لیکوال: ابو عائشه
استشراق څه شی دی؟ (څلورمه او وروستۍ برخه)
استشراق او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت
ځینو مستشرقینو هڅه وکړه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت، چې د اسلامي شریعت دویمه سرچینه ده، رد کړي او مسلمانانو ته هم همداسې څرګنده کړي. مستشرق «روبسون» په دې باور دی چې دا مفکوره (حدیث د شریعت د دویمې سرچینې په توګه) له قرآن څخه وروسته، په وروستیو پیړیو کې د ستونزو له رامنځته کېدو وروسته او د هغه لپاره د حل لارې په توګه راڅرګنده شوه. تر «روبسون» مخکې «جولد زیهر» او «شاخت» هم د دې نظریې د رامنځته کولو هڅه کړې وه.
«ابوریه» چې یو اسلامي لیکوال دی، دا نظریه په خپل کتاب أضواء علی السنة النبویة کې راوړې او دا آیتونه یې هم ذکر کړي دي:
«ما فرطنا في الكتاب من شيء»؛
«موږ هیڅ شی په دې کتاب کې نه دی پرېښی.»
او په بل ځای کې فرمايي:
«ونزلنا عليك الكتاب تبيانا لكل شيء»؛
«او موږ پر تا باندې یو [آسماني] کتاب نازل کړی دی چې د هر څه د روښانتیا لپاره دی.»
هغه په دې استدلال سره لیکي:
«نباید په شریعت کې له قرآن پرته بل څه ته رجوع وشي؛ ځکه قرآن پخپله تبیان او څرګند دی او بل بیان ته اړتیا نه لري.»
په ځواب کې باید ووایو: «ابوریه» په خپلو دغه خبرو یا ناپوه او جاهل و، یا یې ځان په ناپوهۍ وهلی دی؛ ځکه هغه چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت ته اهمیت او ارزښت ورکړی او مسلمانان یې ورباندې پابند کړي دي، پخپله الله سبحانه و تعالی دی. تر دې حده چې په ډېرو آیتونو کې یې دغه مقام تایید کړی دی، لکه څرنګه چې فرمایي:
«من يطع الرسول فقد أطاع الله»؛
«چا چې د رسول [صلی الله علیه وسلم] اطاعت وکړ، په حقیقت کې یې د خدای جل جلاله اطاعت وکړ.»
او فرمايي:
«وما آتاكم الرسول فخذوه وما نهاكم عنه فانتهوا»
«او هغه څه چې رسول الله [صلی الله علیه وسلم] تاسو ته درکړي، هغه ونیسئ، او له څه چې مو منع کوي، له هغه ډډه وکړئ.»
الله جل جلاله موږ ته امر کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم څخه اطاعت وکړو او د هغه له نهیې څخه ځان وساتو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت د اتباع په اړه احادیث
۱. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ألا إنني أوتيت الكتاب، ومثله معه، ألا يوشك رجل شبعان متكئ على أريكته يقول: عليكم بالقرآن فما وجدتم فيه من حلال فأحلوه، وما وجدتم فيه من حرام فحرّموه»؛
«پوه شئ چې ما ته قرآن او د هغه سره د هغه غوندې بل شی راکړل شوی دی. خبر اوسئ چې نږدې دی یو داسې کس چې په مړه ګېډه به وي، خپل بالښت ته تکیه وهلې، راشي او تاسو ته ووایي: قرآن ته غاړه کېږدئ، او هر هغه څه چې په قرآن کې حلال دي، هغه حلال وګڼئ، او هر هغه څه چې حرام دي، هغه حرام وګڼئ.»
۲. په بل ځای کې فرمایي:
«عليكم بسنتي، وسنة الخلفاء الراشدين المهديين من بعدي عضوا عليها بالنواجذ»؛
«تاسو باید زما سنت او زما د خلفاء راشدینو سنت، چې هدایت شوي دي او له ما وروسته راځي، ومنئ او په ټینګښت یې ونیسئ.»
«جولد زیهر» لیکي:
«د حدیثونو لویه برخه په لومړۍ او دویمه پیړۍ کې د دیني، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو په نتیجه کې رامنځته شوه.»
