لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه پنځوسمه برخه)

د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر انسان
ځوانان درک کړئ!
ځوانان په هره ټولنه کې ډېر ستر او ځواکمن قوت ګڼل کېږي. له همدې امله، دوی له فوق‌العاده اهمیت او ارزښت څخه برخمن دي. تل د دښمنانو او باطل پرستو غشو د اسلامي ټولنې دا زیان‌موندونکې طبقه په نښه کړې ده. په دې دوره کې هر هوښیار انسان ګوري چې د اسلام دښمنان او لوېدیځیان څنګه د ځوانانو د ایمان، اسلامي غیرت، دیني حیثیت، حیا او عزت د غلا کولو په هڅه کې دي.
په هره کوڅه او کلي کې یې د نوو وسایلو، سټلايټونو، ټلویزیونونو، مبتذلو سی‌ډي‌ګانو او ناروا انځورونو په وسیله پراخ او منظم تبلیغات پیل کړي. دوی غواړي د پرمختګ او تمدن په نوم له ځوانانو څخه هر څه واخلي. موږ باید دا ومنو چې په ډېرو مواردو کې یې بریالیتوبونه ترلاسه کړي او د مسلمانو ځوانانو فکرونه یې بدل کړي دي. دین او اسلام یې زوړ او قرآن یې د وروسته پاتې خلکو کتاب ښودلی، چې په پایله کې نه غواړي مسلمان ځوان ریښتینی مؤمن او متدین پاتې شي.
امام ندوي رحمه الله هم د اسلامي نړۍ د نورو دردمنو او خواخوږو په څېر او له هغوی څخه زیات، د دغې غمیزې ژورتیا درک کړې وه او له هغې یې د خطر احساس کاوه. هغه به تل په هر ځای کې، که هند و او که عربي هېوادونه، د درد او غم اظهار او څرګندونه کوله.
علامه ندوي رحمه الله لیکي:
«دا یوه پیړۍ کېږي چې اروپا زموږ ځوانان په نښه کړي او د دوی فکر یې فاسد کړی دی. د دوی په ذهنونو کې یې د الحاد، شک، او په غیبي او اعتقادي حقایقو د باور نشتوالي تخم کرلی دی. هغوی د خپلو سیاسي او اقتصادي نظامونو لوري ته زموږ ځوانان رابللي دي. مګر موږ لا هم بې‌پروا یو او په تېرو علمي زېرمو باندې بسنه کوو. له وخت سره سم له نوي ساینس او ټکنالوژۍ څخه بې‌برخې پاتې یو. موږ حاضر نه یو چې زموږ پر وړاندې رالېږل شوې او تپل شوې فلسفې په بشپړه توګه د څېړنې او نیوکې لاندې ونیسو، څو د هغې مثبت او منفي ټکي ټولو خلکو ته څرګند شي او ناپوه او لنډفکره خلک د هغوی په غولوونکې ظاهري بڼې دوکه نشي.»
په ټولیزه توګه، په اسلامي ټولنه کې یوه لویه ستونزه د علماوو او ځوانانو ترمنځ د تعامل او اړیکې نشتوالی یا لږوالی دی. هغه علماء، چې کولی شي د ځوانانو په وجود کې د صحیح ایمان او ټینګ یقین تخم وکري، د دغو دواړو طبقو ترمنځ د واټن زیاتوالی ستونزې او ننګونې لا پسې ژوروي. په همدې وخت کې، په مورچل کې ناست دښمنان هغوی د ګمراهۍ، الحادي افکارو، او داسې نورو غیرشرعي چارو پر لور هڅوي.
