لیکوال: ابو عائشه

استشراق څه شی دی؟ (دریمه برخه)

 

په دې برخه کې غواړو ځینې هغه شکونه او شبهات په ګوته کړو چې مستشرقینو رامنځته کړي دي او هر یو ته یې مناسب ځواب وړاندې کړو:
استشراق او اسلام
د اسلامي لیدلوري او منهج له مخې، اسلام يو اسماني دین دی چې د وحیې په واسطه، د الهي حقیقت او انساني فطرت تر منځ د اړیکې وسیله ګرځېدلی. محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی، چې قرآن کریم د جبرئیل علیه السلام په واسطه پرې نازل شوی دی.
قرآن کریم د الله جل جلاله کلام دی چې هیڅ باطل ورته لار نشي موندلی، او الله تعالی د هغه ساتنه او حفاظت په خپله غاړه اخیستی دی. اسلام هغه دین دی چې الله تعالی غوره کړی او پر ټولو نورو دینونو یې فضیلت ورکړی دی. الله تعالی په دې اړه فرمايي:
«إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الإِسْلاَمُ»
(بې له شکه چې اسلام د الله په وړاندې یوازینی حقیقي دین دی.)
اسلام هغه دین دی چې الله تعالی جل جلاله پخپله بشپړ کړی او ټول بنسټونه او احکام یې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لارې نړۍ ته رسولي دي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
«الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا»
(نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دین بشپړ کړ، خپل نعمت مې درباندې پوره کړ او اسلام مې ستاسو لپاره د دین په توګه غوره کړ.)
خو له هغه ځایه چې د دې کامل دین دښمنانو تل هڅه کړې چې د هغه ښکلی نوم بدرنګه وښيي او پرې نیوکه وکړي، هغوی ډېرې نیوکې او شبهې وړاندې کړې دي. دا شکونه او شبهات په ځانګړي ډول د متعصبو او معاندو مستشرقینو په دوران کې ډېر شول، تر دې چې ځینو د اسلام پر ضد کتابونه ولیکل.
شکوکو او شبهاتو ته ځوابونه
لومړۍ شبهه
د اسلام دښمنانو (معاندو مستشرقینو) لومړی شک او شبهه دا وړاندې کړې چې ګواکي رسول الله صلی الله علیه وسلم له یهودو او نصارا وو سره اړیکه درلوده او له هغوی څخه یې دا دین زده کړی دی.
د بېلګې په توګه، ویل شوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل له خپل تره سره شام ته تللی و، چې هلته له راهب نسطورا سره د نصاراوو په معبد کې اشنا شو او د تورات علم یې زده کړ.
په ځینو کتابونو کې ویل شوي چې هغه له یهودي سرچینو څخه په آخرت پورې اړوند عقیدې زده کړي دي، او ځینو دا دعوه کړې چې هغه علم له ورقه بن نوفل څخه اخیستی دی.
د دې شبهې ځواب
که وغواړو چې دې شبهې ته په لنډه توګه ځواب ورکړو، باید ووایو: که بحیرا یا ورقه بن نوفل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د عیسویت د عقایدو په اړه څه ور زده کړي وای، د قریشو هیچا به پرې ایمان نه وای راوړی. د بعثت د مسئلې او هغو پېښو په اړه چې له هجرت څخه وروسته رامنځته شوې، د بحیرا کړنې، چې له بعثت څخه مخکې وفات شوی و، څه معنا لري؟
ورقه بن نوفل، چې له هجرت څخه دولس کاله مخکې وفات شوی، په دې موضوعاتو کې کوم نقش درلودلی شي؟
د دې مواردو سره سره، حیرانوونکې خبره دا ده چې د آسماني ادیانو ترمنځ هیڅ ډول حقیقي تضاد یا ګډوډي نه شته.
موسی علیه السلام له ابراهیم علیه السلام وروسته راغی، مګر د هغه منهج یې تعقیب کړ او پر هغه یې ایمان درلود. عیسی علیه السلام بیا له ابراهیم او موسی علیهما السلام وروسته را ولېږل شو، خو په دوی دواړو یې ایمان درلود. په ورته توګه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو پیغمبرانو وروستی پیغمبر و، چې پر ټولو یې ایمان درلود او د دوی رسالت یې تصدیق کړ.