علامه سباعي رحمه الله د دې مستشرق په ځواب کې لیکي:
«نه پوهېږو چې دغه مستشرق څنګه دا جرئت کړی او داسې خبره یې کړې، په داسې حال کې چې ډېر روایتونه یې تکذیب کوي، سره له دې چې دی پوهېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې دنیا نه و تللی، چې د کتاب الله او خپل په سنت سره یې د اسلام د لوړې ودانۍ ټول بنسټونه، قوانین او شرایع وضع کړل. تر دې حده چې له وفات څخه مخکې یې وفرمایل:
«عليکم بسنتي، وسنة الخلفاء الراشدين المهديين من بعدي عضوا عليها بالنواجذ»؛
«تاسو باید زما سنت او زما د خلفاء راشدینو سنت، چې هدایت شوي دي او له ما وروسته راځي، ومنئ او ټینګ یې کړئ.»
او بیا فرمایي:
«لقد تركتكم على الحنيفية السمحة، ليلها كنهارها»
«تاسو مې پر یوه روښانه او واضحه لاره [اسلامي دین] پرېښودئ، چې شپه یې د ورځې په څېر روښانه ده.»
نو معلومه ده چې وروستی آیت، چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، عبارت دی له:
«اليوم أکملت لکم دینکم وأتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الإسلام دینا»؛
«نن ما ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ، او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ، او اسلام مې ستاسو لپاره د دین په توګه غوره کړ.»
دا آیت د دې دین د بشپړتیا او کمال نښه ده. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې نړۍ څخه رحلت وکړ، د اسلام دین کمال ته رسېدلی و، نه لکه څنګه چې دا مستشرق ادعا کوي.
مستشرقین او د سنتو حجیت ته اعتراضونه
مستشرقین پر سنتو او د هغه د حجیت (اعتبار) په اړه نور اعتراضونه هم لري، چې عبارت دي له: د سنت تدوین، روایت په معنا سره، وضع په احادیثو کې او داسې نورو موضوعاتو. د اسلام نامتو علماء کرامو په خپلو کتابونو کې د هغوی شبهاتو ته په تفصیل سره ځوابونه ورکړي دي.
استشراق او د حضرت ابوهريره رضي الله عنه ژوند
مستشرقینو وروسته له دې چې پر سنت باندې برید وکړ، نو په هغه یې بسنه ونه کړه، بلکې نور هم مخکې لاړل. دوی هڅه وکړه چې پر هغو کسانو طعنه ووهي، چې سنت یې نورو ته لېږدولی دی. لکه مخکې مو یادونه وکړه، یو له هغو کسانو څخه چې د مستشرقینو زهر پر هغه باندې اغېزه کړې، او قلم یې په بشپړه توګه د هغوی په خدمت کې و، «ابوریه» و.
هغه د حضرت ابوهريره رضي الله عنه په اړه داسې څه ویلي، چې حتی یهود، نصارا، زنادقه او معتزله هم نه دي ویلي. داسې خبرې، چې چا ته یې منسوب کول روا نه دي. ده د خپلو سترو استادانو (غربي مستشرقینو) څخه پیروي کړې او د حضرت ابوهريره رضي الله عنه د مقام او مرتبې د کمولو او هغه ته د سپکاوي په خاطر ګڼ اعتراضونه کړي دي، ترڅو په دې طریقه روایتونه ناقص او باطل وښيي.
البته باید پوه شو چې دا قضیې تهمتونه دي او د حضرت ابوهريره رضي الله عنه له شأن او مقام څخه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نږدې اصحابو او شاګردانو څخه و، په بشپړه توګه لرې دي. دلته موږ د دغو شبهاتو او اعتراضونو ځینې یادونه کوو او د هغو لنډ ځوابونه هم راوړو:
د حضرت ابوهريره رضي الله عنه د نوم په اړه اختلاف
ابوریه وايي:
«چې په جاهلیت او اسلام کې د هېچا د نوم په اړه دومره اختلاف نشته.»
دلته باید له ابوریه او د هغه له استادانو وپوښتل شي: آیا د انسان علم او عمل اعتبار لري، او که یوازې نوم؟ او بل دا چې: آیا کنیه نوم نه ګڼل کېږي؟
آیا نور صحابه کرام نه وو چې په کنیهو سره مشهور شول، لکه: ابوبکر، ابوعبیده او ابودجانه؟
او دا هم معلومه ده چې د حضرت ابوهريره رضي الله عنه نوم څرګند دی. د علماو راجح قول دا دی، چې په جاهلیت کې د هغه نوم «عبدشمس» او په اسلام کې «عبدالرحمن» و.
د حضرت ابوهريره رضي الله عنه نالوست والی (اُمي والی)
ابوریه وايي:
«ابوهريره نالوستی (اُمي) و، نه یې لوستل زده وو او نه یې ليکل.»
البته باید وویل شي، چې د دې خبرې هدف یوازې پر حضرت ابوهريره رضي الله عنه باندې طعنه وهل دي. عجیبه دا ده چې په صحابه کرامو کې نه یوازې ابوهريره رضي الله عنه، بلکې ډېر نور اصحاب هم اُمیان وو. په هغه وخت کې اکثره عرب نالوستي او اُمیان وو، او دا عیب نه ګڼل کېده.
نو باید وویل شي چې د ابوریه هدف یوازې د شکونو راپارول دي.
د حدیثونو د ډېر شمېر روایت
یو له هغو اعتراضونو څخه چې ابوریه پر حضرت ابوهريره رضي الله عنه کوي، د هغه د احادیثو کثرت دی. ابوریه وايي:
«هغه څنګه وکولی شوای چې دومره احادیث روایت کړي، په داسې حال کې چې له درې کاله پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې مصاحبت نه دی کړی.»
د ابوریه دا دلیل هم بې ځایه او بې ارزښته دی.
د حضرت ابوهريره رضي الله عنه فقر
د حضرت ابوهريره رضي الله عنه پر خلاف د ابوریه بل اعتراض د هغه بې وزلي ده. هغه وايي:
«ابوهريره رضي الله عنه له دې امله چې غریب و او د خوړلو لپاره یې څه نه درلودل، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به یې مصاحبت او ملګرتیا کوله او خپله خېټه به یې ډکوله، نو له همدې امله تحقیر شوی.»
دلته باید ابوریه ته وویل شي چې په اسلام کې فقر هیڅکله د انسان د ذلت او تحقیر لامل نه دی؛ ځکه چې ډېر فقیران په ډېرو ځایونو کې له شتمنو خلکو څخه مخکې دي. ډاکټر سباعي رحمه الله لیکي:
«ښايي همدا اعتراض پر ابوریه وشي، او دی د دې له امله چې په خپلو خلکو کې ځای او عزت نه درلود، تحقیر او تنقیص شي.»
امویانو ته د هغه تمایل
په دې مسئله کې ابوریه د مستشرقینو او شیعه ګانو ټول توهینونه راټول کړي دي، په داسې حال کې چې د حضرت ابوهريره رضي الله عنه دریځ د نورو صحابه کرامو په څېر روښانه او څرګند دی.
ډاکټر مصطفى سباعي رحمه الله لیکي:
«زه شاهدي ورکوم چې ابوریه د ټولو هغو کسانو په پرتله چې پر حضرت ابوهريره رضي الله عنه یې اعتراض کړی، لکه د نوي او زاړه معتزله، روافض او مستشرقینو، ډېر توهین کړی او تر ټولو بد کس دی. دا هغه څه دي چې د هغه پر باطني کرکې او د عقیدې پر فساد دلالت کوي. خدای جل جلاله دې هغه ته د دغو دروغو، تهمتونو، تحقیرونو او د حقایقو پر بدلولو جزا ورکړي.»
په اسلامي ټولنه کې د استشراق او مستشرقینو پایلې
یو له هغو مهمو موضوعاتو څخه چې باید پرې بحث وشي، د استشراق او مستشرقینو هغه اغېزې او پایلې دي چې زموږ پر ټولنه یې درلودلي دي. ځینو پوهانو دغه اغېزې او پایلې په دوو برخو وېشلې دي: مثبتې اغېزې او منفي اغېزې.
دلته یې ځینې یادوو، او دا چې کومې پایلې یې غالبې دي، د هغه قضاوت لوستونکو ته سپارو.