په همدې اساس، امام ندوي رحمه الله د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له علماوو سره په کتنه کې دا موضوع روښانه کړه او پرې ټینګار یې وکړ. د دغې غونډې د بحث په دوام کې داسې لیکي:
«بیا مې د ځوانانو، په ځانګړې توګه د پوهنتون ځوانانو په اړه ټینګار وکړ. ځکه چې دوی د سبا مشران دي او د امت راتلونکی په دوی پورې اړه لري. همدوی دي چې د هېوادونو واکمني او د ټولنیز ژوند تنظیم او سمون په غاړه اخلي. د دې طبقې اصلاح، په حقیقت کې د هېواد د اصلاح په معنی ده. که دا ډله په اسلام، اسلامي ارزښتونو، او مفاهیمو پوه او باوري وي، د اسلام د بقا او واکمنۍ لپاره به ګټور واقع شي. مګر که د اسلام پر وړتیا باور ونه لري او د اسلام د راتلونکي په اړه ناهیلي وي او دا باور ولري چې د لوېدیځ تمدن د انسان د پرمختګ، نېکمرغۍ او ازادۍ وروستۍ مرحله ده، په دې صورت کې به اسلام له کمزورۍ او زوال سره مخ شي. د ژوند له صحنې څخه به وتلو ته اړ شي او بالآخره، دا به د یو ډول فکري او کلتوري ارتداد سبب شي چې ټول هېوادونه به یې له زیان څخه خوندي پاتې نشي. د دې سرکشۍ څپه به هېڅ ښوونځی، مدرسه، خانقاه، دفتر او کور بې اغېزې پرېنږدي
بیا مولانا ندوي رحمه الله ځینو هېوادونو ته اشاره وکړه، چې ځوانانو ته د اسلامي علماوو او مفکرینو د نه پاملرنې له امله له ژور فکري بحران او ارتداد سره مخ شول. د الحاد او نفاق دعوتګرانو د ځوانانو د فاسدولو او ګمراه کولو په لاره کې دوه‌چنده او نه‌ستړي کېدونکې هڅې وکړې. هغوی د ځوانانو په منځ کې د الحاد او بې‌دینۍ تخمونه وکرل.
له یوې خوا یې نژادي او قومي تعصباتو ته لمن ووهله، له بلې خوا یې ځوانان د غربي کلتور د ګند په کنده کې ډوب کړل. دغه راز، د ټیپونو، مجلو، تلویزیونونو او نورو رسنیو له لارې په پراخه کچه د فحشا او بې‌حیايۍ د خپرولو هڅه وشوه. په پایله کې د دین او ایمان ساحه نوره هم تنګه او وړه شوه.
په دې ډول حالاتو کې امام ندوي رحمه الله ډېر د خطر احساس کاوه. هغه د دې ستونزو د پایلو په اړه خبرداری ورکاوه او د ځوانانو د فکري اضطراب او انحراف د حل لپاره، له بحث او څېړنو وروسته لاندې حل‌لارې وړاندې کړې:
  1. په ځوانانو کې د ایمان او احتساب فعالول: د علم او علماوو لوړتیا او غوره‌والي ته پوره پاملرنه؛ د اخلاص پر وجوب ټینګار؛ د علم او پوهې له دنیوي موخو څخه ډډه کول؛ او یوازې د الله جل جلاله او د هغه د دین لپاره د علم په لټه کې اوسېدل.
  2. د مثالي استادانو شتون: د داسې استادانو اړتیا، چې الله تعالی هغوی له مثالي شخصیت، ټینګ او راسخ ایمان، ګټور علم، سالم عقل، ژور احساس، نرم زړه، او قوي عواطفو څخه برخمن کړي وي.
  3. د مثبت او پیاوړي دعوت شتون: د ځوانانو فکر او ذهنونه مشغول وساتي، د هغوی احساسات کابو کړي، علمي استعدادونه او وړتیاوې یې را وپاروي، او نورو دعوتونو لپاره هیڅ ځای او تشه پرېنږدي.
  4. د پرمختللي ټولنیز نظام رامنځته کول: د یو داسې ټولنیز نظام جوړول، چې تر سیوري لاندې یې ځوانان وکولای شي خپل ټولنیز او اسلامي ژوند ته ادامه ورکړي. دا ټولنیز نظام باید د مثالي استادانو او څارونکو تر رهبرۍ لاندې وي، چې هغوی د ځوانانو په اخلاقو، کړنو، پوهې، او عبادت کې بېلګې او نمونې وي.
  5. د عمومي غونډو جوړول: د داسې غونډو تنظیمول، چې پکې ستر او وتلي اسلامي علما او پوهان راوبلل شي، ترڅو د ځوانانو په زړونو او ذهنونو کې د ریښتیني عقیدې تخم وکري، د ایمان مشالونه روښانه کړي، او په اسلام، شریعت، دعوت، او د ژوند په تګلارو باندې یې باور پیاوړی کړي.
مولانا محمد ربیع ندوي اوسني مسلمانان په درو ډلو وېشل:
  1. عام مسلمانان
  2. مفکرین، فرهنګپالان او نوې لوستې طبقه
  3. د واک او ځواک خاوندان
هغه باور درلود، چې د لومړۍ ډلې لپاره د اسلافو او صوفیانو (د تصوف اهل) تګلاره مناسبه ده. د دویمې ډلې لپاره ژبه او قلم اغېزناک دي، او هغه پخپله د همدې لارې لاروی و. د درېیمې ډلې لپاره یې د حضرت مجدد الف ثاني رحمه الله تګلاره غوره کړې وه؛ یعنې د لیکونو او ښو اړیکو د رامنځته کولو له لارې ورو ورو د هغوی په پوهولو او لارښوونې اقدام وشي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version