په دې اړه چې اسلامي نظام د نړۍ د کومو سیاسي نظامونو په ډله کې راځي، د نظرونو اختلاف شتون لري. ځینې یې یو ډول ټیوکراسي یا الهي او دیني حکومت ګڼي؛ ځکه چې د اسلام له نظره یوازې هغه څوک د حاکمیت وړ دی چې د هستۍ د نظام او کائناتو خالق او پیدا کوونکی وي، او هغه له الله جل جلاله پرته بل څوک نه دی. له همدې امله، د اسلام د سیاسي نظام اساس د خدای جل جلاله په حاکمیت ولاړ دی، او په دې برخه کې د ټیوکراسۍ په څېر ښکاري.
په هرصورت، اسلامي نظام په لویدیځ کې د تجربه شوې ټیوکراسي سره ډېر توپیرونه لري. په عیسویت کې د سیاست او حکومت کولو لپاره کوم مشخص پلان شتون نه درلود. له همدې امله، پاچاهانو او مذهبي مشرانو د خپلو افکارو پر بنسټ قوانین او فرمانونه لیکل او د الهي احکامو په توګه یې معرفي کول. دغو کسانو ځانونه له خطا او تېروتنو څخه پاک ګڼل او د نیوکې او نصیحت منلو ته چمتو نه ول. په دوی باندې نیوکه کول، په خدای تعالی باندې نیوکه ګڼل کېده.
دا واکمنان ځان ته اجازه ورکوي چې د خدای جل جلاله په استازیتوب قوانین جوړ کړي او خلک یې منلو او پلي کولو ته مجبور کړي. په دې نظام کې هر څه د حاکم د خوښې او ذوق پر بنسټ حلال یا حرام اعلانیږي، او دا کړنه د الهي قانون په توګه معرفي کېږي.
د ټیوکراسۍ اصطلاح او بدلونونه
د ټیوکراسۍ اصطلاح تر ډېره په منځنیو پیړیو کې د کلیسا د حکومت او واکمنۍ په اړه کارول کېده. په هغه وخت کې، عیسوي پاپانو، چې د خدای جل جلاله د نمایندګۍ ادعا یې کوله، پر خلکو واکمني کوله او د خپلو ګټو له مخې یې قوانین وضع او پلي کول. د دین په نوم دغې ظالمې واکمنۍ د خلکو ټولې آزادۍ او واکونه ترې واخیستل. له همدې امله، په منځنیو پیړیو کې د کلیسا حاکمیت د “پادریانو (پاپانو) واکمنۍ” په نوم هم پېژندل کېده.
۱. الهي واکمنان:
په دې بڼه کې واکمنان د خدایانو دي او خدایي طبیعت لري؛ لکه د مصر فرعونان او د لرغوني روم امپراتوران.
۲. د خدای د ټاکنې پر بنسټ واکمني:
د عیسویت له راتګ وروسته، د ټیوکراسۍ نظریه له ژورو بدلونونو سره مخ شوه. په دې دوره کې د واکمنانو د الهي طبیعت په اړه بحث ونه شو، بلکې داسې باور پیدا شو چې واکمنان د طبیعت له مخې له نورو انسانانو سره توپیر نه لري، خو دوی د خدای جل جلاله غوره شوي کسان ګڼل کېږي. په دې باور کې واکمنان یوازې خدای جل جلاله ته مسؤل دي، نه خلکو ته.
۳. د خدای د ارادې او غوښتنې سره سم حکومت کول:
په وروستیو پېړیو کې، ټیوکراتیک نظریې نور بدلونونه وموندل. په دې مرحله کې د واکمنانو د الهي فطرت یا د خدای له لوري د هغوی د مستقیم ټاکلو په اړه خبرې نه کېږي، بلکې داسې ویل کېږي: د واکمنانو ټاکنه په بشپړه توګه انساني مسله ده او د انسانانو لخوا ترسره کېږي، خو دا ټاکنه د الهي تقدیر او غوښتنې سره سم ده.
که څه هم دا نظریه واکمنانو ته پراخ واکونه ورکوي، خو دا اړینه نه ده چې له ظلم سره تړاو ولري؛ ځکه چې د دې نظریې له مخې واکمنان د خدای تعالی غوره شوي کسان دي، او خدای تعالی عادل ذات دی. له همدې امله، واکمنان مکلف دي چې د خدای تعالی له حکم څخه انحراف ونه کړي او عدالت وکړي.