Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نولسمه برخه)
اسلام سه شنبه _24 _دسمبر _2024AH 24-12-2024AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نولسمه برخه)

ب: نص
مسالک العلة، یا د شریعت د امر او نهیې د لاملونو موندلو دوهمه لاره، نص دی. په مسالک العلة کې له نص څخه موخه هغه متن دی چې په څرګنده توګه د لامل په اړه دلالت کوي، که دا قطعي وي یا ظني. په دې معنا، نص له هغه ځانګړي نص څخه ډېر عمومي دی چې په یوازې الفاظو دلالت ولري.
د څرګند نص الفاظ د علت په اړه ډېر دي، چې تر ټولو مهم یې دا دي:
  1. د حکمت لفظ:
    د حکمت په لفظ څرګندونه او تصریح: لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:
    «حکمة بالغة فما تغن النذر»؛
    ژباړه: «دا آیتونه د الله جل جلاله بشپړ حکمت دی؛ مګر وېرول د لانجمنو خلکو لپاره هیڅ ګټه نه لري.»
علامه زرکشي وايي:
«اصولیانو د ‘حکمت’ لفظ د تعلیل په الفاظو کې نه دی ذکر کړی؛ مګر ابن القیم رحمه الله په ‘شفاء العلیل’ کې د حکمت لفظ د تعلیل په الفاظو کې راوړی دی.»
  1. د «من اجل» او «لاجل» لفظونه:
    دغه کلمې د تعلیل په صراحت سره دلالت کوي. دواړه کلمې په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې ذکر شوي دي.
لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:
«من اجل ذالک کتبنا علی بنی اسرائیل انه من قتل نفسا بغیر نفس او فساد فی الارض فکانما قتل الناس جمیعا»؛
ژباړه: «په همدې وجه مونږ په بني اسرائيلو باندې حکم وکړ چې هر څوک په ځمکه کې پرته له قتل او فساد یو انسان ووژني، داسې ده لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«انما جعل الاستئذان من اجل البصر»؛
ژباړه: «د اجازې غوښتنه د سترګو د نظر لپاره مشروع شوې ده.»
په پورته آیت او حدیث کې نص د حکم په علت کې دی او د حکم د تشریع علت څرګندوي.
  1. د «کی» لفظ:
    دا لفظ یا کلمه د حکم په علت کې صراحت لري. لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:
    «ما افاء الله علی رسوله من اهل القری فلله و للرسول و لذی القربی والیتامی والمساکین وابن السبیل کی لا یکون دولة بین الاغنیاء منکم…»؛
    ژباړه: «هغه څه چې الله جل جلاله خپل رسول ته د دې مېشتو خلکو څخه راستانه کړي، د الله، رسول، خپلوانو، یتیمانو، بېوزلو، او په لاره پاتې خلکو لپاره دي، ترڅو چې [دا ډېر مالونه] ستاسو د شتمنو خلکو ترمنځ لاس په لاس نشي.»
په دې آیت کې د «کی» لفظ د حکم په علت کې څرګند نص دی. امام الحرمین، غزالي، آمدي، ابن القیم، او زرکشي دغه لفظ د تعلیل په صریح الفاظو کې یاد کړی دی.
  1. د «اذا» لفظ:
    دغه لفظ د امر او نهیې د لاملونو په بیانولو کې د نص له الفاظو څخه ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې ابی ابن کعب رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:
«اجعل لک صلاتی کلها، قال: اذا تکفی همک و یغفر ذنبک»؛
ژباړه: *«زه تاته ټولې دعاګانې ځانګړې کوم.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په دې حالت کې به الله ستا د دنیا او آخرت مصیبتونه لرې کړي او ستا ګناهونه به وبخښي.»
  1. د «ان» او «إنَّ» لفظونه:
    د امر او نهیې په لاملونو کې د نص او صریح الفاظو په توګه ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته چې د استنجاء لپاره یې خوشایي راوړې وه، وویل:
«انها رکس»؛
ژباړه: «خوشایي ناپاک دي او د استنجاء لپاره نه کارول کېږي.»
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیشو د پاتې شونو اوبو په اړه وفرمایل:
«انها لیست بنجس، انها من الطوافین علیکم والطوافات»؛
ژباړه: «د پیشو پاتې شونې اوبه ناپاکې نه دي؛ ځکه هغوی ستاسو په کورونو کې ګرځي راګرځي.»
د باء لفظ
امام رازي رحمه الله درې توري (لام، ان، او با) د هغو تورو په جمله کې راوستي چې په علت یې دلالت څرګند وي، خو پرېکنده نه وي. دغه راز آمدي ویلي دي:
«د (با) توری د څرګند تعلیل له ډولونو څخه دی؛ مګر دا چې په نه تعلیل یې دلیل شتون ولري. په دې حالت کې، په مطلوبه معنا کې جواز لري.»
د بېلګې په توګه، الله تعالی فرمایلي دي:
«ذالک بانهم شاقوا الله و رسوله»؛
ژباړه: «دا د دې لپاره و چې هغوی د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره دښمني وکړه.»
