لیکوال: ابو عایشه
کمونیزم او نه هېرېدونکي پېښې
د کمونیزم د کلمې پېژندنه
کمونیزم یوه ایډیالوژي او مفکوره ده چې په سیاسي او اقتصادي فلسفه او فکر کې ریښه لري. کمونیزم هغه فلسفې، سیاسي او اقتصادي نظریه ده چې د سرمایه دارۍ او لیبرال ډیموکراسۍ سره په مخالفت کې راڅرګنده شوه.
کمونیزم د لاتیني کلمې «Communis» څخه اخیستل شوې چې ژباړه یې مشترک ده. کمونیزم یو سیاسي – علمي او اقتصادي حرکت دی چې د ۱۹ پیړۍ څخه راڅرګند شو چې ډیری یې د کارل مارکس د نظریاتو او د کمونیست مانیفیست (منشور) پر بنسټ ولاړ دی.
که موږ د کمونیزم د مکتب تاریخ وڅیړو، و به وینو چې دا مکتب په نړۍ کې یو له پخوانیو سیاسي مکتبونو څخه دی: «کمونیزم په نړۍ کې یو له پخوانیو سیاسي مکتبونو څخه دی. په ۱۸۴۸ کال کې «کارل مارکس» او «فرېډریک انګلز» د کمونیستي مانیفیست په خپرولو سره د نړۍ د کمونیزم په خوځښت کې یو نوی حرکت رامنځته کړ.»
په شلمه پېړۍ کې یوه هغه پدیده چې د هېوادونو پر داخلي وضعیت او نړیوالو اړیکو یې ډېره اغېزه وکړه، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د کمونیستي نظامونو واکمني وه. په ۱۹۱۷ کال په روسیه کې د نړۍ لومړی کمونیستي نظام رامنځته شو. د نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې د ډېرو اروپايي هېوادونو خلک د روسیې له خوا کمونیستانو ته اړ شول. د نړيوال نظام له قطبي کېدو وروسته د نړۍ پر نيمايي اروپايي هېوادونو د کمونیستانو واکمني وه. خو اوس دغه هېوادونه ډېر محدود او لږ دي.
د اکتوبر انقلاب او سیاست ته ننوتل
د اکتوبر ۱۹۱۷ انقلاب په روسیه کې د ولادیمیر لنین په مشرۍ د سوسیالیستي حکومت د پلي کولو لپاره د پیل ټکی و، چې ځان یې کمونیستي حکومت ګڼل. دا حکومت د ولادیمیر لنین په مشرۍ د خلکو د ژغورلو او طبقاتي توپیرونو د له منځه وړلو لپاره جوړ شو. همدغه دوره وه، چې لنین او د هغه ملاتړي چې په بلشویکانو په نوم باندې پیژندل کېدل واک ترلاسه کړ.
په سیاسي ډګر کې د کمونیستانو د شتون د پیل ټکی د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر انقلاب و. د کمونیستانو تر واکمنۍ وروسته کلونو کې، شوروي اتحاد ډېر بدلونونه او تغییرات تجربه کړل. په شوروي اتحاد کې د لنین او ستالین د واکمنۍ دوره د یوې نوې دیکتاتورۍ د راڅرګندېدو خبرداری و؛ خو په عین حال کې ستالین په دیکتاتورۍ، استبداد او زور زیاتي هم مشهور دی. د ده په دوره کې ډېر جنايتونه ترسره شول چې بېلګې يې په تاريخ کې ډېرې کمې ليدل کېږي.
د کمونیستانو جنایتونه
که څه هم د کمونیست ګوند مشران په لومړي سر کې د دې ګوند د جوړېدو موخه د خلکو له حقونو څخه دفاع بلله. خو د وخت په تېرېدو او سياسي او دولتي ډګرونو ته په رسېدو سره يې د خلکو لپاره ميدان تنګ کړ او خلک يې تر فشار لاندې راوستل او خپله ايډيالوژي يې په زوره په خلکو مسلط کړه. د کمونیستانو جنایتونه په تاریخ کې ډېر څرګند دي، هغه جرمونه لکه ځپل، جسدي تصفیه، جبري جلاوطني، غلامي او لوږه، دوی حتی په خپلو پلویانو او ملاتړو هم رحم ونه کړ.
«که تاسو فکر کوئ چې اډولف هټلر د انسان په تاریخ کې ډیری خلک وژلي، تاسو په اشتباه کې یاست. مائو او ستالین د نازي دیکتاتورۍ څخه بهر لاړل او په لسګونو ملیونه خلک یې ووژل. اټکل کیږي چې مائو ۷۰ میلیونه خلک، ستالین ۴۰ میلیونه خلک؛ د کمبوډیا پول پوټ – د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې یوازې په څلورو کلونو کې، د ۸ میلیونو هیوادونو څخه له ۲ څخه تر ۳ ملیون پورې خلک ووژل شول. کله چې کمونیزم ختیځ افریقا ته راغی، په ځانګړې توګه په ایتوپیا کې، د وحشیانه دیکتاتور مینګیتسو د واکمنۍ پرمهال 1.5 ملیونه خلک ووژل شول.
البته باید پوه شو چې د دغه دیکتاتورانو او سردمدارانو ډېری جنایتونه د خلکو له سترګو څخه پټ نه دي. کمونیستي نظامونه، د خپل واک د تثبیت لپاره، د فردي او لږ وژلو څخه ټولیز جنایتونو باندې یې لاس پورې کړ. تاریخ له هغه پېښو څخه ډک دی چې کمونیستانو په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړل. دا پېښې، ظالمانه وژنې او جنایتونه د واک غوښتنې او خپرونې لپاره وه، او هیڅکله به د تاریخ له حافظې څخه پاکې نه شي، او د یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کیږي.
لنډه دا چې دا غوندې ډېری حزبونه، په پیل کې په نرمۍ، مهربانۍ او د خلکو او اقلیتونو د دفاع او مرستې په ادعا سره توانېدلي دي چې واک ورسیږي؛ خو وروسته له دې چې واک غوښتنې او جاه طلبۍ خوند یې څکلی دی، هیچا باندې یې رحم نه دی کړی.
سرچینې
-
صالحی، اکرم- توحیدفام، محمد، بازاندیشی تئوریک و عملی کمونیسم در فروپاشی شوروی، دانشنامۀ حقوق و سیاست، 1393 هـ
-
بیات، نفیسه میرگلوی، کمونیسم از ظهور تا سقوط
-
اپک تایمز فارسی، تاریخ 1397 هـ. ش، عنوان مقاله: کمونیسم 100 میلیون نفر را در قرن بیستم کشته است…