لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (لومړۍ برخه)

روڼوالی
اروپا ته د اسلام د تللو تاریخ ۷مې پېړۍ ته رسېږي، او د هغه پیل ټکی د روم امپراتورۍ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیک له استولو سره تړلی دی. د ۷۱۱ میلادي کال په جریان کې د اسلام او غربي نړۍ تر منځ لومړنۍ اړیکه رامنځته شوه. په دې وخت کې د مسلمانانو ډلې په عمده توګه له شمالي افریقا څخه دغه وچې ته ننوتلې.
په اسپانیا کې د مسلمانانو ۸۰۰ کلن تمدن او په سیسیل کې د دوی ۲۵۰ کلن تمدن، اسلام د اروپا د تاریخ یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځاوه. له اروپایانو سره د مسلمانانو لومړۍ مخامخ کېدنه د مشهور مسلمان سردار طارق بن زیاد له‌خوا د اندلس (اوسنۍ اسپانیا) د فتحې پر مهال وشوه.
د تاریخي شواهدو او ختیځ پوهانو د اعتراف پر بنسټ، اسپانیا نږدې ۸ پېړۍ د مسلمانانو تر واک لاندې پاتې شوه. د مسلمانانو تر راتګ مخکې په دې خاوره کې علم، ادب او صنعت پراختیا نه وه کړې. خو د وړیا مدرسو په جوړولو، ټولو خلکو ته د زده کړې د زمینې برابرولو، او د ریاضي، نجوم، نبات پوهنې، تاریخ او فلسفې په څېر د علومو په پراختیا سره، اسپانیا ستر بدلون تجربه کړ.
دغه لاسته راوړنې د دې لامل شوې چې اروپا، چې په منځنیو پېړیو کې د ساینسي رکود سره مخ وه، له جهالت څخه راووځي.
ګوستاو لوبون په خپل کتاب اسلامي تمدن او لوېدیځ کې لیکي:
«مسلمانانو د څو پېړیو په اوږدو کې اندلس له علمي او مالي پلوه بدل کړ او هغه یې په اروپا کې د عزت تاج وګرځاوه. دا انقلاب نه یوازې علمي او مالي و، بلکې اخلاقي هم و. له ماتې خوړلو قبایلو سره د دوی چلند دومره نرم و چې غیرمسلمانانو ته اجازه ورکول کېده چې خپلې مذهبي غونډې ترسره کړي
سریزه
له اروپایانو سره د مسلمانانو لومړۍ مخامخ کېدنه د طارق بن زیاد له‌خوا د اندلس (اوسنۍ اسپانیا) د فتحې پر مهال وشوه. هغه له هغې تنګې څخه، چې افریقا له اروپا جلا کوي (اوسنۍ جبل الطارق سیمه)، ایبریا ته ننوت. له همدې امله دا تنګه د هغه په نوم جبل الطارق (د طارق غر) ونومول شوه.
د سیمه‌ایزو دولتونو سره د سل کلنو خونړیو جګړو وروسته، مسلمانان وتوانېدل چې ټوله ایبریا ونیسي. په غربي اروپا کې د دوی واکمني شاوخوا ۷ پېړۍ دوام وکړ. دا تسلط په لومړیو ۴ پېړیو کې بشپړ و، خو له هغه وروسته، د ایبریا شمالي برخې لکه د کاتالونیا جمهوریت، د والینسیا سلطنت، کاستیل او لئون د عیسوي حکومتونو تر واک لاندې راغلې. په داسې حال کې چې د ایبریا جنوبي برخه د اموي خلافت او د مسلمانانو د حکومتونو لکه د مراکش د مرابطینو او ادریسیانو په څېر په لاس کې پاتې شول.
په ۱۴۹۱ کال کې، د اسپانیا عیسویانو، چې د اراګون پاچا او د کاسټیل ملکې د واده له امله متحد شوي وو، د جنوبي سیمو فتحه پیل کړه. دوی د مسلمانانو پر ضد هر اړخیزه جګړه وکړه، چې د څه د پاسه سل زره مسلمانانو د وژل کېدو او نږدې یو میلیون کسانو (د هغه وخت د اسپانیا د نفوس څلورمه برخه) د شړلو لامل شوه.
له اسپانیا څخه د مسلمانانو شړل د تاریخ تر ټولو پراخ جبري مهاجرت ګڼل کېږي.
