لیکوال: م. فراهي توجګي
اسلام او ډیموکراسي (شپږ دېرشمه برخه)
د اسلام سیاسي نظام موخې
د اسلام سیاسي نظام موخو ته په دوام، چې ځینې یې په تېر بحث کې بیان شوې، اوس به د ځینو نورو موخو په اړه خبرې وکړو:
۷. د مسلمانانو هوساینه او د هغوی د عمومي اړتیاوو پوره کول
د ریښتینې نېکمرغۍ او سوکالۍ ترلاسه کولو لپاره، د خلکو د عمومي هوساینې تأمین او مادي اړتیاوو ته ځواب ویل، چې د نورو ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو وسیله هم ده، د اسلام او دیني نظام د تلپاتې پاملرنې وړ ده.
دې موضوع ته پاملرنه د اسلام د اقتصادي احکامو او هغو لارښوونو له لارې درک کولای شو چې د شتمنیو او اسانتیاوو د عادلانه ویش او د خلکو د کړاوونو د له منځه وړلو لپاره وضع شوي دي. د زکات، صدقات، ډالۍ، قرض الحسنه او انفاق احکام د اسلامي قوانینو ښکاره بېلګې دي.
اسلامي دولت باید خپلې واکمنۍ لاندې سیمه په یوه نمونه سیمه بدله کړي او د یو رښتیني او صالح تمدن بنسټ کښېږدي، ترڅو د هر اړخیزې سوکالۍ او عمومي هوساینې زمینه برابره کړي او خلک له روحي او جسمي روغتیا برخمن شي. د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لکه کار، کور، روغتیایي خدماتو برابرول، د ځوانانو لپاره د زده کړو او ودونو اسانتیاوې برابرول او د ټولنې اقتصادي وده، د اسلامي دولت له مهمو دندو څخه دي.
۸. ټولیزه ښوونه او روزنه او کلتوري پراختیا
لکه څنګه چې په تېرو بحثونو کې وویل شول، د اسلامي حکومت یو اساسي هدف د ټولنې د پرمختګ تضمین دی. د دې هدف د تحقق لپاره ښوونه او روزنه یوه اساسي وسیله ده. دا روزنه په دوو برخو کې ترسره کېږي:
-
د رسنیو له لارې؛
-
د تعلیمي او تحصیلي دورو او پروګرامونو جوړول او تطبیق.
کله چې رسول الله ﷺ یمن ته معاذ بن جبل رضي الله عنه ولېږه، داسې یې ورته وفرمایل:
“ای معاذه! د دې سیمې خلکو ته د خدای جل جلاله کتاب ور زده کړه؛ هغوی ته په ښو اخلاقو روزنه ورکړه؛ د اسلام لوی او واړه مسایل ورته روښانه کړه؛ خلکو ته د آخرت یادونه وکړه او د اسلام تعلیمات خپاره کړه.”
له همدې امله، رسول الله ﷺ د اسلامي حکومت پر دې مکلفیت ټینګار کوي چې خلکو ته د اسلام احکام او لارښوونې ورزده کړي. همدارنګه اسلامي واکمن پر دې مکلف کوي چې یو ښوونیز سیسټم جوړ کړي ترڅو د هېواد په ټولو سیمو کې خلک د زده کړې حق ولري.
۹. آزادي
آزادي باید د حکومت جوړولو په برخه کې د اسلام د بنسټیزو اهدافو په توګه یاده شي. د اسلامي حکومت قایمول د طاغوتانو او ظالمو حاکمانو له زنځیرونو څخه د خلکو د ژغورنې تضمین کوي.
الف. د اختناق مفهوم
اختناق په لغت کې د ساه بندۍ او ځندي کېدو معنا لري. په اصطلاح کې، په سیاسي علومو کې هغه حالت ته ویل کېږي چې په هغه کې خلک د نظر څرګندولو او خپلواکو پرېکړو کولو توان نه لري او د واکمنانو اطاعت ته اړ وي.
ب. د اختناق ډولونه
اختناق په دوه ډوله څرګندېږي:
-
په هغو ټولنو کې چې د مطلق العنان او استبدادي نظامونو تر حاکمیت لاندې وي. په دې ډول ټولنو کې خلک د امنیتي او استخباراتي ځواکونو د پراخې کارونې له امله له خپلو اساسي او طبیعي حقونو بې برخې وي. د دې ډول ټولنو خلک د خپلو حقونو لپاره د هر ډول مخالفت په صورت کې له سختو غبرګونونو سره مخ کېږي.
-
په دې ډول ټولنو کې انسانان له غلامانو پرته بل څه نه دي چې د خپل برخلیک واک نه لري.