بل مثال: الله جل جلاله فرمایلي دي:
«فبظلم من الذین هادوا حرمنا علیهم طیبات احلت لهم و بصدهم عن سبیل الله کثیرا»؛
ژباړه: «د هغه ظلم له امله چې د یهودانو لخوا ترسره شو او (هم) د الله جل جلاله په لاره کې د هغوی د لوی خنډ له امله، موږ ځینې پاک څیزونه چې د هغوی لپاره حلال وو، حرام کړل.»
په دغو آیتونو کې د اصولو د علم علماوو د “با” توری ځینې د حکم په علت باندې قطعي دلالت کوونکی بولي او ځینې یې ظني دلالت کوونکی ګڼي. د شریعت مقاصد هم له همدې شرعي علتونو او د شریعت له اوامرو او منعونو څخه ترلاسه کېږي.
د لام لفظ
د (لام) توری په دوه ډوله دی: ښکاره (ظاهر) او پټ (مقدر).
  1. ظاهر لام:
    دا هغه دی چې شتون یې په کلمه کې ښکاره وي او د (لا) په توري تلفظ کېږي؛ لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:
    «وکذالک جعلناکم امة وسطا لتکونوا شهداء علی الناس و یکون الرسول علیکم شهیدا»؛
    ژباړه: «همدارنګه موږ تاسو منځلاری امت ګرځولی (د افراط او تفریط ترمنځ اعتدال ته) ترڅو چې تاسو پر خلکو شاهدان اوسئ او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تاسو شاهد وي.»
په دې آیت کې د «لتکونوا» په کلمه کې د (لام) توری ښکاره دی او تلفظ کېږي.
  1. مقدر لام:
    دا هغه دی چې په ظاهره د (لام) په توري تلفظ نه کېږي، مګر د تقدیر له مخې شتون لري؛ لکه د قرآن کریم دا آیت:
    «عتل بعد ذالک زنیم، ان کان ذا مال و بنین»؛
    ژباړه: «سربېره پر دې، هغه کرکجن، وحشي او بدنام دی! داسې نه وي چې د هغوی د مالونو او اولادونو د زیاتوالي له امله د هغوی پیروي وکړئ.»
بله بېلګه: الله جل جلاله فرمایي:
«ان تقولوا انما انزل الکتاب علی طائفتین من قبلنا»؛
په دې آیت کې د «ان تقولوا» په کلمه کې د (لا) توری مقدر دی، او په اصل کې «ان لا تقولوا» ده.
په هر حال، د لام ظاهر او مقدر دواړه د حکم د علتونو څرګندونکي دي.
د مفعول له لفظ
ابن القیم الجوزیه او زرکشي د تعلیل په اسبابو کې مفعول له ذکر کړی دی. د بېلګې په توګه، د قرآن کریم دا آیت:
«ونزلنا علیک الکتاب تبیانا لکل شیء»؛
ژباړه: «او موږ تا ته د هر څه بیانولو لپاره کتاب نازل کړ.»
په دې آیت کې «تبیانا» د کتاب د نزول علت ګڼل شوی دی.
د «لعل» کلمه
د نص د علت په توګه د “لعل” لفظ ګڼل شوی دی. امام زرکشي دغه کلمه د تعلیل لپاره له څرګندو الفاظو څخه شمېرلې ده.
لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي:
«یا ایها الناس اعبدوا ربکم الذی خلقکم والذین من قبلکم لعلکم تتقون»؛
ژباړه: «اې خلکو! د خپل رب عبادت وکړئ چې تاسو او ستاسو څخه مخکې خلک یې پیدا کړي، ترڅو تاسو له هغه څخه وډار شئ.»
په دې آیت کې «لعلکم تتقون» د «اعبدوا» لپاره علت دی.
د «اذ» لفظ
زرکشي د «اذ» کلمه په علت کې له څرګندو الفاظو څخه ګڼلې ده.
لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي دي:
«ولن ینفعکم الیوم اذ ظلمتم انکم فی العذاب مشترکون»؛
ژباړه: «(دا نننۍ خبرې) تاسو ته ګټه نه رسوي؛ ځکه چې تاسو ظلم کړی او په عذاب کې شریک یاست.»
د «حتی» لفظ
د «حتی» کلمه هم د تعلیل لپاره کارول کېږي. د دې کلمې د تعلیل نښه دا ده چې د هغه پر ځای «کی» کارول کېږي.
د بېلګې په توګه: الله جل جلاله فرمایي:
«ولنبلونکم حتی نعلم المجاهدین منکم والصابرین»؛
ژباړه: «او موږ تاسو آزمایو ترڅو د تاسو له منځه مجاهدین او صابرین معلوم کړو.»
په دې آیت کې «حتی» د حکم پر علت دلالت کوي.
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (درې څلوېښتمه برخه)
Next Article د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «څلورمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «درېیمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD1 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD5 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.