لیکوال: خدای رحم

په افغانستان کې د سیاحتي جاذبو تحلیل (دیارلسمه برخه)

د آی خانم ښار
ګرځندوی یا سیاحت د ټولنې د اقتصادي او کلتوري پرمختګ د بنسټیزو ستنو په توګه د تاریخي او کلتوري میراثونو په ساتلو او معرفي کولو کې مهم رول لوبوي. په دې برخه کې یو له مهمو جاذبو څخه د آی خانم تاریخي ښار دی، چې د خپل ځانګړي ښکلا او لرغونتوب له امله د یونان-باخترۍ تمدن زانګو بلل کېږي. نه یوازې دا ځای د پخواني کلتوري بډایتوب نښه ده، بلکې د یو زړه راښکونکي سیاحتي ځای په توګه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب لپاره هم مناسب دی.
دا تاریخي ځای یو له مهمو یوناني اسکندریو څخه ګڼل کېږي، چې د اکسوس یا امو سیند په نوم پېژندل کېږي او د افغانستان او تاجکستان تر منځ پوله جوړوي. دا سیمه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ یوه برخه ده. د دې ښار پولې له شمال څخه په پنج سیند، له جنوب څخه په کوکچې سیند او کرنیزو ځمکو، له ختیځ څخه په کرنیزو ځمکو او آی خانم کلی، او له لویدیځ څخه په امو او کوکچې سیندونو پورې غځېدلې دي، چې زړه راښکونکي او ښکلي منظره رامنځته کوي.
آی خانم یوه مرکبه کلمه ده چې په دري-فارسي ژبه کې د لویې میرمنې یا درنې میرمنې معنی لري. آی خانم یو ښار دی، چې د لوی سکندر یا د لومړي سلوکوس لخوا له میلاد مخکې په څلورمه پېړۍ کې جوړ شوی دی. په دې لرغوني ښار کې د یوناني او هلن تمدنونو عناصرو او همدارنګه د یوناني او ځایي خلکو ځانګړو عناصرو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
یوناني جغرافیه پوه بطلیموس د امو سیند په څنډه کې د یوې سکندریې یادونه کړې ده. د افغان لرغونپوه ښاغلي فیضي په وینا، دغه لرغونی ښار د یونان د نورو ښارونو په څېر جمنازیم او ښوونځی درلود، چې د لرغونې نړۍ د ستر تمدن نښه ګڼل کېږي او د کوشاني او غربي یوناني هنر سرچینه بلل کېږي.
آی خانم لومړی د انګلیسي څېړونکي «جې ووډ» له‌خوا د پاملرنې وړ وګرځېد او وروسته فرانسوي لرغونپوه “جي برټو” له دې ښار څخه لیدنه وکړه. دواړو ساینس پوهانو فکر نه کاوه، چې په دې سیمه کې به داسې یو یوناني ښار شتون ولري، مګر دا ښار په تصادفي ډول پېژندل شو. د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال د «شولمبرجي» په نوم یو کس د توږل شوې ډبرې له مطالعې او څېړنې وروسته د کورنتین ستنې سر وپېژانده. له دې لارې یې دغه ښار وموند، او درې میاشتې وروسته یې د دې ځای څېړنه او کیندنې ترسره کړې.
په دغه ښار کې د درې یوناني واکمنو کورنیو د سرو زرو، سپینو زرو، او مسو سکې کشف شوې دي.
دغه لرغونی ښار د کوکچې سیند څخه په یو نیم کیلومترۍ کې د پنج سیند د سواحلو په اوږدو کې د دوه کیلومترو په پراخه مثلثي سیمه کې پروت دی، چې په طبیعي ډول د دواړو سیندونو د یوځای کېدو په سیمه کې موقعیت لري. د ښار په مرکزي برخه کې ودانۍ او د دولتي چارو لپاره ځایونه شامل دي، دویمه برخه یې د استوګنې ځای دی، او دریمه برخه یې ارګ دی، چې د ۶۰ مترو په لوړوالي د یوې غونډۍ پر سر جوړه شوې او د دفاع لپاره یې قوي او ټینګ برجونه جوړ شوي دي.
دا لوی یونان-باختري ښار د مسیح علیه السلام له زوکړې وړاندې څلورمې پېړۍ پورې اړه لري او د ځایي عناصرو او یوناني تزئیناتو سره ګډ یو ښکلی معماري سبک لري. دغه د لیدو او ګرځندوی جاذبه داسې ودانۍ لري چې ډبرینې ستنې، تالارونه، رنګ شوي دیوالونه، او د زمري د سرونو مجسمې پکې شاملې دي. فرانسوي لرغونپوه “پاول برنارډ” چې څوارلس کاله یې په دې ښار کې څېړنه کړې ده، وایي چې دغه ستر ښار پخوا د ورېښمو لارې په اوږدو کې پروت و او د مناسبو دفاعي برجونو په لرلو سره یې کورني او بهرني سیلانیان راجلب کړي دي.