مثبتې اغېزې
که موږ د مستشرقینو هڅې په سمه توګه وارزوو، وبه وینو چې ځینو یې په ریښتیا هم ښه علمي آثار وړاندې کړي دي. ډاکټر حسن خربوطي لیکي:
«حقیقت دا دی چې مستشرقین په خپلو څېړنو او تحقیق کې له جديت، هڅې، تعمق (ژورتیا)، شننې، سمې کتنې، پایلې او داسې نورو ځانګړنو څخه کار اخلي.»
هغه په بل ځای کې لیکي:
«بې له شکه موږ اوس هم د ډېرو مستشرقینو پوروړي یو، چې په خپلو لیکنو سره یې د فکر او اندېښنې په پرمختګ کې مرسته کړې ده، په تېره بیا هغه وخت چې کتابونه یې عربي ته وژباړل شول. دې څېړنو ډېری علمي حقایق ثابت کړل او زموږ کتابتونونو ته یې ډېر کتابونه او څېړنې اضافه کړې.»
ډاکټر محمد فاروق نبهان په خپل کتاب الاستشراق تعریفه، مدارسه، آثاره کې د استشراق مثبتې اغېزې په لاندې ډول ذکر کړي دي:
د استشراق تر ټولو مهم مثبت فکري کارونه عبارت دي له:
لومړی: د مخطوطاتو د څېړنې په ډګر کې؛ مستشرقینو د عربي او اسلامي کتابونو څېړنو ته ډېره پاملرنه کړې، ډېر مهم کتابونه یې خپاره کړي دي، او په دې برخه کې یې هڅې څرګندې او روښانې دي، چې نشي انکار کېدای. دوی په زړورتیا او غښتلتیا سره د کلتوري میراثونو د موندلو هڅه وکړه او په دې لاره کې یې د بحث او لټون سختۍ په صبر سره وزغملې.
دویم: قاموسونو او پوهنغونډو (موسوعاتو) ته پاملرنه؛ مستشرقینو د عربي او اسلامي ژبو د قاموسونو او موسوعاتو (دائرة المعارفو) تالیف ته ډېره پاملرنه وکړه، او په دې برخه کې یې وتوانېدل چې عربي کلتوري میراث او د ادبیاتو تاریخ ته ستر خدمتونه وکړي.
ډاکټر نبهان په پای کې لیکي:
«پخوا به زموږ علماو موږ ته لازم کتابونه او د اړتیا طریقې برابرولې، خو وروسته له هغه چې موږ ضعیف او کمزوري شو، مستشرقین په دې وتوانېدل چې دا طریقې بشپړې کړي. که موږ په انصاف سره وګورو، باید د دوی هڅې ومنو.»
منفي اغېزې
ظاهراً، که څه هم د استشراق او مستشرقینو ښکارنده ګټې درلودلي، خو باید هېر نه کړو چې د دې غورځنګ منفي پایلې او تبعات دومره ډېر دي چې په دې ځای کې یې په بشپړه توګه بیانول ګران دي. په لنډه توګه، د هغې منفي اغېزې په لاندې ډول بیانولی شو:
-
د عامو خلکو د ذهنونو تشویش کول: په ځانګړې توګه ځوانان، چې د ټولنې فعاله او ځواکمنه طبقه ده. هغه کتابونه چې دوی د اسلام، مسلمانانو، قرآن، د سنت د حجیت او داسې نورو په اړه لیکلي، هڅه یې کړې چې مسلمانان له خپل دین څخه لرې کړي او د اسلام د دین او مسلمانانو تر منځ واټن رامنځته کړي.
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی او توهین: دوی د هغه شخصیت تر پوښتنې لاندې راوستلی. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، دوی هر څومره هڅه وکړه چې امت له خپل استاد څخه لرې کړي، لارې یې سره بېلې کړي، او داسې ښکاره کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دین له یهودو او نصاراو څخه اخیستی دی.
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر صحابه کرامو رضي الله عنهم باندې اعتراض: په تېره بیا هغه کسان چې د نورو صحابه کرامو په پرتله ډېر حدیثونه یې روایت کړي دي. په دې ډله کې د حضرت ابوهريره رضي الله عنه نوم ځانګړې یادونې وړ دی.