د مستشرقینو شبهات او د هغوی موخې
مستشرقین په دې شکونو سره هڅه کوي چې دا رد کړي چې اسلام د الله تعالی له لوري نازل شوی آسماني دین دی. هغوی ادعا کوي چې اسلام د پخوانیو دینونو، یهودیت او مسیحیت، څخه اخیستل شوی دی.
بله شبهه چې مستشرقینو وړاندې کړې، هغه دا ده چې اسلام د علم او فلسفې خلاف دی. د ارنست رینان په نوم یو مستشرق لیکي:
«اسلام له علم او فلسفې سره جنګېدلی دی
بل مستشرق لیکي:
«کله چې قرآن او د مکې ښار له عربي هېوادونو څخه لرې شي، عربان به وتوانېږي چې د علم، فلسفې او تمدن په لور ګامونه واخلي، هغه تمدن چې محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه کتاب هغوی ترې لرې ساتلي دي
د دې ادعاوو ځواب
دا واقعا د حیرانتیا خبره ده چې متعصب مستشرقین په دې ډول الفاظو سره څه ثابتول غواړي. باید پوه شو چې که څه هم دغه متعصبین هڅه کوي چې له اسلام سره دښمني وکړي، هغه بدرنګه ښکاره کړي او بې‌بنسټه تورونه پرې ولګوي، موږ باید په شک او وسواس اخته نه شو.
اسلام د علم پر بنسټ دین دی. د اسلام لومړنۍ وینا «اقرأ» (ووايه) وه، چې د علم او زده کړې د اهمیت څرګندوی دی. وروسته بیا مسلمانانو په بېلابېلو برخو کې، لکه شرعي علومو، فلسفې، ریاضیاتو، طب، او نورو برخو کې سترې لاسته راوړنې وکړې.
الله تعالی مسلمانان هڅولي چې فکر، تأمل او تدبر وکړي. په دې اړه فرمايي:
«قُلْ سِيرُوا فِي الأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ»
(ووايه: په ځمکه کې وګرځئ او وګورئ چې الله جل جلاله څنګه مخلوقات پیدا کړل. بیا هغه د آخرت پیدایښت رامنځته کوي. بې‌شکه چې الله پر هر څه قادر دی.)
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ګرځولې ده. هغه هر مسلمان اړ کړ چې یا عالم وي یا متعلم. کله چې اسلامي تاریخ مطالعه کړو، ښکاره کېږي چې په خورا لنډ وخت کې علم او تمدن په اسلامي نړۍ کې په چټکۍ سره خپور شو.
اسلام او د علم خپرېدل
د هغه وخت په نړۍ کې د علم، تمدن او کلتور چټک خپرېدل د اسلام د رڼا په برکت وو. داسې شخصیتونه یې وروزل چې نومونه به یې د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې ځلاند وي.
اسلام نه یوازې په شرعي علومو کې، بلکې په نورو برخو کې هم پرمختګ وکړ. دا پرمختګ تر دې حده و چې بې‌طرفه او عادل غربي محققین پخپله دا مني او په دې اړه یې کتابونه لیکلي دي.
استشراق او قرآن کریم
د قرآن پر وړاندې د استشراق او مستشرقینو دریځ ډېر څرګند او روښانه دی؛ ځکه دې ډلې له پیله د قرآن سره د دښمنۍ او انکار چلند خپل کړی دی. دا د استشراق د اهدافو د پرمخ بیولو لپاره یوه طبیعي موضوع ګڼل کېږي. له همدې امله د اسلام د مخالفانو ټولې هڅې، که زړې وي که نوې، په دې متمرکزې دي چې د قرآن په حقانیت او سموالي باور کمزوری او متزلزل کړي.
دا چلند د جاهلیت د لومړۍ دورې مشرکانو او بت‌پرستانو کړنو ته ورته دی. هغوی هم د دې خبرې په وړاندې چې قرآن کریم الهي وحی ده، مقاومت وکړ او ادعا یې وکړه:
«إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ»
(دا یوازې دروغ دي چې هغه جوړ کړي دي او نورو خلکو له هغه سره په دې کې مرسته کړې ده.)
