته رسېدل” دي. دواړه د “رمی” په نامه یادیږي. د پورته آیت معنی دا ده: «کله چې تا غشی وغورځاوه، دا ته نه وې چې هغه دې وواهه
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version