لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د مولانا جلال الدین بلخي رومي رحمه الله ژوندلیک (لومړۍ برخه)

لنډیز:
مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي د الهي عرفان، تزکیې، او د زړه د اصلاح په برخه کې یو له مخکښانو او مشرانو څخه و، چې تر ډېره د خپل ارزښتناک اثر مثنوي معنوي له امله زیات شهرت لري. مولانا جلال الدین بلخي رومي رحمه الله په اصل کې د ګران افغانستان دی، چې په بلخ (اوسمهال بلخ ولایت) کې زیږیدلی دی. کله چې هغه په پای کې ختیځ روم (قونیه) ته هجرت وکړ، په رومي مولانا مشهور شو.
کلیدي کلمې: جلال الدین، رومي، مثنوي، شمس، تبریزي
سریزه
بې له شکه د دې امت مشران او مخور د اسلام د دین د بشپړتیا یوه روښانه بېلګه او نښه ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ختم نبوت پرېکنده ثبوت دی. ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحلت له څو پېړیو تېرېدو سره سره، لا هم اسلامي امت په خپلو پښو ولاړ دی، او د اسلام حنفي دین د نړۍ په ډېرو برخو حاکم او د قیامت تر ورځې د بشر د ټولو اړتیاوو ځواب ویوونکی دی.
بې له شکه دا فیوضات او برکات د محمدي صلی الله علیه وسلم د ښوونځي د شاګردۍ له امله دي. ځکه چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې فرمایلي دي:
«د هرې پېړۍ او سلو کلونو په تېرېدو سره خدای تعالی د اسلامي امت له منځه داسې کسان غوره کوي، چې دین یې تجدید کړي او خرافات او بدعتونه له منځه یوسي.»
دا مبارکه لړۍ به تر قیامته روانه وي. اسلامي امت په ظاهري، عرفاني، او باطني علومو کې د ډېرو مجددانو شاهد و او دی. د تاریخ په اوږدو کې د دین په بېلابېلو برخو او څانګو کې ډېر رجال او مشران د کار صحنې ته راغلي دي، چې په دې برخه کې یو له مخکښو کسانو څخه حضرت مولانا جلال الدین بلخي رومي دی.
هو، بې له شکه، په دې خټینه ځمکه او په دې فلکي سیاره کې چې انسانان او ژوندي موجودات ژوند کوي، داسې نامتو شخصیتونه، علما، ساینسپوهان، وتلي مفکران، او خوږ ژبي شاعران ژوند کوي، چې بشري ټولنې او انسانانو ته یې د خدای جل جلاله له درباره ډېر فیوضات او برکتونه ور په برخه کړي دي. د خپلو ارزښتناکو افکارو او نظریاتو په واسطه یې د هغوی تنده خړوبه کړې ده. یو له دغو قدرمنو مفکرینو او بې ساري شاعرانو څخه مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي دی، چې په بلخ، د نورو اشرافو او وتلو شخصیتونو د زیږون په ځای کې، په یوه علمي او عرفاني کورنۍ کې زیږیدلی دی.
که څه هم د داسې سترو انسانانو په اړه تبصرې او په تېره بیا د مطالبو لیکل لوړو علمي وړتیاوو، غوره استعدادونو، هوښیارۍ، او پراخې څېړنې ته اړتیا لري، چې له بده مرغه زه کمزوری بنده په هغه کچه نه یم او له هغو امکاناتو عاجز یم، مګر د ختیځ له دې نامتو شخصیت او ستر مفکر مولانا جلال الدین محمد بلخي سره بې پایه مینه او لېوالتیا دې کار ته وهڅولم.
په دې لیکنه کې مې له شته منابعو او د کتابتون له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره ځیني مطالب چمتو کړي او د مولانا د مینه‌والو چوپړ ته یې وړاندې کوم.