بل ځای یې وویل:
«أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا»
(دا د پخوانیو افسانې دي چې هغه یې لیکلي، او سهار او ماښام پرې لوستل کېږي.)
ځینې نورو ادعا وکړه چې دا قرآن د انسانانو له خوا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښوول شوی دی:
«يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ»
(هغه ته یو انسان درس ورکوي.)
د قرآن ځوابونه
قرآن کریم د دې ټولو ادعاوو په اړه واضح ځوابونه ورکړي دي. د لومړي او دویم تور په اړه یې وویل:
«قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا»
(ووايه: دا هغه چا نازل کړی دی چې د اسمانونو او ځمکې په پټو رازونو پوهېږي، بېشکه هغه ډېر بخښونکی او مهربان دی.)
او د درېیم تور په ځواب کې یې وویل:
«لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ»
(د هغه چا ژبه چې دوی ورته منسوبوي عجمي ده، په داسې حال کې چې دا [قرآن] په روښانه عربي ژبه کې دی.)
د مستشرقینو دریځ
کله چې د مستشرقینو لخوا لیکل شوي کتابونه وڅېړل شي، څرګنده کېږي چې د قرآن پر وړاندې د مقاومت او د هغه له الهي‌توب څخه انکار د دوی متفق علیه دریځ دی. دوی باور لري چې قرآن د محمد صلی الله علیه وسلم خپله جوړونه ده. دا نظر د دوی د تعصب او له قرآن او پیغمبر سره د مخالفت پایله ده.
مستشرقینو هڅه کړې چې د قرآن په اړه په دوو برخو کې شکونه پیدا کړي:
  1. د قرآن د الهي اړخ په اړه شکونه – د دې هڅې موخه دا ده چې وښيي قرآن الهي وحی نه ده.
  2. د قرآن د راټولولو، نسخو او قرائتونو په اړه شکونه – دوی هڅه کړې چې په دې برخه کې د روایتونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
مشهور مستشرقین او د هغوی ادعاوې
یو له هغو مستشرقینو څخه چې د قرآن د متن په اړه یې شکونه راپورته کړي، “جولد تسهیر” دی. هغه په خپل کتاب د اسلامي تفسیر مذاهب کې د قرآن کریم متن ګډوډ او بې‌ثباته ګڼلی دی. هغه ادعا کوي چې په عبارتونو کې په څرګند ډول تعصب او طرفداري شتون لري.
هغه لیکي:
«داسې کوم تشریعي کتاب نشته چې یوې مذهبي ډلې په ګډه منلی وي، او وروسته په هغه کې دومره اضطراب او تضاد موجود وي لکه په قرآن کې چې لیدل کېږي
د شبهې ځواب
“جولد لتسهیر” په دې باور دی چې په قرآن کریم کې اضطراب شتون لري. د هغه ادعا د واقعیت سره په ټکر کې ده؛ ځکه د قرآن کریم متن د دقت او سموالي له پلوه تر ټولو لوړ او بې‌ساری دی. هېڅ بل متن، که پخوانی وي یا نوی، د هغه خدمت نه دی کړی چې قرآني متن کړی دی. له ثبوتي اړخه هم هېڅ متن هغه یقین او قطعیت ته نه دی رسېدلی چې قرآن کریم ورته رسېدلی دی.
ښایي د “جولد لتسهیر” موخه له دې اختلاف څخه د قرائتونو ګڼوالی وي، مګر لکه څنګه چې معلومه ده، قرائتونه سبعه تورې نه دي. د قرائتونو اختلاف په نص او متن کې اختلاف نه ګڼل کېږي، بلکې دا د تلاوت او ادا کولو څرنګوالی دی او په معنا کې هېڅ ډول ستونزه نه رامنځته کوي.
شبهه
مستشرقین په دې باور دي چې د قرآن تعلیمات له تورات او انجیل څخه اخیستل شوي دي. فرانسوي مستشرق “رژی بلاشر” وايي:
«هغه ورته والی چې په قرآني کیسو کې د یهودي او عیسوي کیسو سره شتون لري، دا ښيي چې قرآن یو کتاب دی چې د انسانانو په لاس جوړ شوی او د بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې دی. په ځانګړې توګه، په مکي سورتونو کې دا ډېره څرګنده ده چې د عیسوي تعلیماتو تر اغېزې لاندې وو.»
