لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان‌پرستي (دیارلسمه برخه)

 

شیطان‌پرستان او آسماني کتابونه
د شیطان‌پرستۍ بنسټ د خدای د انکار پر نظریې ولاړ دی، او د دې فرقې لخوا د آسماني کتابونو انکار عجیب نه ښکاري. د آسماني کتابونو په اړه د دې ډلې نظر مطلق انکار، تکذیب، او سپکاوی دی. لاندې به موږ د آسماني کتابونو په اړه د دوی ځینې باورونه ذکر کړو:
الف) انکار او تکذیب
شیطان‌پرستان په دې عقیده دي چې آسماني کتابونه د انسان د ذهن جوړ او لیکل شوي دي. د دوی په ګمان، یو شمېر نخبه (وتلي) کسانو د عامو خلکو د تسلط لپاره دا کتابونه لیکلي دي. دوی دا هم وايي:
«د انسان د وروسته پاتې والي اصلي لامل د آسماني کتابونو شتون دی؛ ځکه چې د دې کتابونو لیکوالانو د هغوی په خپرولو سره د خلکو مخه نیوله چې نور علوم لاسته راوړي. په دې توګه، نخبه خلکو ټول علوم په خپل اختیار کې ونیول او په خلکو باندې یې واکمني وکړه.»
د دې منحرفې فرقې وړاندیز دا دی چې د آسماني کتابونو د تقلید او د ایمان له غلامۍ څخه د خلاصون لپاره د ټولو انکار او تکذیب وشي. دې موخې ته د رسېدو لپاره، دوی د تورات او انجیل په اړه وايي چې دا کتابونه د انسان له افکارو څخه سرچینه اخلي. هغه افکار چې د تاریخ په اوږدو کې د دینونو د اعتقاداتو او د بت‌پرستو جریانونو څخه یې اخیستنه کړې ده. د بېلګې په توګه:
  • د توحید بحث د مصر د اخناتون له کیسې څخه اخیستل شوی.
  • د آدم له جنت څخه د ایستلو کیسه د سومري کلتور څخه سرچینه اخلي.
  • د تورات لس سپارښتنې د حمورابي له قانون څخه اخیستل شوي دي.
  • د “التیه” کیسه د حورس فرعوني الاهې له کیسې سره تړاو لري.
بې له شکه د دې فرقې استدلال تر ډېره په تحریف شوي انجیل او تورات کې د ښکاره تناقض له امله دی. البته، موږ هم په تورات او انجیل کې د تحریف له شتون څخه انکار نه کوو، مګر د هغوی ادعا په قرآن کریم کې صدق نه کوي. دا ډول ادعاګانې له ډېر پخوا راهیسې د ګمراهانو لخوا وړاندې کېږي.
په دې اړه قرآن کریم فرمايي:
«قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاءُ فِي الْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ»
«هغوی وویل: ایا راغلی یې چې موږ له هغه څه څخه منع کړې چې موږ خپل پلرونه باندې موندلي دي؟ او په ځمکه کې لویوالی (او مشري) یوازې ستاسو دواړو لپاره وي؟ موږ به (هیڅکله) په تاسو ایمان رانه وړو!»
همدارنګه دا ادعا چې آسماني کتابونه د پخوانیو خلکو له عقایدو او کلتورونو څخه اخیستل شوي دي، تل د اسلام د دښمنانو ادعا وه. موږ په قرآن کې لولو:
«وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا»
«دوی وویل: دا د پخوانیو افسانې دي چې ده هغه لیکلي دي او هر سهار او ماښام ورته املاء کیږي.»
ب) سپکاوی او توهین
دا فرقه په خپلو ناستو او غونډو کې په پراخه کچه آسماني کتابونه څیري او تر پښو لاندې کوي. د دوی ډېری سندرې د آسماني کتابونو سپکاوی کوي. د بېلګې په توګه، په يوه سندره کې وايي:
«(آسماني کتابونو) هر ځای میکروبونه خپاره کړي دي. دین کرکه لرونکی، ډارونکی، جنګ‌طلبه، تجاوزکوونکی او فاحش کار دی.»
په دې توګه، د دې ډلې د مراسمو یوه برخه د دیندارانو مقدساتو ته سپکاوی او توهین دی. دوی پرته له دې چې په آسماني شریعتونو کې توپير وکړي، پر ټولو، په تېره بیا د مسلمانانو پر عقایدو برید کوي. د بېلګې په توګه، د دې ډلې تعبیر له دین څخه داسې دی:
«دین یو ویروس دی چې هر ځای خپور شوی دی. دین یو بدمرغه او بده ښکارنده ده. دین یعني ډار او وحشت؛ دین یعني تېری او غارت؛ دین یعني فاحشه‌توب.»
دا جملې او تعبیرونه د دوی د باطني خباثت او له دین او دیندارۍ سره د ښکاره دښمنۍ څرګندونه کوي. په حقیقت کې، د دغو انحرافاتو تر پوښښ لاندې، دغه ډله د دین له لارښوونو څخه د خلاصون په لټه کې ده او په دې توګه غواړي خپل ځان او نور قانع کړي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version