بیان معرفت خیزد ز هر گفتار مولانا
به دل‌ها می‌رسد رفعت ز هر پندار مولانا
دلا گر عارفی خواهی بیا
باری تماشا کن سماع و صیغه و شوریده حالی کار مولانا
له سلطان العلماء سره د مولانا رومي سفر
مولانا په ماشومتوب کې، له خپل ګران پلار او کورنۍ سره د ځینو دلایلو له امله، له خپل ټاټوبي څخه هجرت وکړ. هغه څو هېوادونو ته سفرونه وکړل او په پای کې په “قونیه” کې، چې نن ورځ د ترکیې یو له لویو ښارونو څخه دی، مېشت شو. د مولانا پلار، محمد بن حسین خطیبي، چې په بهاءالدین یا سلطان العلماء مشهور و، د بلخ له نامتو عالمانو او خطیبانو څخه و. د هغه نیکه‌ګان ټول د پخواني خراسان له خلکو څخه وو.
مثنوي، د ختیځ د خلکو ویاړ
د هغه ارزښتناک آثار، په ځانګړي توګه مثنوي معنوي او دیوان شمس تبریزي، عمومي فکرونه دومره جذب کړي چې د هغه مینه‌وال یې حیران کړي دي. دا آثار د ختیځ، او په پراخه کچه د نړۍ، د ویاړ سبب ګرځېدلي دي.
مثنوي، د انسانیت د باطن روښنایي
د مولانا تعلیمات په ټوله نړۍ کې د پوهې، حقیقت‌پالنې، شعرونو، او تصوف په برخه کې تر بل هر چا غوره دي. حتی ځینې کسان د هغه مشهور اثر مثنوي معنوي د «صیقل الارواح» په نوم یادوي.
د مثنوي د منځپانګې ځانګړتیاوې
مثنوي معنوي چې په شپږو ټوکو کې تألیف شوی، د عرفاني، اخلاقي، دیني افکارو، او د قرآن کریم د ځینو آیتونو او نبوي احادیثو د تفسیر یوه ټولګه ده.
مولانا تر ۳۸ کلنۍ پورې خپل ژوند د خپل پلار، ټولنې، خپلو پیروانو، او د خپل ګران استاد، سید برهان‌الدین محقق ترمذي، د هیلو او غوښتنو مطابق، د اسلامي عرفاني علومو په زده کړه، تدریس، او تبلیغ کې تېر کړ. د هغه پلویانو هغه له ښوونځي څخه ښوونځي ته او له منبر څخه منبر ته وړل. د هغه له خطبو او ویناوو څخه یې ډېره ګټه پورته کوله او له هغه څخه یې تود هرکلی کاوه.
له شمس تبریزي سره د مولانا کتنه
د شمس تبریزي سره له لیدو وروسته، رومي د حق‌غوښتنې او مینه‌پالنې په جذبه کې ډوب شو. هغه هیله‌من و چې څوک یې د زمانې له تنګې او وچې نړۍ څخه را وباسي او د الهي مینې نړۍ ته یې بوځي. حقیقت دا دی چې له شمس سره یې کتنه او ملاقات د مولانا په ژوند او چلند کې یو مهم بدلون ګڼل کیږي. د کتنې څرنګوالی او له شمس څخه د مولانا اغېزمن کېدل د پېچلتیا او ابهام تر پردې شاته پټ دي.
د شمس عجیبه، اغېزناکه، او سوځوونکې ملاقات او تفاهم، مولانا په یوه بله لاره وګرځاوه. په روح کې یې یو توپان راوپاراوه او د هغه په وجود کې یې له مطلقې هستۍ سره د اړیکې لاره هواره کړه. څرنګه چې مولانا له شمس سره له ملاقات او خبرو وروسته په جذبې راغی، تبلیغ، تدریس، او د مدرسې چارې یې پرېښودې او شعر ویلو ته یې مخه کړه. د هغه شعرونه د مینه‌والو ارواوو ته ځلا او ښکلا ور بخښله.
شمس تبریزي، چې هغه یې شور او جذبې ته راوست، یو بې‌نوم او نښانه عارف و، چې په هیڅ ځای کې یې آرام نه کاوه او له یوه ښاره بل ښار ته روان و. هغه هم د یوې جرقې په لټه کې و، څو څوک یې بل کړي.
که څه هم شمس له رومي سره ډېر وخت نه و تېر کړی او کلونه کلونه یې ورسره اړیکه نه درلوده، خو په دې لنډه موده کې یې هغه د معرفت او حقیقت‌پالنې داسې مینه‌وال جوړ کړ چې ساری یې نشو موندلی.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version