د شبهې ځواب
د قرآن کریم او نورو کتابونو ناسمه پرتله
ځینې مستشرقین هڅه کوي چې قرآن کریم د عهدین له کتابونو سره پرتله کړي او دا په دې مانا تعبیر کړي چې قرآن تحریف شوی دی. دا نظریې په دې دلالت کوي چې هغوی پخپله مني چې تورات او انجیل د انسان خبرې دي. خو د دې منل په دې معنا نه ده چې د ټولو دینونو سپیڅلي کتابونه د انسانانو خبرې او لیکنې دي.
په حقیقت کې، تورات او انجیل په پیل کې د وحی له لارې نازل شوي وو، مګر وروسته تحریف شول. په مسیحي دین کې د تحریف شتون د مسیحي مفکرینو او حتی د انجیل پخپله ثابت شوی دی. دا څرګنده ده چې دغه کتابونه د عیسی علیه السلام له ظهور وروسته د انسانانو لخوا تحریف شوي دي.
قرآن کریم یوه بې‌سارې ځانګړنه لري چې په څوارلسو پېړیو کې پرته له کوم تحریف او بدلون، له یوه نسل څخه بل نسل ته په بشپړه توګه لېږدول شوی دی. په مقابل کې، تورات او د زوړ عهد کتابونه داسې ځانګړتیاوې نه لري. معاصرو مفسرینو او شارحانو پرته له ارمیاء څخه د تورات د کتابونو صحت نه دی منلی.
د انجیل نوې عهدنامه هم له تورات څخه غوره نه ده. د نیقیې د اسقفانو په غونډه کې د انجیل ډېری برخې حذف شوې، او پاتې شوي روایتونه، چې په “متی”، “مرقس” او “لوقا” انجیلونو کې راغلي، تر اوسه د شک لاندې دي.
استشراق او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت
ډېر مستشرقین ادعا کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند مبهم او نا څرګند دی. دوی وايي چې پرته له څو روایتونو، د هغه د سیرت په اړه د بیان لپاره هېڅ معتبر دلایل شتون نه لري.
د دې ادعا په ځواب کې باید وویل شي:
“څنګه هغوی ځان ته اجازه ورکړه چې داسې ادعا وکړي، په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او ژوندلیک له هېچا پټ نه دی؟”
که څوک لږ کلتور او پوهه ولري او له تاریخ سره بلدتیا پیدا کړي، پوهېږي چې د داسې شخصیت ژوند چې د قریشو له مشهورو قبیلو او نومیالیو کورنیو څخه و، هېڅکله پټ نه‌شي پاتې کېدای. هغه کسان چې تر ده ټیټ حیثیت یې درلود، لکه شاعران، ویناوال او قومي مشران، د هغوی په اړه ډېر څه ثبت شوي دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د نړۍ تر ټولو غوره شخصیت دی او د رب‌العالمین محبوب دی، د هغه ژوند او سیرت به څنګه مبهم پاتې شي؟
د مستشرقینو دا ډله د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام سره د کرکې او دښمنۍ له امله هڅه کوي چې د هغه شخصیت په اړه خلک شکمن کړي. خو صادقو او رښتینو لیکوالانو او حتی ځینو مستشرقینو د هغه په اړه کتابونه لیکلي او د هغه په یې حقیقت اعتراف کړی دی.
پایله
د استشراق او مستشرقینو د کتابونو د څېړلو وروسته څرګنده ده چې د دې ډلې شکونه ډېر دي. د دغو ټولو شکونو ځواب یوازې په څو مقالو کې ممکن نه دی. له نېکه مرغه، مسلمانو پوهانو او څېړونکو د دغو شکونو د ځوابولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. لاندې یو څو مهم او د لوستلو وړ کتابونه دي چې په دې برخه کې به ګټور وي:
  1. نبوي سنت او په اسلامي فقه کې د هغه ځای – ډاکټر مصطفی السباعي.
  2. نوی الحاد او رنګینه کنده – په څلورو ټوکونو کې، مراد یوسفي.
  3. د مستشرقینو او مبشرینو په طریقو کې نیمګړتیا – ډاکټر شوقي ابو خلیل.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version