Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ پنځوسمه برخه)
اسلام سه شنبه _7 _جنوري _2025AH 7-1-2025AD

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ پنځوسمه برخه)

په اسلام کې د ښځو تنبیه
شیخ محمد غزالي لیکي: «ما په شرعي منابعو کې له دوو حالاتو پرته، هیڅ دلیل نه دی موندلی چې د ښځو تنبیه یې روا ګڼلې وي:
لومړی: کله چې ښځه د خپل خاوند پر وړاندې ناشزه وي. ناشزه یعنې د ښځې تکبر، غرور او ځان غوره ګڼل؛ مطلب دا چې ښځه ځان له خپل خاوند څخه لوړ ګڼي او د هغه له اطاعت څخه ډډه کوي. دا کار د دې لامل کېږي چې ښځه او خاوند په ډېرو اړینو چارو کې ښه اړیکه ونه لري، او خاوند په داسې حال کې شپه تېره کړي چې له خپلې مېرمنې څخه خپه او ناراضه وي.
دوهمه: هغه حالت دی چې ښځه یو بهرني سړي ته، چې خاوند یې نه خوښوي، کور ته د ننوتو اجازه ورکړي. په دې کار کې شک شته چې د واده اړیکې خرابوي.
په هر حال، ډېری مفسرین په دې باور دي چې د ښځې تنبیه او تأدیب باید په مسواک یا بل سپک شي ترسره شي. له همدې امله، ښځه دې په زوره نه وهل کېږي، او په مخ دې هم نه وهل کېږي. په حدیث شریف کې راغلي دي: «ولا تضرب الوجه ولا تقبح»؛ (د هغوی په مخ مه وهئ او بدې خبرې ورته مه کوئ).
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوولسو ښځو سره ودونه وکړل او هېڅکله یې یوې ته هم سزا نه ده ورکړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې د ورځې په اوږدو کې خپلې مېرمنې وهي او د شپې ورسره یوځای ویده کېږي، او بیا شرم هم نه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بم یضرب احدکم امرأته ضرب الفحل او العبد ثم لعله یعانقها»؛ (ایا تاسو نه شرمېږئ چې ښځې د غلامانو په څېر وهئ او له لږې مودې وروسته یې بیا په غېږ کې نیسئ؟).
اوس له هغو کسانو چې دا شبهه راپورته کوي، باید وپوښتل شي: دوی له اسلام سره، چې تل پرې بریدونه کوي، څه اړیکه لري؟ هغوی وايي چې قرآن د ښځو تنبیه څرګنده کړې ده. مګر په اسلام کې تنبیه د وروستۍ حل لارې په توګه ګڼل شوې ده.
همدارنګه، د ښځو تنبیه باید په سپکو شیانو ترسره شي، لکه مسواک یا ورته نور شیان؛ ځکه چې له تنبیه څخه موخه د ښځې عذابول نه دي، بلکې موخه یې تأدیب او لارښوونه ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو په اړه فرمايي: «د ښځو په اړه له خدايه ووېرېږئ؛ ځکه چې تاسو هغوی له خداى تعالی څخه د امانت په توګه اخيستي دي، او د خداى جل جلاله په کلمه مو د هغوی شرمګاوې د ځان لپاره حلالې ګرځولې دي. پر هغوی ستاسو حق دا دی چې ستاسو په کور کې دې هغه څوک نه راولي چې تاسو یې نه خوښوئ، او که یې داسې وکړل، هغوی ووهئ؛ مګر ډېر سخت نه.»
شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله فرمایي:
«له وهلو او تنبیه څخه موخه ځورول نه دي، بلکې اصلي موخه باید تأدیب او اصلاح وي. له همدې امله داسې وهل چې د جسمي زیان سبب ګرځي (لکه د وهلو د اثر پاتې کېدل) روا نه دي.»
د زړو میندو په اړه د اسلامي شریعت حکم
بله خبره دا ده چې د زړو میندو په اړه د اسلامي شریعت حکم څه دی او په دې اړه د اسلامي شریعت لارښوونې څه دي؟