د کلیسا وحشت
له دې پېښو وروسته، په اسپانیا کې د کلیسا د وحشت واکمني پیل شوه. د عقایدو د څېړنو محکمې، چې د کلیسا تر څارنې لاندې فعالیت کاوه، د دیني یووالي د ټینګښت لپاره د څېړنې، شکنجې او ګواښونو له لارې کار کاوه. مسلمانان، یهودیان، او وروسته پروتستان د دې محکمو د درې سوه کلنې واکمنۍ تر ټولو لوی قربانیان وو.
د مسیحیانو سره د اسلام چلند
د اسلام د لمر له راختو سره، د عربو یوه ډله مسیحیان وو، او شام د مسیحیانو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېده.
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، د دې ښار خلکو د هغه تود هرکلی وکړ. د مدینې ځینو مسیحیانو اسلام ومانه.
د نجران او یمن څخه هم د مسیحیانو یوه ډله د اسلام د څېړلو لپاره مدینې ته راغله او په دیني مسایلو کې یې ډېرې پوښتنې وړاندې کړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم په منطقي استدلالونو سره دغو پوښتنو ته ځواب ورکړ. له دوی څخه ځینو د حقیقت له پوهېدو وروسته اسلام قبول کړ؛ خو ځینې د خپل عناد او دسیسو له امله له دې توحیدي دین څخه انکار وکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې شخړو د پای ته رسولو او د حقایقو د څرګندولو لپاره دغه ډله مباهلې ته راوبلله. په پای کې د نجران مسیحیانو ماتې وخوړه، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغوی پلانونه شنډ کړل.
څه موده وروسته د مسلمانانو پر ضد یوه بله دسیسه وشوه، چې د ابو عامر په نامه یو مسیحي راهب یې مشر و. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راتګ څخه مخکې د مدینې د مسیحیانو مذهبي مشر ګڼل کېده، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت سره سم، د هغه نفوذ او معنوي واک له منځه لاړ.
د اسلام چټک پرمختګ د ابو عامر غوسه راوپاروله. هغه د مدینې له منافقینو (د عبدالله بن اُبَي په مشرۍ) سره متحد شو، بیا مکې ته ولاړ او مشرکین یې د مسلمانانو پر ضد جګړې ته وهڅول. وروسته روم ته وتښتېد او له رومي امپراتورۍ څخه یې د مسلمانانو پر ضد د جګړې لپاره مرسته وغوښته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د پلانونو له پوهېدو وروسته، مسلمانان د رومیانو سره د جګړې لپاره چمتو کړل. اسلامي پوځ د سختو دښتو او سختیو له زغملو وروسته د تبوک سیمې ته ورسېد. خو رومي لښکر د اسلامي پوځ سره د مقابلې د وېرې له امله په شا شو.
دغه پېښه د مسلمانانو لپاره یوه مهمه سیاسي بریا وه. د اسلام دښمنان، چې د سرحدونو ګاونډیان یې وو، له دې وروسته د خپل حدودو خیال وساته. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډاډ لپاره څو ورځې په تبوک کې پاتې شو او د رومي والیانو سره یې د نه تعرض تړونونه وکړل.
له اسلام سره د مسیحي مشرانو مخالفت دوام درلود. په ځانګړې توګه، د روم د امپراتورۍ په خاوره کې د اسلام پر ضد سخت سیاسي فشارونه موجود وو. هغه کسان چې اسلام یې منلی و، لکه فروه بن عامر (د عمان والي)، د روم د قيصر لخوا سخت وځپل شول. فروه د توحیدي دین د منلو په جرم له خپلې دندې ګوښه شو او بالاخره په فلسطین کې په دار وځړول شو.
په هرصورت، د اسلام په تاریخ کې مسیحیان هیڅکله د مسلمانانو لخوا نه دي ځورول شوي، نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې او نه له هغه وروسته. مسلمانانو تل د مسیحیانو ملاتړ کړی دی.
په خپلو فتوحاتو کې، مسلمانانو له ماتې خوړلو مسیحیانو سره سوله ییز چلند کاوه. هغوی ته د اهل ذمه په توګه لږه جزیه ټاکل شوې وه، چې ډېری وخت بې‌وسه او غریب خلک ترې مستثنی کېدل.
د همدې انسان‌دوستانه چلندونو په پایله کې، ډېرو مسیحیانو د زړه له کومې اسلام قبول کړ. کله چې د انطاکیه ښار (د رومیانو له سیمو څخه) د اسلامي پوځ لخوا فتح شو، د هغوی اسقفانو مشر وویل:
«دا د الهي انتقام لاس و چې د اسماعیل اولادونه (مسلمانان) یې موږ ته د لرې ځایونو څخه راولېږل، څو موږ د رومیانو له ظلم څخه وژغوري
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version