لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د امام ترمذي رحمه الله ژوندلیک (دویمه برخه)

د امام ترمذي رحمه الله د زېږېدو نېټه
د امام ابي عیسی ترمذي رحمه الله د زېږېدو نېټې په اړه د علماوو بېلابېل نظرونه موجود دي. ځینو پوهانو او تذکره‌لیکونکو د هغه زېږېدنه د ۲۰۹ هجري کال بللې ده، او ځینو نورو بیا ۲۰۰ هجري کال یاده کړې ده.
له بلې خوا، مولانا تقي الدین ندوي مظهري په خپل کتاب محدثین عظام اور ان کی علمی کارنامي کې لیکي:
«نوموړی امام په ۲۰۵ هجري کال کې د ترمذ په سیمه کې زېږېدلی دی.»
د دې نقل له مخې، امام ترمذي په ۲۰۵ هجري کال کې زېږېدلی دی. خو د اسلامي علومو د ډېری پوهانو او څېړونکو غوره او منل شوې نظریه دا ده چې امام ترمذي رحمه الله په ۲۰۹ هجري کال کې په یوه علمي او روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی.
د امام ترمذي رحمه الله آثار
امام ترمذي رحمه الله د جامع الترمذي د ارزښتناک کتاب په تصنیف سربېره نور آثار هم پرېښودلي دي؛ خو د وخت په تېرېدو او د بېلابېلو پېښو له امله، ډېری دغه آثار له منځه تللي دي او یوازې نومونه یې پاتې دي.
د امام ترمذي رحمه الله تر ټولو مهم آثار دا دي:
۱. جامع الترمذي؛
۲. الشمایل النبویه والخصال المصطفویه (معروف په شمایل ترمذي باندې)؛
۳. العلل الکبیر (یا العلل المفرد)؛
۴. العلل الصغیر؛
۵. کتاب الزهد؛
۶. کتاب الأسماء والکنی؛
۷. کتاب التاریخ؛
۸. کتاب الصحابه؛
۹. کتاب الجرح والتعدیل؛
۱۰. الثلاثیات؛
۱۱. الرباعیات؛
۱۲. العشاریات؛
۱۳. کتاب الموقوف؛
۱۴. رسالة في الخلاف والجدل والتاریخ.
خو ډاکټر اکرم ضیاء العمري د امام ترمذي رحمه الله د آثارو په اړه لیکي:
د امام ترمذي رحمه الله آثار دا دي:
۱. جامع الترمذي؛
۲. العلل الکبیر؛
۳. الشمایل؛
۴. الزهد؛
۵. الأسماء والکنی؛
۶. التاریخ؛
۷. کتاب في الموقوف؛
۸. التفسیر.
هغه بیا وايي:
«د الجرح او التعدیل کتاب او همدارنګه د الرباعیات في الحدیث کتاب امام ترمذي رحمه الله ته منسوبول له توهم پرته بل څه نه دي.»
په پایله کې، اکثره علماء په دې باور دي چې امام ترمذي رحمه الله د الجرح والتعدیل په نامه کوم کتاب نه دی لیکلی. داسې برېښي چې د الرباعیات في الحدیث کتاب د حافظ یوسف ابن شاهین سبط ابن حجر تصنیف دی، چې د ترمذي احادیث یې تجرید او تخریج کړي دي.
همدارنګه د الجرح والتعدیل د کتاب په اړه ځینو محققینو، لکه ډاکټر اکرم ضیاء العمري، احتمال ورکړی دی چې دا د البدایه و النهایه د کتاب تصنیف دی.
د امام ترمذي رحمه الله استادان
د امام ترمذي رحمه الله د مشهورو استادانو له ډلې څخه لاندې کسانو یادونه کولای شو:
۱. قتیبة بن سعید؛
۲. إسحاق بن راهویه؛
۳. محمد بن إسماعیل بخاري؛
۴. محمد بن عمرو السواق البلخي؛
۵. محمود بن غیلان؛
۶. إسماعیل بن موسی الفزاري؛
۷. أحمد بن منیع؛
۸. أبو مصعب الزهري؛
۹. بشر بن معاذ العقدي؛
۱۰. الحسن بن أحمد بن أبي شعیب؛
۱۱. أبو عمار حسین بن حریث؛
۱۲. عبدالجبار بن العلاء؛
۱۳. أبو کریب؛
۱۴. علي بن حجر؛
۱۵. عمرو بن علی الفلاس؛
۱۶. عمران بن موسی القزاز.
د امام ترمذي رحمه الله شاګردان
د امام ترمذي رحمه الله د مشهورو شاګردانو له ډلې څخه لاندې کسانو یادونه کولای شو:
۱. أبو بكر أحمد بن إسماعيل السمرقندي؛
۲. أبو حامد أحمد بن عبد الله بن داود المروزي؛
۳. أحمد بن علي بن حسنویه المقرئ؛
۴. أحمد بن یوسف النسفي؛
۵. أسد بن حمدویه النسفي؛
۶. حسین بن یوسف الفربري؛
۷. حماد بن شاکر الوراق؛
۸. داود بن نصر بن سهیل البزدوي؛
۹. ربیع بن حیان الباهلي؛
۱۰. عبد الله بن نصر، د داود البزدوي ورور؛
۱۱. عبد بن محمد بن محمود النسفي؛
۱۲. علي بن عمر بن کلثوم السمرقندي.
د امام ترمذي رحمه الله حافظه او ذکاوت
امام ترمذي رحمه الله د حیرانوونکې حافظې او لوړ علمي ځواک څخه برخمن و. هغه خپله روایت کوي:
**«یوه ورځ د مکې په لاره وم. له یوه استاد څخه مې د حدیث دوې برخې ولیکلې. کله به مې چې له هغه د احادیثو په اړه پوښتنه کوله او هغه به ځواب راکاوه، نو حدیثونه مې لیکل. ناڅاپه، استاد مې پوه شو چې زما په لاس کې یوازې دوې سپینې ورقې دي. هغه په حیرانتیا وپوښتل: “ته نه شرمېږې؟”
ما ورته کیسه بیان کړه او ورته ومې ویل: دا ټول حدیثونه مې حفظ کړي دي. استاد وویل: “که داسې وي، نو هغه حدیثونه ولوله!” ما ټول ولوستل. استاد حیران شو او ویې ویل: “زړه مې نه مني چې تا دا حدیثونه همدا اوس حفظ کړي وي. آیا مخکې دې یاد کړي دي؟”
ما ورته وویل: “که باور نه کوئ، نور حدیثونه راته ولولئ.” هغه څلوېښت نور حدیثونه راته ولوستل، او ما ټول بې له خطا ورته روایت کړل.»**
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version