لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځوسمه برخه)

د ښځو د حقونو د دفاع په نوم د اسلام د دښمنانو دسیسې
له بده مرغه، نن ورځ د ښځو لوړ ارزښتونه د پرمختګ په پلمه تر پښو لاندې کېږي. په ټولنه کې د ښځو پر عزت او درناوي سربېره، د هغوی سپکاوی کېږي. هغه کسان چې د روڼ اندۍ او پرمختګ ادعاوې کوي، داسې وایي:
“په اسلام کې ښځې په حجاب او پرده کې پټې شوي، د کور په څلورو دیوالونو کې بندي دي او د ټولنې د یوې برخې په توګه د علم او پوهې له کاروان څخه شاته پاتې دي.”
دغه راز، دوی نیوکه کوي چې که اسلام د نارینه او ښځې حقونه مساوي ګڼي، نو ولې په ځینو مواردو کې د نارینه په ګټه قضاوت کوي؟ ولې طلاق د نارینه په اختیار کې دی؟ ولې نارینه د ښځو ساتونکي او چارسمبالونکي ګرځول شوي دي؟
هغوی زیاتوي چې هر انسان ازاد دی، که نارینه وي که ښځه، سپین وي که تور، د هر هېواد یا مذهب تابع وي. دوی ادعا کوي چې د حجاب اغوستل د ښځو پر آزادۍ او انساني کرامت تېری دی.
دغه راز، د مهر په اړه هم اعتراضونه راپورته کوي، کوم چې اسلام د واده پر وخت پر میړه فرض کړی دی.
ولې نارینه د ښځو سرپرستان ټاکل شوي دي؟
په ښځه باندې د نارینه سرپرستي د یوې ځانګړې قاعدې او حکمت له مخې ده، چې د ټولنې حالت او اړتیاوې یې ایجابوي. دا اصل د کورنۍ او ټولنیز ژوند د ثبات او ارامتیا لپاره دی.
د نارینه طبیعت د سرپرستۍ او مشرتابه لپاره مناسب دی، ځکه چې نارینه په فزیکي او ذهني توګه د ښځې په پرتله ډېر پیاوړی دی. هغه کولی شي د ژوند سختۍ او کړاوونه وزغمي او درانه مسئولیتونه په غاړه واخلي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ»
(نارینه پر ښځو سرپرستي لري، ځکه چې الله تعالی ځینې تر ځینو نورو غوره کړي دي او همدارنګه ځکه چې دوی خپل مالونه مصرفوي.)
علامه ابن کثیر رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې وایي:
“نارینه د ښځو د انحراف په صورت کې کولی شي هغوی تأدیب کړي. نارینه په ډېرو برخو کې له ښځو غوره دي. خدای تعالی نارینه د نبوت لپاره ځانګړي کړي، او مناسبه ده چې هغوی د ښځو سرپرستي وکړي.” الله تعالی فرمایي:
«وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ»
(نارینه تر ښځو غوره دي.)
د اسلامي سرپرستۍ او مشرتابه فلسفه
مفتي محمد تقي عثماني دام ظله وایي:
“که انسان د نارینه او ښځې پیدایښت، طبیعت، قوت، وړتیا او واک ته وګوري او د عقل په مرسته فکر وکړي، دې پایلې ته به ورسیږي چې نارینه د امارت او کورنۍ د مشرۍ وړتیا لري. ځکه چې الله جل جلاله کوم قوت او وړتیا چې نارینه ته د لویو کارونو لپاره ورکړې، ښځو ته یې نه ده ورکړې.”
په اسلام کې مشرتوب او رهبري د خدمت کولو په معنی ده. هغه کلمه چې الله تعالی په قرآن کریم کې کارولې، «قوام» ده. په دې اړه د «امیر، حاکم او پاچا» کلمې نه دي کارول شوي.
«قوام» هغه شخص ته وایي چې د یوه کار مسئولیت په غاړه ولري. دا مسؤولیت د دې معنا لري چې هغه به د ژوند اصول وټاکي او پر هغو بنسټونو به عمل وکړي. قوام هېڅکله د نارینه باداري او د ښځې مینځیتوب یا نوکري نه ښيي، بلکې دواړه یو بل ته د مکلفیتونو له مخې تړلي دي.
د مشرتابه اسلامي معنا
په اسلام کې د مشرتابه مفهوم دا نه دی چې څوک د واک پر تخت کېني او واکمني وکړي، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«سید القوم خادمهم»
(د خلکو مشر د خلکو خدمتګار دی.)
د قرآن او حدیث له نظره، امیر هغه څوک دی چې د خلکو خدمت وکړي. د هغه لخوا صادر شوي حکمونه باید د خلکو د خیر، هوساینې او خدمت لپاره وي، او خلک دې د هغه اطاعت وکړي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version