لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (اووه دېرشمه برخه)

د اسلام د سیاسي نظام موخې
۱۱. پوهې او وړتیا ته لومړیتوب ورکول
اسلامي نظام په خپلو پروګرامونو کې یو ستر او لوړ هدف ټاکلی دی، ترڅو په دنیا او آخرت کې د انسان نېکمرغي تضمین کړي. دې هدف ته د رسېدو لپاره بشپړې پوهې، د لارې پېژندلو، د تګ څرنګوالي، او ښه مدیریت او مشرتابه ته اړتیا ده.
دولت د یوې ټولنیزې ادارې په توګه، چې د بشري چارو د سرپرستۍ او د ودې لپاره د زمینې او شرایطو برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري، بېلابېلې دندې لري. د خپل رول د ترسره کولو لپاره یې د واکونو لپاره ځینې معیارونه مشخص کړي دي.
په سالمه ټولنه او نظام کې یوازې هغه کسان کولی شي ټولنیز مسؤلیتونه او دندې په غاړه واخلي، چې د دې مسؤلیت د سم ترسره کولو وړتیا او توانایي ولري. قرآن کریم د حضرت شعیب علیه السلام د لور یوه جمله نقلوي چې له هغې څخه د هر مسؤلیت د سرته رسولو لپاره د وړتیا او استعداد اړتیا څرګندیږي:
«قالت احداهما یا ابت استئجره ان خیر من استئجرت القوي الامین»
(له دوی څخه یوې وویل: پلاره! هغه وګوماره؛ ځکه چې تر ټولو غوره کس چې تاسو یې استخدام کولی شئ هغه څوک دی چې وړ او امین وي.) [قصص: ۲۶]
لکه څنګه چې د طالوت په کیسه کې راغلي دي:
«وقال لهم نبیهم ان الله قد بعث لکم طالوت ملکا قالوا انی یکون له الملک علینا و نحن احق بالملک منه و لم یؤت سعة من المال قال ان الله اصطفاه علیکم و زاده بسطة فی العلم و الجسم» [البقره:۲۴۷]
الله تعالی طالوت واکمن کړ. هغه ته یې ډېره پوهه او وړتیا ورکړې وه. که څه هم هغه خلک هم په دې باور وو چې یو وړ کس باید په دوی باندې واکمن شي، مبارک آیت د وړتیا معیارونه اصلاح کړي او د حکومت د وړتیا د معیارونو په توګه یې “پوهه” او “د مشرۍ یا رهبرۍ ځواک” معرفي کړي دي.
له همدې امله په دولتي پوستونو کې وړتیا او اهلیت ته درناوی یو منطقي اصل دی. هر دولت چې د خپل ملت د هوساینې او پرمختګ په لټه کې وي، له دې قاعدې څخه پیروي کوي.
۱۲. د خدمت اصالت
په اسلام کې واک او حکومت وروستۍ موخې نه دي، بلکې د هغو لوړو او سترو الهي او انساني موخو د لاسته راوړلو وسیلې دي، چې مخکې یادې شوې.
د خدای جل جلاله د پیغمبرانو او اولیاوو په اند، حکومت یوازې هغه مهال ارزښتناک دی چې د انسانانو د اصلاح او خدمت رسولو لامل وي. خودغرضي او زورواکي هیڅکله له دغو ارزښتونو سره همغږي نه لري.
په اسلام کې وروستۍ موخه: خلکو ته خدمت او د عدالت پلي کول
۱۳. عمومیت او ټولشمولیت
د اسلام سیاسي نظام په یو ټاکلي وخت او ځانګړې سیمې پورې تړلی او محدود نه دی، لکه یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفای راشدینو زمانه، یا ځانګړې سیمه لکه عربستان. د اسلام سیاسي نظام د ټول بشریت لپاره یو ژوند بخښونکی مکتب دی. دا مکتب، له رامنځته کېدو راهیسې، د بشریت د ژوند تاریخ تر پایه پورې، ټولې سیمې او د هر رنګ، قوم، ژبې او نژاد خلک په خپله غېږ کې نیسي.
کله چې د دعوت د اصل په اړه خبرې کېږي، قرآني خطابونه د «ناس» (خلکو) په نوم راځي:
«قل یا ایها الناس انما انا لکم نذیر مبین»
(ووایه: اې خلکو! زه ستاسو لپاره څرګند خبرداری ورکوونکی یم.)
دا خطاب په یقین سره د حجاز له محدود ځای څخه تېرېږي او ټولو ځایونو ته رسېږي، هر هغه ځای چې انسان پکې شتون لري. دا خطاب په ځانګړي وخت پورې هم محدود نه دی. ټول وختونه، تر ابده پورې، پکې شامل دي. څرنګه چې خدای تعالی په قرآن کریم کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دندې عمومیت، جامعیت او پراخوالي ته اشاره کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې فرمایي:
«قل یا ایها الناس انی رسول الله الیکم جمیعا»
(ووایه: اې خلکو! زه د ټولو لپاره د الله استازی یم.) [اعراف: ۱۵۸]
د خدای جل جلاله د حکمونو د اطاعت او پلي کولو، او د هغه د دین لوري ته د خلکو د دعوت سربېره، موږ د نړۍ په هر ګوټ کې د اسلام د معرفي کولو مسؤلیت لرو. اسلامي نظام له سیاسي پلوه د خدای جل جلاله د لوړو ارزښتونو عادلانه حاکمیت پر ټول بشریت غځوي. دا نظام غواړي چې مظلومان د ظالمانو له منګولو خلاص کړي.
دغه راز، قرآن کریم د توحیدي دینونو په مشترکاتو ټینګار کړی او فرمایلي یې دي:
«قل یا اهل الکتاب تعالوا الی کلمة سواء بیننا و بینکم الا نعبد الا الله و لا نشرک به شیئا و لا یتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله…»
(ووایه: اې اهل کتابو! راځئ په هغه څه کې چې زموږ او ستاسو تر منځ یو شان دي، همغږي شو؛ دا چې موږ یوازې د الله عبادت کوو، هغه ته شریک نه نیسو، او یو بل د الله پرته د رب په توګه نه منو.) [آل عمران: ۶۴]
یعنې په حقیقت کې مشترکات دومره زیات دي چې اهل کتاب او مسلمانان کولای شي د یوه عادل سیاسي نظام لاندې خپل توحیدي اهداف تعقیب کړي.
په ټوله کې، عمومیت او ټولشمولیت د یو اصل په توګه، د اسلام سیاسي نظام د جغرافیایي، نژادي، ژبني، او حتی د ځانګړو عقایدو له چوکاټه بهر باسي. اسلام داسې دین دی چې د توپیرونو او اختلافاتو په زغملو سره، د انسانیت د رهبرۍ او تنظیم کولو وړتیا لري.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version