لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
راځئ چې کمونیزم وپېژنو (دویمه او وروستۍبرخه)
۲- د کمونیزم پيدایښت او وده
لکه څنګه چې یادونه وشوه، د کمونیزم مفکوره خورا اوږد تاریخ لري چې د کارل مارکس او فریدریش انګلس وختونو مخکې پورې اړه لري. په لرغوني یونان کې، د کمونیزم مفکوره د انساني ژوند د “طلایی دور” د افسانې سره تړلې وه، چې په هغه عصر کې، خلک په بشپړ همغږۍ او سکون ژوند کوی، او د شخصي ملکیت مفهوم شتون نه درلود. ځینې استدلال کوي چې د افلاطون د «جمهوریت» کتاب او د پخوانیو یوناني اندپوهانو ځینې عقیدې د کمونیزم په ملاتړ کې دي. همدارنګه، د عیسویت لومړنيو خلکو، په ځانګړې توګه د پخواني روم کاتولیک کلیسا، لکه څنګه چې د حواریونو د کړنو او تر کلمبیا ترمخه د امریکا د اصلي قومونو په اړه لیکل شوي، کمونیستي عقاید یې د ګډ ژوند او ګډ مالکیت په بڼه تجربه کوي.
خو په عملي لحاظ کارل مارکس لومړنی فیلسوف و چې د نړیوال کمونیزم نظریه یې جوړه کړه او د کمونیزم مشهور مانیفست(اصول) یې د انګلس په همکارۍ خپور کړ او له همدې امله د دې مکتب پیروان مارکسستان بلل کیږي. (پروین، بی تا: ۲۶) کمونیزم په دې مفهوم سره خپل اصلي ځای په بې وزلو او وروسته پاتې ټولنو کې پیدا کوی، او بیا یې د نړۍ نورو برخو ته د خپریدو هڅه درلوده. همدارنګه، په تاریخي لحاظ، کمونیزم په غیر دموکراتیکو او غیر صنعتي ټولنو کې خپل ځای وموند. (صلاحی، ۱۳۹۰: ۹۸) همدا لامل دی چې ځینې خلک کمونیزم، اسیایی فکر بولي؛ که څه هم نن سبا دا باور چې کمونیزم په اسیا کې محدود دی، له حقیقته لرې دی.
خو په سیاسي ډګر کې د کمونیستانو ځواک او شتون په روسیه کې د ولادیمیر لینن په مشرۍ د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر انقلاب و. د کمونیستانو تر واکمنۍ وروسته کلونو کې شوروي اتحاد ډېر بدلونونه تجربه کړل. په حقیقت کې، په شوروي کې د لینن او استالین واکمنۍ لږ یا لږ د یوې نوې دیکتاتورۍ د راڅرګندیدو خبر ورکوی. د استالین د مړینې په وخت کې شوروي اتحاد یو صنعتي هیواد او د یوې نوې امپراتورۍ مرکز و.
د ۱۹۴۰ لسیزې دمخه، کمونیزم ډیر مشهور نه و او په نړۍ کې یوازې دوه کمونیستي هیوادونه وه: شوروی او مغولستان. خو د وخت په تېرېدو او له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته کمونیستي ایډیالوژي خپره شوه او پر ډېرو هېوادونو یې تصرف کړل. د ۱۹۴۰ لسیزې تر پایه پورې، د ختیځې آسیا او ختیځې اروپا ډیری برخه د کمونیستي واکمنۍ لاندې وه. د دغو حکومتونو زیاتره برخه چې په هغو کې البانیا، چین، ختیځ آلمان، شمالي کوریا، پولنډ)لهستان)، رومانیا، ویتنام او یو شمېر نور هیوادونه شوروي اتحاد ته ډیر نږدې وو، او د شوروي اتحاد له عمومي سیاستونو څخه، لکه د صنعت ملي کول، وړیا زده کړه او درملنه، د کرنې ټولیزه کول، او البته د مخالفینو او مخالف حزبونو له منځه وړلو څخه تابعیت کوي. په ۱۹۸۰ لسیزه کې، کله چې ګورباچف د شوروي اتحاد مشري په غاړه واخیسته، د شوروي اتحاد تر ټولو مهمه ستونزه د اقتصادي ودې کمېدل وه. ګورباچف هڅه وکړه چې د هیواد سیاسي فضا نوره هم خلاصه کړي او په دې توګه وکولای شي اقتصادي ستونزې له منځه یوسي. خو ډېر ژر د نیوکو څپې د واکمن نظام ټول سیاستونه په نښه کړل او هغه یې له کنټروله ویستل. او په پای کې کله چې مجارستان او لهستان چې د ختیځې اروپا دوه کمونیستي هیوادونو پریکړه وکړه چې یوحزبي دریځ پریږدي او نورو ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړي، دواړو یو په بل پسې سقوط وکړ.