د آی خانم تمدن له تاریخي، پوځي، هنري، فرهنګي، سوداګریزو، او اخلاقي پلوه ځانګړی اهمیت لري. د بېلګې په توګه، هغه لیکنې چې د آی خانم ښار د خلکو د فکر او فلسفې څرګندونه کوي، د یوه یوناني کس د مقبرې په مستطیل ډوله لیکدړه کې لیکل شوې دي، چې ښایي د دې ښار بنسټ ایښودونکی وي. د دې لیکنې مفهوم داسې دی:
په ماشومتوب کې ښه روزنه ترلاسه کړه، په ځوانۍ کې خپلې غوښتنې کنټرول کړه، د پوخوالي په عمر کې ریښتینی اوسه، په بوډاتوب کې ښه نصیحت کوونکی اوسه، او د ژوند په وروستیو ورځو کې پوه شه چې څنګه له پښېمانۍ پرته مړ شې.
له دې سیمې څخه د څېړونکو د اکتشاف او مطالعاتو په ترڅ کې ډېر آثار موندل شوي، چې ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. د دې اثارو په منځ کې، موږ کولی شو د ډبرو تزئیني ګلدانونه، مجسمې، په یوناني رسم الخط کې لیکنې، منګي، تختې، کاسې، بکسونه، قبرونه، او د ستنو سرونه یاد کړو. تر ۱۳۶۸هـ ش کال پورې دغه سیمه په سیمه‌یز موزیم بدله شوې وه او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی و، چې د افغانستان له تفریحي او سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېده.
له بده مرغه، د ناقانونه کیندنو په ترڅ کې یو مستطیل ډوله میز چې د سرو زرو څلور مجسمې یې لرلې، د زورواکو او قاچاقبرانو لخوا لوټ شو. دې کار د هېواد تاریخ او دې لرغونو آثارو ته لوی زیان واړاوه. هیله ده چې دولتي چارواکي د دغو مادي او فرهنګي تاریخي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دغه ارزښتونه خوندي پاتې شي او د لرغونپوهانو له څېړنو سربېره، کورني او بهرني سیلانیان هم جذب کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دولت باید د ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته له بهرنیو هېوادونو څخه د آی خانم د غلا شویو اثارو د بېرته راټولولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي.
د آی خانم ښار، چې شاوخوا شل کاله د یونان-باختري امپراتورۍ پلازمېنه و، د باختري یونان د یوه پاچا د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و. د هغه امپراتورۍ ساحه تر هند پورې غځېدلې وه. دغه ښار په هغه وخت کې د مسیح علیه السلام له زوکړې وړاندې جوړ شوی و او د وخت د بریدونو او یرغلونو لاندې راغلی و.
په دې ښار کې د لرغونپېژندنې او څېړنو چارې له ۱۳۴۳ لمریز کال څخه پیل شوې او تر ۱۳۵۷ لمریز کال پورې یې دوام وکړ.
د دې لیکنې له مطالعې او بحثونو څخه دې پایلې ته رسېږو چې د آی خانم تاریخي ښار نه یوازې د افغانستان یو له مهمو لرغونو ځایونو څخه دی، بلکې د بډایه او متنوع تاریخي تمدنونو سمبول هم ګڼل کېږي. دا ځای، د پنج او کوکچې سیندونو د یوځای کېدو په سیمه کې، د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له برکته، ډېر کلتوري او تاریخي ارزښتونه څرګندوي. په دې ښار کې د لرغون‌پېژندنې کشفیات او موندنې د یونان او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ د لرغونو تمدنونو او کلتوري تبادلې شتون په ډاګه کوي.
د طبیعي ښکلا او تاریخي اثارو له امله، آی خانم د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لوړ ظرفیت لري. دا ښار د هغو کسانو لپاره د زړه راښکونکي ځای په توګه پېژندل کېدی شي چې له تاریخ، کلتور، او لرغون‌پېژندنې سره مینه لري. له همدې امله، د دغو اثارو ساتنه او خوندي کول او د ګرځندوی بنسټونو ته وده ورکول ځانګړی اهمیت لري.
سربېره پر دې، د نړیوالو بنسټونو سره همکاري او د لوټ شويو آثارو د بیا ترلاسه کولو او رغونې لپاره د پلان جوړول، کولی شي د ګرځندوی په پراختیا او د سیمې د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي. له همدې امله، د آی خانم کلتوري او تاریخي ارزښت ته د چارواکو او دولتي بنسټونو ځانګړې پاملرنه، د دوامدار پرمختګ او د بشري میراثونو ساتنې لپاره یو اړین ګام دی.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version