څومره چې مسلمانه ښځه زړېږي، هومره یې درناوی او حقوق زیاتېږي، او اولادونه او خپلوان یې د پخوا په څېر له هغې سره د ښه چلند په کولو کې له یو بل سره سیالي کوي. ځکه هغې خپل مورنی مسئولیت په سمه توګه ترسره کړی، او هغه حقونه چې د اولادونو، لمسیانو، کورنۍ او ټولنې پر غاړه یې دي، ورته پاتې دي.
همدا لامل دی چې غربي ټولنپوهان هیله لري چې یو ځل بیا په غربي نړۍ کې د مسلمانانو د کورني نظام شاهدان و اوسي. لکه څنګه چې مشهور اروپايي ټولنپوه «جاک ریلسر» وايي: “د ښځې اصلي ځای کور دی، او د هغې اصلي مسؤلیت د ماشومانو پالنه ده.”
د ښځې لپاره د کور ساتنې حکمت
بې له شکه د کور ساتنه د حضرت بي بي فاطمه الزهرا رضی الله عنها سنت دی. هغې د کور ټول کارونه په خپله کول. کله چې اسلامي شریعت ښځې ته په کور کې د پاتې کېدو امر کوي، دا د هغې د ځان ساتنې او خوندیتوب لپاره دی، ترڅو د وږیو سړو سترګو ته و نه دریږي او په ټولنه کې د فتنې او فساد لامل نه شي.
که څه هم اسلام د هغو ښځو په وتلو سره کومه ستونزه نه لري چې د شرعي حدودو مراعات کوي، مګر د دې لپاره دا کار غوره ګڼي چې هغه لارې، اسباب او پاروونکي لاملونه له منځه یوسي، تر څو له زنا څخه مخنیوی وشي.
د اسلام درناوی او د ښځې مقام
د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو څېړنه ښيي چې اسلام ښځو ته یو ځانګړی مقام او وقار ورکړی دی، چې دا مقام په بل هېڅ مذهب یا ډله کې نه شي موندلای. هغوی چې د ښځو د ازادۍ غږ پورته کوي، ولې ښځو ته ارزښت او وقار نه ورکوي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«ما اکرم النساء الا کریم، ولا اهانهن الا لئیم»؛ (یوازې نېک خلک د ښځو درناوی کوي، او له سپکو انسانانو پرته بل څوک د ښځو سپکاوی نه کوي.)
دا په داسې حال کې ده چې لوېدیځوالو په خپل هېواد کې د مېشتو ښځو پر حقایقو سترګې پټې کړي، او بیا د ښځو په وړاندې زموږ د دین پر مهربانۍ نیوکې کوي. هغوی مسلمانې ښځې د ازادۍ او خپلواکۍ په نوم د بې سترۍ او فحشا لوري ته رابلي او دا یې هېر کړي دي چې په نړۍ کې هیڅ داسې دین نشته چې د ښځو مقام او مرتبه د اسلام په شان لوړ کړی وي.
لوى څښتن تعالی فرمایي:
«ولهن مثل الذی علیهن بالمعروف»؛ (او د ښځو لپاره (حقوق او واجبات) دي چې خاوندان یې باید ادا کړي، لکه څنګه چې د دوی لپاره (حقونه او واجبات) دي چې مېرمنې یې باید په سمه توګه ادا کړي.)
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کسانو په اړه چې خپلو مېرمنو ته سزا ورکوي، فرمایلي دي:
«له سپکو خلکو پرته بل څوک د ښځو سپکاوی نه کوي.»
ادامه لري…
Previous Articleد امام ترمذي رحمه الله ژوندلیک (اتمه برخه)
Next Article د جهمیې فرقه (پنځلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اتلسمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک شپاړسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه) …

نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD12 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خُلق عظیم» مظهر پنځمه برخه د حضرت رسول الله (صلی…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD10 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه شپږ ويشتمه برخه 3. په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.