ډېر ژر د شرقي زبرځواک، شوروي اتحاد د ړنګېدو موده راورسېده او د ۱۹۹۱ کال په ډسمبر کې دغه نظام له خپل ټول شأن او شوکت سره ړنګ شو. له دې وروسته واک، د افغانستان د کمونیستانو له لاسونو څخه چې ډېر جنایتونه یې هم کړي وو ووت، او د کمبودیا او مغولستان کمونیستانو هم سقوط وکړ. نور کمونیستي نظامونه لکه چین، چې لا تر اوسه په واک کې وو، هم له بحرانونو او پراخو لاریونونو سره مخ شول. اوس مهال په روسیه کې کمونیست ګوندونه شتون لري، خو د کمونیستي حکومت د جوړېدو امکان تقریبا صفر دی. په چين کې لا هم يو شمېر لوی صنعتونه دولتي ملکیت دی، خو د حکومت اقتصادي تګلارې په ښکاره توګه د غير متمرکز اقتصاد پر لور چې د خصوصي مالکيت پر بنسټ دی حرکت کړی دی. که څه هم د چين حکومت په اقتصادي لحاظ تر ډېره سرمایه دارۍ نظام ته ورته عمل کړی، خو د چين کمونیست ګوند لږ مخالفت هم نه دی ښودلی او د اعتراض کوونکو او نيوکه کوونکو د ځپلو لړۍ دوام لري. یوازینی هیواد چې اوس د شوروي په طرز حکومت کوي شمالي کوریا ده؛ هغه هیواد چې د نړیوالې ټولنې له خوا رد شوی دی، او د خپلو مخالفینو د ځپلو او شکنجه کولو لپاره اجباري کمپونه لري، او هلته د ډیموکراټیکو آزادیو خبر نشته.
دا ټولې لوړې او ژورې دا حقیقت څرګندوي چې کمونیستان پدې باور دي چې کمونیزم د ټولنیز نابرابرۍ او د هر ډول ظلم، استثمار او د جګړې له خوبونو څخه څخه د ټولو خلکو د خلاصون تاریخي ماموریت ترسره کوي، او پر ځمکه باندې د ټولو قومونو لپاره سوله، کار، آزادي، مساوات، ورورولي او نېکمرغې راوړي. په دې ټولنه کې به د انسان لپاره هر غوندې خیر او خوښۍ شعار په پوره توګه انځور کیږي. خو داسې برېښي، چې په عمل کې دا له دروغجن شعار پرته بل څه نه دي او د بشري ټولنې رښتيني ايډيالونه یې نه دي پوره کړي.
۳- د کمونیزم پړاوونه
د مارکس په وینا، د کمونیزم په لومړۍ مرحله کې به د مساوات او عدالت رامنځته کول ممکن وي. په دې مرحله کې به بیا هم د شتمنیو غیر عادلانه توپیر شتون ولري، مګر “د انسان لخوا د انسان استثمار” شتون ونه لري. د لږکیو (اقلیت) ډلو لپاره به دا ممکنه نه وي چې د تولید وسیلو کنټرول په لاس کې واخلي، لکه څنګه چې مخکې په سرمایه دارۍ کې لیدل کیده. استثمار به ممکن نه وي ځکه چې په دې مرحله کې د تولید وسایل به شخصي ملکیت نه ګڼل کیږي.
د مارکس په وینا، کمونیزم د کمال مرحله ده. په دې مرحله کې هیڅ بې عدالتي یا نابرابري شتون نلري. مارکس دغه پړاو د کمونیستي ټولنې تر ټولو لوړه تولنه وباله. په دې پړاو کې، د هغه څه برعکس چې په سوسیالیزم کې لیدل کیږي، محصولات به د کار یا وړتیا پر بنسټ نه وي، بلکې د هر شخص د اړتیاو پر بنسټ ورته ورکوله کیږي. که څه هم په سوسیالیزم کې حکومت ته اړتیا ده، خو په کمونیزم کې به حکومت ته اړتیا نه وي؛ ځکه چې د حکومت شتون د ازادۍ نشتوالی په معنا دی. د دې سره سره، په سوسیالیزم کې دولت ته د ځپولو لپاره اړتیا شته، همدارنګه د بورژوازي د سقوط او ټولې ټولنې ته د تولید د وسیلو د سپارلو لپاره ضرورت شته.
په بل عبارت، کمونیزم یو ټولنیز-اقتصادي فورماسیون (جوړښت) دی، چې د سرمایه دارۍ (کاپیټالیزم) د فورماسیون وروسته هغه ته رسیږي، او دا دوه پړاوونه لري. د کمونیستانو په اند، په لومړي پړاو کې، یعنې د سوسیالیستي په پړاو کې، د انسان لخوا د انسان استثمار له منځه ځي. د تولید پر وسایلو مالکیت رامینځته کیږي، د ټولنې ټول اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حیات له سر تر نوکه بدلیږي، وده کوي او په چټکۍ سره وده کوي، ملي ستونزه حل کیږي، د انسان شخصیت د هر اړخیز پرمختګ امکان مومي، او پراخه ډیموکراسي د ټولنې د ټولنیز ژوند بنسټ ګرځي، او دغه اصل ترسره کیږي چې: “له هرچا څخه د هغه د وړتیا له مخې، هر چا ته د هغه د کار له مخې”.
سوسیالیزم د نړۍ ملتونه د ازادۍ او خوښۍ منزل ته رسوي او د یوه نسل د ژوند په بهیر کې یو وروسته پاتی هیواد په صنعتي او سوکاله هیواد بدلوي. سوسیالیزم کارګرانو ته کار او ویاړ، بزګرانو ته ځمکه او ټیکنالوژي، روڼ اندو ته د خلاق کار پراخه افق، د شخصیت او استعداد وده او ټولو زحمتکښو ته مادي او معنوي هوساینې، معاصر علم او کلتور، او عامه روغتیا راوړي. خو دا سوسیالیزم، کمونیزم ته د رسیدو لپاره لومړنی ګام دی. د سوسیالیزم تدریجي بدلون، کمونیزم ته، یو عیني قانون دی، چې د هغه تدارک د سوسیالیستي ټولنې په پخواني تکامل بهیر، د هغه په زړه او د هغې پر بنسټ ترسره کیږي.