کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د حکومت واک په لاس کې واخیست، بې له ځنډه یې یو شمېر هغه واکمنان چې ډېر ظالمان وو، عزل کړل او د هغو شان او شوکت یې بیت المال ته وسپاره. له لومړیو شیبو یې چلند په بشپړ ډول بدل شو. اوس هغه د سلیمان بن عبدالملک ځایناستی نه و؛ بلکې داسې ښکارېده لکه د عمر بن الخطاب په څېر د حاکم په توګه ټاکل شوی وي.
له څېړنو او پلټنو وروسته یې ټولې وینزې بېرته خپلو کورنیو ته وسپارلې، د مظلومانو غږ یې واورېد، او خپل دربار چې د کسری او قیصر د دربارونو په څېر جوړ شوی و، د راشده خلافت په ساده طرزالعمل او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم بېرته جوړ کړ. شاهي املاک یې مسلمانانو ته بېرته ورکړل، د خپلې مېرمنې زیورات یې بیت المال ته وسپارل، او داسې زاهدانه ژوند یې اختیار کړ چې نمونه یې نه یوازې په درویشانو، بلکې په کلیوالو او غریبانو کې هم کم پیدا کېده.
هغه دومره ساده ژوند درلود چې کله کله به د جامو د وچولو له امله د جمعې لمانځه ته ناوخته رسېد. امویانو چې شاهي شتمنۍ او خزانې یې د ځان شخصي ملکیت ګڼلې، اوس یې له نورو سره مساوي او ډېر لږه برخه اخیستله. د هغه کورنۍ حالت دومره ساده و، چې د ده په اړه ویل شوي: یوه ورځ عمر بن عبدالعزیز رحمه الله له خپلو لوڼو سره خبرې کولې، خو هغوی به لاسونه پر خولو نیول. کله چې یې د دې علت وپوښت، هغوی وویل: “موږ یوازې عدس او پیاز خوړلي، نو له همدې امله مو خوله بوی کوي.”
عمر رحمه الله په ژړغوني حالت کې ورته وویل: “ایا تاسو راضي یاست چې ښه او خوندور خواړه وخورئ او ستاسو پلار د جهنم اور ته لاړ شي؟” د دې خبرې په اورېدو ټولې لوڼې یې په ژړا شوې.
د حج لګښت
کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د لوی سلطنت حاکم و، د هغه د شخصي شتمنیو حالت داسې و چې د حج د سفر لګښت یې نه درلود. یوه ورځ یې له خپل خدمتګار څخه چې وفادار ملګری یې هم و، پوښتنه وکړه: “څومره پیسې لرو؟” هغه وویل: “له لسو څخه تر دوولسو دینارو پورې.” عمر رحمه الله وویل: “په دې پیسو حج څنګه شونی دی؟”
وروسته یوه لویه مالیه چې مخکې به شاهي کورنۍ پورې اړه درلوده، ورسېده. خدمتګار ورته مبارکي وویله او ویې ویل چې د حج لګښت چمتو شو. عمر رحمه الله ځواب ورکړ: “دا شتمني د مسلمانانو حق دی، نه زموږ شخصي مال. دا ټول بیت المال ته وسپارئ.”
د انقلابي اصلاحاتو پیل
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د زاهدانه ژوند تر څنګ په حکومتي چارو کې ستر بدلونونه راوستل. د هغه لومړنی بنسټیز بدلون دا و چې د حکومت په ټولو چارو کې یې د عدالت اصل جاري کړ. د هغه له خلافت څخه مخکې د دولت مالي نظام یوازې د مالیاتو او خراج په راټولولو او مصرف پورې محدود و.
هغه یوه مشهوره او تاریخي جمله وویله: “محمد صلی الله علیه وسلم نړۍ ته د لارښود په توګه راولېږل شو، نه د والي یا باچا په توګه.”
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د حکومت بدلونه
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د دولت نظر او لید بدل کړ او دنیاوي حکومت یې په نبوي خلافت واړاوه. د هغه د خلافت ټوله دوره د دې خبرې عملي تفسیر وه. هغه تل دیني اصولو او اخلاقو ته تر خپلو سلطنتي ګټو او شخصي منافعو ترجیح ورکوله. د دیني ګټې په مقابل کې یې هېڅکله مالي یا دولتي زیان ته پام نه کاوه.
د هغه د خلافت په وخت کې غیرمسلم رعیت (ذمي) په لوی شمېر کې مسلمان شول. د دې پایله دا وه چې هغه مالیه چې د دولتي لګښتونو لپاره کارېدله، کمه شوه، او د دولت مالي توازن یې اغېزمن کړ. دولتي مامورینو د دې وضعیت خطر احساس کړ او د هغه پام یې ورته راواړاوه. خو هغه ځواب ورکړ: “د کافرانو مسلمانېدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت اصلي موخه وه.”
هغه د مالیاتو مامورینو ته ولیکل: “زه به ډېر خوشاله شم چې ټول کافران مسلمان شي، او د جزيې عواید په بشپړه توګه بند شي. موږ او تاسو به د ځمکې په کرلو او کرنې سره خپل نسونه ډک کړو.”
په یمن کې مالیات
په یمن کې یو ټاکلی خراج ټولېده، که زراعت ښه و یا بد. د محل والي د دې وضعیت راپور ورکړ. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ورته ځواب ورکړ: “خراج باید د مزرعې د حاصل له مخې واخیستل شي، که څه هم د ټولې سیمې څخه یوازې یو مټ غنم ترلاسه شي، زه په همدې اندازه راضي یم.”
د مالیاتي اصلاحاتو پیل
هغه په ټوله سلطنت کې اضافي مالیاتي عوارض معاف کړل او خپلو کارکوونکو ته یې ولیکل چې دا “بخس” دی. په دې اړه قرآن فرمایي: “وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ“ “او د خلکو له توکو هیڅ شی مه کموي او په ځمکه کې فساد مه کوئ.”
خلکو د هغه په نوم دا مالیات جواز ورکول، خو هغه په بشپړه توګه منع کړل. پرته له شرعي عوایدو، د لسګونو غیرقانوني مالیاتو او دولتي عوایدو ټول ډولونه یې لغوه کړل. هغه د سمندر او ځمکې لارې خلاصې کړې او سوداګریزو سفرونو باندې بېځایه بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړل.