Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»جهمیه»د جهمیې فرقه (یوولسمه برخه)
جهمیه چهارشنبه _1 _جنوري _2025AH 1-1-2025AD

د جهمیې فرقه (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه

د جهمیې فرقه (یوولسمه برخه)

روڼوالی
د صفاتو مسئله د اعتقادي اصولو له مهمو، بنسټیزو او سترو مسایلو څخه ده. قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث له هغو آیتونو او احادیثو څخه ډک دي چې د الله تعالی د نومونو او صفاتو اثبات پکې شته. په دې برخه کې د جهمیه فرقه (ډله) په لوی انحراف کې واقع شوه، او په قطعي توګه یې د الله تعالی له نومونو او صفاتو څخه انکار وکړ. موږ د څېړنې په دې برخه کې هڅه کوو چې د دې مسئلې اختلافي مبحثونه په غور او دقت وڅېړو.
یوه بله موضوع چې د اهل سنت والجماعت او د جهمیې ډلې ترمنځ د اختلاف سبب ګرځېدلې، د الله تعالی توحید دی. مخکې له دې چې صفات ثابت کړو یا انکار یې وکړو، غوره ده چې د توحید معنا په لغت او اصطلاح کې وپېژنو، ترڅو د الله سبحانه وتعالی توحید او وحدانیت ثابت کړو.
توحید
توحید د ټولو پیغمبرانو لومړنۍ بلنه ده. دا د هغه پړاوونو لومړی ګام دی چې انسان د خوښۍ، نېکمرغۍ، بریالیتوب، سوکالۍ او نجات لوړو څوکو ته رسوي. توحید هغه موخه ده چې د حق لارې سالک (غوښتونکی) بالاخره ورته رسېږي. توحید لومړنی شی دی چې په هغه سره انسان اسلام ته داخلیږي، او همدارنګه وروستی شی دی چې انسان په هغه سره له دنیا څخه وځي. «د توحید یو اړین شرط د الله تعالی د نومونو او صفاتو په اړه فکر کول دي، لکه څنګه چې د الله تعالی مناسب دي.»
توحید په لغت کې پر الله تعالی ایمان راوړل، الله بې ساری او بې شریکه بلل دي. دا کلمه د “وحّد یوحّد توحیداً“ له مادې څخه مشتقه (اخیستل شوې) ده چې په الله تعالی باندې په یووالي او وحدانیت باندې د پیژندلو معنا ورکوي.
توحید د متکلمینو په اصطلاح کې عبارت دی له: «په دې پوهېدل چې الله تعالی واحد (یوازینی) دی، او له هغه پرته بل څوک د نفي یا اثبات په صفتونو کې، تر هغه حده چې الله تعالی مستحق دی، برخه نه لري او په هغه باندې اقرار کول.»
«توحید په لغت کې په یو شی باندې حکم کول دي چې هغه یو دی او په وحدانیت (یووالي) باندې یې پېژندل دي، او په اصطلاح کې توحید عبارت دی له: د الهي ذات تجرید (مجرد او پاک بلل) له هر هغه مفهومونو څخه چې په تصور کې راځي، او په خیالونو او ذهنونو کې انځور کېږي.»
د صفتونو د انکار سرچینه
په قرآن کريم کې داسې آيتونه شته چې د الله جل جلاله صفتونه لکه: قدرت، علم، اراده او هر هغه نوم چې د الله تعالی له صفتونو څخه پر یو صفت دلالت وکړي، بیانوي. صحابه کرامو او له هغوی څخه وروسته راغلو کسانو پرته له دې چې د دې صفتونو د څرنګوالي، حقیقت او کیفیت په اړه پوښتنه وکړي، په هغو صفتونو ایمان راوړ.
د دې خبرې دلیل دا دی چې له هیڅ ډول روایت، که هغه صحیح وي او که ضعیف، دا نه ده ثابته شوې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د هغه صفتونو په اړه پوښتنه کړې وي چې الله تعالی په خپل کتاب کې ځان پرې صفت کړی دی یا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه صفتونه بیان کړي دي. بلکې ټولو د صفاتو په معنی باندې پوهه درلوده او د هغه په اړه یې چوپتیا غوره کړې وه.
کله چې سلفو (مخکینيو مسلمانانو) د صفاتو په اړه خبرې ونه کړې او څه یې ونه ویل، نو دا ستونزه له کومه راپیدا شوه؟ لومړنی کس چې په اسلام کې یې د صفاتو په اړه خبرې وکړې، «جعد بن درهم» و. هغه له صفاتو څخه انکار وکړ او پر دې یې ټینګار کاوه چې قرآن مخلوق دی.
وروسته د جهمیه ډلې ظهور وشو. کله چې معتزله راڅرګنده شوه، د جهمیه ډلې له نظریاتو څخه یې یو مهم نظر، چې د صفاتو انکار و، واخیست.
ابن تیمیه رحمه الله د جهمیه ډلې په اړه لیکي:
«جهمیه هغه ډله ده چې د الله تعالی د صفاتو منکر شول؛ دوی وايي: [الله تعالی] نه په نړۍ کې دی، نه له هغې بهر؛ نه د یو شي پورته دی او نه لاندې.» هغه زیاتوي:
«ټول اهل بدعت لکه: خوارج، شیعه، قدریه، رافضه، مرجئه او نور [د خپل نظریاتو د څرګندولو لپاره] د نصوصو په تفسیر کې تحریف کوي. خو جهمیه هغه ډله ده چې د پیغمبرانو له لارښوونو څخه یې هیڅ سند نه درلود چې د دوی عقیدې سره همغږي ولري. له همدې امله، ابن مبارک او یوسف بن اسباط رحمهما الله د دوی په اړه ویلي دي: جهمیه د دوه اویاو فرقو څخه بهر دي.»
د جهمیې ډلې یوه له مهمو عقیدو څخه دا وه چې دوی باور درلود چې د الله تعالی توصیف کول په هغو صفتونو باندې چې بندګان پرې توصیف کېږي، ناسم دي؛ ځکه چې دا کار د بندګانو او الله تعالی تر منځ د ورته والي لامل ګرځي.
نو له دې امله، دوی الله تعالی په صفتونو لکه «حيّ» او «عالِم» باندې نه توصیف کاوه، خو داسې صفتونه لکه قدرت، فاعل والی او خالقیت یې د الله تعالی لپاره ثابت ګڼل؛ ځکه چې په دې صفتونو باندې هیڅ بنده توصیف نه کېږي.
لومړني جهمیه هغه کسان وو چې د «تعطیل» (د صفاتو انکار) بنسټ یې کېښود. دوی د الله تعالی له ټولو نومونو او صفتونو څخه انکار وکړ او وویل چې الله نه سمیع (اورېدونکی) دی، نه بصیر (لیدونکی)، او نه د اورېدو او لیدلو صفتونه لري. دوی الله تعالی له ټولو صفتونو څخه خالي ګڼل.
ادامه لري…
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (اووه دېرشمه برخه)
Next Article شیطان‌پرستي (دوه ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)

چهارشنبه _20 _اگست _2025AH 20-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (شپږمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.