-
اکثره مستشرقینو چې څېړنې کړې دي، موخه یې خالصه څېړنه نه وه، بلکې د خپلو استعماري هېوادونو لپاره یې کار کاوه او له هغوی څخه یې غټ معاشونه ترلاسه کول. لکه څنګه چې د دې لیکنې په تېرو برخو کې یادونه وشوه:
-
په اسلامي نومونو د هغو کسانو روزنه چې د دوی موخو ته وده ورکړي: په دغو کسانو کې سلمان رشدي او سعید حبیب د یادونې وړ دي. سلمان رشدي لومړنی کس و چې قرآن ته یې سپکاوی وکړ او مشهور شو. وروسته یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی وکړ او نور هم معروف شو.
-
له اړمنو خلکو سره مرسته او هغوی خپل ځان ته جذبول: د اړمنو خلکو لپاره د مکتبونو جوړول او هغوی ته د عیسویت او صلیبیت بلنه ورکول د دوی تر ټولو ستر ارمان و. مستشرقین د همدې خلکو ملاتړ کوونکي او د دوی روزونکي وو. دا خوځښت نن ورځ هم زموږ په ټولنه کې شتون لري، چې دښمنان په هر ډول هڅه کوي مسلمانان له اسلام څخه لرې کړي.
-
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې تهمت وهل: د هغه شخصیت بد ښکاره کول د هغه د مېرمنو په یادولو سره او د دې ادعا کول چې هغه (نعوذ بالله) یو شهوتران سړی و، چې یوازې یې جسمي او جنسي غوښتنو ته پام کاوه. دوی هڅه وکړه چې د دې لارې اسلام بدرنګه کړي. دلته باید ووایو چې دوی تېروتلي دي؛ ځکه خدای جل جلاله له دوی منځه داسې خلک راپورته کړل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دفاع یې وکړه.
-
پر فصیح عربي ژبې برید کول: د سیمهییزو او محلي لهجاتو د خپرېدو هڅه کول، ترڅو د عربي ژبې او د قرآن فصاحت او بلاغت کمزوری کړي.
-
له دین څخه د سیاست جلا کول: د دین او سیاست ترمنځ د توپیر رامنځته کولو مفکوره وړاندې کول، ترڅو علما د سیاستوالو او واکمنانو په وړاندې ودرېږي او د دواړو ډلو ترمنځ شخړه او دښمني پیدا شي.
-
د اسلامي تاریخ بدنامول: د لومړیو اسلامي پېړیو واکمنان بدنامول؛ په ځانګړې توګه د اموي او عباسي خلافتونو او نورو مسلمانو واکمنانو په اړه منفي خبرې نقل کول.
-
د مسلمانې ښځې آزادي: له کوره د ښځې راایستل، د هغې بربنډ کول او د اسلام پر وړاندې اعتراض کول چې ګواکې په ښځو یې ظلم کړی دی. د دې موخې لپاره دوی په اسلامي هېوادونو کې تبلیغ ته نارینه او ښځې وروزل، چې په هغوی کې الطهطاوي، هُدی شعراوي او صفیه زغلول یادولی شو، چې ټولو په مصر کې فعالیت درلود.
-
د دینونو د یو ځای کېدو (تقریب ادیان) نظریه: دا د اسلام او مسلمانانو لپاره تر ټولو خطرناکه ښکارنده ګڼل کېږي. د دې نظریې موخه دا وه چې اسلام په نورو دینونو، په ځانګړې توګه یهودیت او عیسویت، کې ورګډ کړي او مسلمانان له خپل دین څخه لرې کړي.
هغه ټکي چې د استشراق او مستشرقینو د منفي اغېزو په اړه څرګند شوي، زما موندنې نه دي، بلکې له بېلابېلو معتبرو او مهمو کتابونو څخه اخیستل شوي دي. دغه کتابونه عبارت دي له:
-
السنة النبویة ومکانتها في التشریع الإسلامي د ډاکټر علامه مصطفی سباعي لیکنه
-
أثر التبشیر والاستشراق علی الشباب المسلم د ډاکټر جابر قیمحه
-
أثر المستشرقین علی أبناء المسلمین د ډاکټر سعد آل حمید
او نور معتبر کتابونه چې د دې موضوع په اړه ژورې څېړنې لري.
