لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان‌پرستي (یوویشتمه برخه)

۳. د شیطان‌پرستانو معبد، کلیسا، او خانقاه
د شیطان‌پرستۍ فرقه د خپل ژوند او فعالیتونو په اوږدو کې د شیطان‌پرستۍ د عقیدې او مراسمو د ودې او خپرېدو لپاره خانقاهونه، کلیساګانې، او معبدونه جوړ کړي دي. له هغو څخه د لاندې ځایونو یادونه کولی شو:
الف) د “تلما” معبد
په ۱۹۲۰ کال کې، آلیستر کرولي د ایټالیا په چوفالو سیسیل ټاپو کې د “تلما معبد” په نوم یو معبد جوړ کړ او ډېری پیروان یې د هغه شاوخوا راټول کړل.
ب) د شیطان کلیسا
د شنبې په ورځ، د ۱۹۶۶ کال د اپرېل ۳۰مه نېټه، آنتوان لاوي د شیطان کلیسا پرانیستل اعلان کړل. په همدې ورځ، لاوي ځان د “شیطان کلیسا اعظم اسقف” ونوماوه او اعلان یې وکړ چې نوی عصر پیل شوی دی. هغه خپل کور په سان فرانسسکو کې د شیطان کلیسا په توګه جوړ کړ او د خپل کور بهر یې تور رنګ کړ. دې کار د دې لامل شو چې شیطان‌پرستان دا کور د “تور کور” په نامه یاد کړي.
د تور کور هره کوټه د ځانګړي رنګ او بېلابېلو بڼو سره ډیزاین شوې ده. برسېره پردې، په دې کور کې د یوه آفریقایي زمري ساتل د دې ځای پر غیرمعمولي‌توب زیاتوالی راوستی دی.
په ۱۹۶۷ کال کې، لاوي د شیطان په کلیسا کې د خپلې څلور کلنې لور “زینا” لپاره یو شیطاني “غسل تعمید” ترسره کړ. د همدې کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه، هغه د «جان ریمونډ» (یو امریکایي خبریال) او د هغه د مېرمنې د واده مراسم د شیطان په کلیسا کې ترسره کړل. په دې مراسمو کې مشهورو مېلمنو لکه «جو روزنتال» (مشهور امریکایي عکاس) ګډون کړی و. څه موده وروسته، د شیطان کلیسا د یوه غړي «ادوارد اولسن» د جنازې مراسم هم د شیطان د کلیسا په بڼه ترسره شول.
په شیطان کلیسا کې، د لذت پالنې فلسفه د تور جادو د عملونو سره ګډه شوې ده. دا کلیسا، شیطان د اطاعت او پرهېزګارې ټولنې د مخالفت او سرغړونې سمبول په توګه ترویج کوي. په خپلو مراسمو کې، په پراخه کچه خپل ځانګړي معنوي رسمونه او سمبولونه کاروي.
په دې کلیسا کې د جادوګرۍ درې ډوله مراسم ترسره کېږي:
  • د جسماني سرمستۍ د ترلاسه کولو لپاره جنسي مراسم؛
  • د نورو سره د مینې او محبت احساساتو رامینځته کولو لپاره د زړونو نرمولو مراسم؛
  • د غوسې او نفرت څخه د خلاصون لپاره ویجاړونکي مراسم.
ج) د “سِت معبد
“ست معبد” د “مایکل آکینو” لخوا تاسیس شو. آکینو د امریکا د متحده ایالاتو د اردو د استخباراتو یو افسر و، چې د شیطان د کلیسا د تاسیس په لومړیو کلونو کې د “ستیانیزم” فرقې سره یوځای شو. هغه په لنډ وخت کې د شیطان کلیسا بېلابېلې درجې ترلاسه کړې او د پنځو کلونو لپاره د شیطان کلیسا د نهه کسیزې شورا غړی پاتې شو.
د ۱۹۷۱ او ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ، آکینو د “کلوین هوف” (Cloven Hoof) مجلې، چې د شیطان د کلیسا لومړنۍ رسمي مجله وه، د سمون مسئولیت په غاړه درلود. په ۱۹۷۵ کال کې، د شیطان کلیسا د مسئولینو سره د مخالفت له امله (په ځانګړي ډول د آنتوان لاوي سره د رتبو پلورلو او غړیتوب فیس اخیستلو په اړه د آکینو تعبیر) د شیطان کلیسا پرېښوده.
د آکینو د استعفا سره، د شیطان کلیسا یو شمېر نورو غړو، چې بېلابېلې درجې او رتبې یې لرلې، د کلیسا غړیتوب پرېښود او له آکینو سره یوځای شول. په همدې کال کې، آکینو د “ستیانیزم فرقه” تاسیس کړه او د همدې موخې لپاره یې په سان فرانسسکو کې د “ست معبد” په نوم یو مرکز جوړ کړ.
د دې فرقې سره د یوځای کېدو لپاره، خلک غړیتوب فیس نه ورکوي؛ خو هغوی کولی شي خپل په خوښه د معبد سره د مرستې لپاره پیسې ورکړي.
د ست معبد ځانګړنې:
ست معبد یو پټ او ویرونکی سازمان دی چې ځان د نړیوالې شیطان‌پرستۍ مشر ګڼي. دا معبد هڅه کوي نړۍ د شیطان د واکمنۍ د رامنځته کولو لپاره چمتو کړي.
دوی خپلې موخې ته د رسېدو لپاره لاندې لارې کاروي:
  1. د شیطاني مراسمو ترسره کول؛
  2. د سینما او موسیقۍ له لارې د شیطانیت ترویج؛
  3. د پخوانیو تمدنونو، افسانو، او شیطان‌پوهنې په اړه څېړنې؛
  4. د څېړونکو هڅونه، چې په دې برخه کې درجې او جایزې ورکوي؛
دوی په تدریجي ډول هڅه کوي د شیطان نړیوال حرکت لپاره خپل ځواکونه تنظیم کړي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version