لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (نهه څلوېښتمه برخه)

د اسلام د دښمنانو دسیسې
اسلام مبارک دین د ښځې عزت او کرامت ساتلی دی او هغې ته یې رښتیني حقوق او لوړ مقام ورکړی دی. کله چې د اسلام دښمنانو په اسلام کې د ښځې لوړ مقام ولید، هغه عزت او درناوی یې درک کړل چې اسلام ښځو ته ورکړی دی. مستشرقینو (ختیځ پوهانو) او د هغوی شاګردانو، چې له شرعي علومو څخه بې برخې وو، لاس په کار شول او په دې برخه کې یې په اسلام ډول ډول تورونه او بې بنسټه ادعاوې وکړې.
دوی ادعا وکړه چې:
  • اسلام له ښځو سره ظلم کړی دی.
  • قرآن ښځو ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.
  • اسلام د نر او ښځې حقوق په مساوي توګه نه دي وېشلي.
  • اسلام په ځینو مواردو کې، لکه د شهادت منل او د میراث وېش، ښځه د نارینه نیمایي ګڼلې.
  • اسلام یو سړي ته په یوه وخت کې له څلورو ښځو سره د واده کولو اجازه ورکړې ده، مګر ښځې ته یې هیڅکله اجازه نه ده ورکړې چې په یوه وخت کې له یو څخه زیات نارینه سره واده وکړي.
دا د مستشرقینو د ادعاوو او شبهاتو بېلګې دي.
«قاسم امین» لومړنی کس و چې د دې دعوت بیرغ یې پورته کړ او د دې سترې فتنې د خپرولو مسوولیت یې په غاړه واخیست. هغه مصری ځوان، چې د لوېدیځوالو لخوا د خپلې فوق‌العاده ځیرکتیا، پوهې او علمي وړتیا له امله غوره شو، د لوړو زده‌کړو د دوام او لوړو علمي درجو او اسنادو د ترلاسه کولو لپاره فرانسې ته واستول شو، تر څو له هغه ځایه د اسلامي ټولنې د تباهۍ د یو مهم ابزار او د یو وفادار غلام او اجینټ په توګه خپل هیواد ته بېرته راستون شي.
نوموړي کله چې له فرانسې څخه راستون شو، خپل لومړنی کتاب د «تحریر المرءة» تر عنوان لاندې خپور کړ او له هغه وروسته یې دویم کتاب د «المراة الجدید» تر عنوان لاندې خپور کړ او مصري ټولنې ته یې ډالۍ کړ. له هغه وروسته مصري ټولنه ورو ورو د قاسم امین له افکارو اغېزمنه شوه، او د هغه افکارو او نظریاتو د خلکو په منځ کې مینه وال او پلویان پيدا کړل.
لومړنۍ ښځه چې د قاسم امین بلنې ته یې مثبت ځواب ورکړ، د «هدی شعراوي» په نوم وه. هغې ټول اسلامي ارزښتونه او عربي دودونه پرېښودل او د مسلمانو ښځو کرامت او پت یې تر پښو لاندې کړ.
هغې به له محرم پرته یوازې سفر کاوه، له پردیو سړیو سره به یې ملتیا کوله او له حجاب پرته به یې په داسې غونډو او سیمینارونو کې ګډون کاوه چې ښځې او نارینه په کې ګډ وو.
مګر دا باید په یاد ولرو چې که څه هم د باطل مدعیان چغې ووهي، دروغجن دروغ ووایي، او تور لګوونکي ملنډې ووهي، په اسلام کې ښځه هېڅکله مظلومه او محرومه نه ده واقع شوې چې څوک یې مرستې ته راودانګي. هېڅ کومه هېره شوې دوسیه یا قضیه نشته چې نن له هغې څخه دفاع وشي.
په اسلام کې له ښځو سره د جاهلیت د دورې او معاصرې زمانې د ظلم، سپکاوي او استثمار کومه بېلګه شتون نه لري.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version