په دې مقاله کې زما نظر
د دې مقالې دې برخې او نورو اړوند برخو ته په پام سره، تر ټولو مهم ټکی چې انسان ترې پوهېږي، د استشراق او مستشرقینو له اسلام او مسلمانانو سره د عناد، ضدیت، دښمنۍ او مخالفت دی. د دوی پر وړاندې علماء غلي نه دي پاتې شوي، بلکې د دې زوږنده سېلاب او څپو په وړاندې یې د مقاومت لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي. د الله تعالی په فضل او کرم سره، دوی په دې هڅو کې تر ډېره بریالي شوي دي. ډېری ګټور او اغېزمن کتابونه یې لیکلي دي، چې د استشراق د منفي اغېزو په ښکاره کولو کې مرسته کوي.
د مستشرقینو اوسنی حالت
دلته مناسبه ده چې یوه مهمه پوښتنه مطرح کړو او د هغې ځواب وړاندې کړو: آیا نن ورځ د مستشرقینو شأن او شوکت پای ته رسېدلی دی، که دوی اوس هم په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د اسلام، اسلامي هېوادونو، مسلمانانو او په ځانګړې توګه د منځني ختیځ په اړه معلومات ترلاسه کړي او خپلو بادارانو ته یې وسپاري؟
ځینې علماء باور لري چې د استشراق واک او دبدبه له منځه تللې ده. یو له دغو پوهانو څخه علي حسني خربوطي دی، چې په خپل کتاب کې د مستشرقینو د زوال او د هغوی د فعالیتونو د کمېدو په اړه بحث کوي. هغه لیکي:
«زموږ په اند د استشراق راتلونکی محدود دی، او د هغوی ساحه ورځ تر بلې د زوال په حال کې ده. اوس عرب څېړونکي په پیاوړي ډول کار کوي او بهرنیو افکارو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. مستشرقین هم یوازې د خپلو پخوانیو څېړنو په یادولو بسنه کوي، او د هغوی نوې څېړنې په محدودو حلقو کې پاتې دي.»
دا نظریه کېدای شي په لومړي نظر کې سمه ښکاره شي؛ خو زه دلته بل نظر لرم. زما په اند، لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، ډېری مستشرقین اجیران او مزدوران دي، چې د نورو خلکو لپاره کار کوي او موخه یې یوازې د پیسو ګټل دي (البته، ځینې یې له دې عمومي قاعدې مستثنا دي). هغه مهال اړتیا وه چې دوی خپل پلانونه په یوه ځانګړي ډول پرمخ بوځي، خو نن ورځ دوی لپاره نورې لارې هم شته، لکه د بهرنیو موسسو او ګوندونو ملاتړ.
د مستشرقینو نوې لارې چارې
د مستشرقینو اوسني پلانونه او لارې چارې په لاندې ډول دي:
-
د ماشومانو او ځوانانو لپاره کور په کور ګزمې.
-
د ښځو د حقونو او ازادۍ دفاع په پلمه د اسلام ضد فعالیتونه.
-
د بشري حقونو د ملاتړ په نوم تبلیغات.
-
د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې بېلابېل پروپاګندونه.
د دې نظر تایید په “عطار التبشیر و الاستشراق علی الشباب المسلم” کتاب کې شوی، چې داسې معلومات لري چې خلک حیرانوي.
د مخنیوي لارې چارې
د مستشرقینو د پلانونو د مخنیوي لپاره باید خپل ځوانان راویښ کړو، او په ټولنه کې د فکري او کلتوري ودې لپاره هڅې وکړو. په کورونو، ښارونو او ټولنیزو چاپېریالونو کې اسلامي کلتور را ژوندی کول اړین دي. د دې لپاره باید د زړه له تله کار وشي او هېڅ ډول هڅې ونه سپمول شي.
