د افغانستان په بامیان ولایت کې د غلغلې ښار د تاریخي او کلتوري اهمیت له پلوه یو له هغو سیاحتي ځایونو څخه دی، چې څه باندې ۲۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. یو داسې ښار دی، چې کله یې نوم واورېدل شي، تېر تاریخي او ټولنیزې کیسې او داستانونه مو په یاد راوړي. دې ښار یو وخت په ختیځ او لویدیځ کې خپل لوی شهرت ترلاسه کړی و او د دې خاورې د خورا قوي او زبرځواکو یرغلګرو او دښمنانو په وړاندې د مقاومت او مبارزې مرکز و. دا ښار د چنګیز خان د لمسي په وژنې سره په بشپړه توګه ویجاړ شو.
نښې او آثار یې د بالا حصار په شاوخوا کې د سیداباد د کلي په لور د ځمکو او کروندو په منځ کې پاتې دي؛ که دولت د دغه تاریخي او لرغوني ځای ساتنې او بیا رغونې ته پاملرنه ونه کړي، په راتلونکي کې به له منځه ولاړ شي. غلغله هغه ښار دی، چې مهمې تاریخي پېښې او داستانونه یې له ځان سره ساتلي دي. لکه څنګه چې پوهانو او څېړونکو ته څرګنده ده، بامیان د خپلو لرغونو اثارو او مهم تاریخي او سیاحتي ځایونو په درلودلو سره د افغانستان یو له مهمو او پخوانیو ښارونو څخه دی، او په اسلامي دوره کې هم ځانګړی کلتوري او تاریخي مقام او ارزښت لري، چې د غوریانو امپراتورۍ تاریخ دا ادعا ثابتوي.
د غلغلې ښار، لکه څنګه چې د تاریخ روایت دی، د غوري سلطنت د علاءالدین جهانسوز غوري له پاچاهۍ وروسته او د جهانسوز د مشر ورور ملک فخرالدین شانسباني د پاچاهۍ په وخت کې تاسیس شو او له هغه وروسته ډېره موده د غوریانو د واکمنۍ مرکز و. دا ځای د بامیان ولایت د ګرځندوی اتمه مهمه جاذبه ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې د یونسکو د آثارو په لست کې ثبت شو.
د دې ښار اوسېدونکو د هجري لمریز د شپږمې او اوومې پېړۍ تر منځ په قوي برجونو کې ژوند کاوه، چې په خامو او پخو خښتو او ډبرو جوړ شوي وو. وروسته له دې چې سلطان علاءالدین محمد خوارزم شاه د ۶۰۷ او ۶۱۱ هجري کلونو تر منځ، غوري او غزنوي لښکرو ته ماتې ورکړه، د هغه زوی جلال الدین محمد د غلغلې په ښار کې یو مرکز جوړ کړ او د جلال په شهرت یې د څه مودې لپاره حکومت وکړ. د هغه برم او ځواک خپل سیالان دې ته اړ کړل، چې د هغه د ماتولو او ځپلو لپاره له هیڅ ډول اقدام او سختۍ څخه ډډه ونکړي.
د کلا په لوېدیځه څنډه کې زاړه گنبدي کورونه اوس هم ولاړ دي. د دې کورونو د دیوالونو قطر یو متر دی، او دننه یې ګچکاري شوي دي. د خښتو گنبدونه یې نږدې ثابت ښکاري، او په دې قطار کې په بېلابېلو مرحلو کې پرلهپسې کورونه جوړ شوي دي، چې د دې ځای ساختماني او اوږد عمر څرګندوي.
جویني په خپل نړیوال تاریخ کې د چنګیز خان د لمسي له وژلو وروسته، د غلغلې په ښار کې د خلکو د تباهۍ او قتلعام کیسه په تفصیل سره بیان کړې ده. په هند کې د برتانوي پوځ د استخباراتو مشر چالزمسن د بامیان او غلغلې ښار، او د هغو د سیاحتي او لرغونتوب اهمیت په اړه یوه مقاله لیکلې ده، چې د بامیان تاریخي ابدات تر سرلیک لاندې ده.
د دې کلا د معمارۍ سبک آثار او پاتې شونې په کافي اندازه نه لیدل کېږي، چې پر بنسټ یې بشپړ قضاوت وشي. خو څرګنده ده چې دا تاريخي کلا په لومړي پړاو کې د غوري امپراتورۍ په معمارۍ جوړه شوې وه، چې وروسته د پېښو له امله ویجاړه شوه.
دې کلا ته څېرمه، د ضحاک ښار په نوم یو بل تاریخي او لرغونی ښار هم شته، چې د غوریانو په دوره کې د یوه قوي مرکز او سنګر په توګه کارول کېده. د چنګیز خان لمسی په ۶۲۸ هجري کال کې په همدې ځای کې ووژل شو.
په دې اړه، چې چنګیز خان دا تاریخي او مهمه نظامي کلا څنګه له څو اونیو محاصرې وروسته فتحه کړه، په ډېرو سرچینو کې یوه افسانه او کیسه بیانه شوې. دې کیسه کې ویل شوي چې د جلالالدین محمد خوارزمشاه لور د خیانت له امله، چې د چنګیز خان له کارنامو سره یې مینه لرله، د کلا د فتح کولو په اړه چنګیز ته لیک ولیږه. چنګیز خان د اوبو د سرچینې په بندولو سره، او په کلا کې د هغې د مخنیوي له لارې، میدان وګاټه.
د دې تاریخي ځای په اړه د تاریخي او لیکلي بحثونو له مطالعې څخه موږ دې پایلې ته رسېږو، چې د افغانستان د بامیان ولایت د غلغلې ښار د یوه تاریخي او کلتوري جاذبې په توګه، چې له ۲۰۰۰ کلونو څخه زیات عمر لري، ځانګړی اهمیت لري.
دا سیاحتي ځای نه یوازې د پخوانیو تمدنونو شاهد دی، بلکې د څېړونکو او د تاریخ او کلتور مینهوالو لپاره د یوې بېسارې سرچینې په توګه پیژندل کېدای شي. په ۲۰۱۲ کال کې د یونیسکو د آثارو په لست کې د دې ښار ثبتول د دې نړیوال اهمیت او د دې کلتوري میراث د ساتنې اړتیا په ګوته کوي.
په تاریخ کې د غلغلې د ستراتیژیک موقعیت له امله، دا ښار تل د کلتوري او مذهبي تبادلې مرکز و او د افغانستان د کلتوري ګرځندوی په برخه کې د عطف ټکی ګڼل کېدای شي.
د دې ځای ساتنه او معرفي کول، نه یوازې د سیمهییز ګرځندوی پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې نړۍ ته د دې سیمې له بډایه تاریخ او کلتور سره د آشنا کېدو فرصت هم برابروي. له همدې امله د غلغلې بیارغونې او ساتنې ته پاملرنه خورا مهمه ده او کولای شي د سیمې په اقتصادي او کلتوري وده کې مرسته وکړي.