پایله
په دې لیکنه کې ډېره هڅه شوې چې د استشراق او مستشرقینو اصلي څېره ټولو ته څرګنده شي او الحمدالله د مختلفو منابعو په پلټلو سره ډېر ښه موضوعات تر لاسه شول او تر ډېره حده د هغو له مخ څخه پرده لرې شوه. د استشراق او مستشرقینو، او عادلانه ختیځ پوهان له نورو څخه جلا شوي، او داسې نور د دوی مشهور شکونو ته لنډ ځوابونه ورکړل. دلته باید دا ومنم چې د مستشرقین شکونه په حقیقت کې ډېر دي، خو زموږ هڅه دا ده چې د دوی تر ټولو مشهور شکونه تحلیل کړو او ځوابونه یې وړاندې کړو. دا مقاله چې په څو برخو کې لیکل شوې ده، د اسلام له سپېڅلې سیمې څخه د خپلو متعصبو او اوږدمهاله دښمنانو له برید څخه د دفاع یوه هڅه وه. هغه دښمنان چې هره ورځ د ګران اسلام د له منځه وړلو هڅې کوي.
“وَاللهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.”
په دې وروستیو کې له لوی خدای جل جلاله څخه غوښتنه کوو چې اسلامي امت ته داسې بیداري ورکړي چې بېرته خپل لرغوني عزت او وقار ته وګرځي او خپل لوړ مقام بېرته ترلاسه کړي. د هغې ورځې په هیله.
ومن الله التوفیق
سرچینې او حوالې
-
القرآن الکریم
-
أحمد البر، محمد موسى محمد: الاستشراق تعريفه ونشأته ودوافعه وأهدافه، مجلة حوليات كلية الدعوة والإعلام، العدد الأول 1434هـ، 2012م.
-
آل حمید، سعد: أثر المستشرقین علی أبناء المسلمین، جامعة الملک سعود، کلیة التربیة، قسم الثقافة الإسلامیة.
-
بعض البرامج الحدیثیة.
-
ځینې لیکوالان: د قرآن کریم په تاریخ کې د ځینو وارده شبهاتو تحلیلي نقد، ۱۳۹۷، ص: ۳۲.
-
الخربوطي، علي حسني: المستشرقون والتاریخ الإسلامي، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۸۸م.
-
زقزوق، محمود حمدی: الاستشراق والخلفیة الفکریة للصراع الحضاري، مصر- قاهرة: دارالمعارف.
-
زماني، محمدحسن: مفهوم پېژندنه، تاریخچه او د استشراق پړاوونه، د قرآن مجله او مستشرقین، لومړۍ شمېره، ژمی ۱۳۸۵.
-
السباعي، الدكتور مصطفى: الاستشراق والمستشرقون، دارالوراق، المکتب الإسلامي.
-
السباعي، مصطفى: السنة النبویة ومکانتها فی التشریع الإسلامي، دارالورق، المکتب الإسلامی، ۲۰۰۰م.
-
شوقي، أبو خلیل: الإسقاط في مناهج المستشرقین والمبشرین، سوریة- دمشق: دارالفکر، الإعادة الأولی: ۱۴۱۹هـ، ق. ۱۹۹۸م.
-
الشیخ الدكتور سعد آل حمید: أهداف الاستشراق ووسائله، جامعة الملک سعود، کلیة التربیة قسم الثقافة الإسلامیة.
-
علي محمد، إسماعیل: الاستشراق بین الحقیقة والتضلیل، مصر – قاهرة: دارالکلمة.
-
عمیرة، عبدالرحمن: الإسلام والمسلمون بین أحقاد التبشیر وضلال المستشرقین، لبنان: بیروت: دار الجیل.
-
د آذرتاش آذرنوش قاموس، ایران- تهران: نشرنی، نولسم چاپ ۱۳۹۲.
-
قمیحة، جابر: أثر التبشیر والاستشراق علی الشباب المسلم، السعودیة- الریاض، السنة العاشرة، العدد ۱۱۶، العام: ۱۴۱۲هـ، ق. ۱۹۹۱م.
-
النبهان، محمد فاروق: الاستشراق تعریفه، مدارسه، آثاره، المملکة المغربیة – الرباط: منشورات المنظمة الإسلامیة للتربیة والعلوم والثقافة، إیسیسکو، ۱۴۳۳هـ، ۲۰۱۲م.