لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (نهه ویشتمه برخه)

 

د اسلام له نظره سیاست او د هغه مقام او ارزښت
د اسلام ټولنیز نظم د نړیوالتوب او انساني ورورولۍ پر اصولو ولاړ دی. اسلام هڅه کوي چې د فرد او ټولنې لپاره نېکمرغي، بریا او ښېګڼې تضمین کړي. په دې نظام کې د افرادو او ټولنې تر منځ طبقاتي جګړې ته ځای نشته. د اسلام ټولنیز نظام ټولیز دی، ټولنیز ژوند ته لومړیتوب ورکوي او د ټولیز عبادت غوښتونکی دی. هغه ټولنه چې ټول یې یوه وروستۍ موخه، لوری او مرکز لري، د نړۍ په ټولو څنډو کې په یوه وخت کې یوه میاشت روژه نیسي او د مسلمان د اصلي مکلفیت په توګه، هم‌مهاله حج ته ځي.
اسلام په فردي مسؤولیت باندې ډېر ټینګار کوي او د فرد له پرمختګ څخه غافل نه دی؛ په عین حال کې، ټول خلک په یوه ټولګه کې، یعنې په اسلامي ټولنه کې، تنظیموي. یو شان قانون په هره طبقه او هېواد کې د خلکو د ژوند چارې تنظیموي.
په دې برخه کې باید یو ټکی تشریح کړو چې په لوېدیځو ادبیاتو کې په مکرر ډول بیانېږي: دا چې اسلام نه یوازې یو دین دی، بلکې هم‌مهاله یو دین او دولت دی.
هیګل وایي: «ښایي د اسلامي اخلاقو جوهر بشپړ وي. هغه څه چې باید داخلي لېوالتیا وي، د بهرني نظم لپاره مسله جوړیږي. داسې ارادې ته اړتیا نشته چې په اخلاقي اعمالو امر وکړي؛ ځکه چې دا په خپله خوښه ترسره کېږي. له دننه څخه امر کېږي، او بهرنۍ او داخلي چارې تر اوسه له شرعي او اخلاقي اړخه نه دي بېلې شوي. په دې توګه، دوی یو نه‌ویشل شوی یووالی جوړوي، چې دین او دولت هم همداسې دي.»
په دې اړه «مونټیسکیو» په خپل کتاب روح القوانین (The Spirit of Laws) کې ټینګار کړی چې له قوانینو پرته ټولنه نشته، او په هر ځای کې چې قانون شتون لري، باید حکومت هم وي. هغه خپل نظر د انجیل او قرآني ملاحظاتو او د خدای جل جلاله لخوا وضع شویو قوانینو باندې ولاړ کړی:
«خالق او ساتونکي خدای قوانین وضع کړل؛ ځکه چې دا د هغه په حکمت او ځواک پورې اړه لري. لکه څنګه چې موږ ګورو، کائنات لاهم شتون لري او حرکتونه یې باید د نه بدلون وړ قوانین ولري. که وکولی شئ چې له دې پرته بله نړۍ تصور کړئ، هغه نړۍ به هم په قوانینو ودانه او تلپاتې وي، یا به ویجاړه شي
زاړه مفسرین لکه ابن کثیر د نساء سورت (۵۹) آیت په تفسیر کې وايي: «الله تعالی حاکم دی. یوازې هغه قانون جوړوونکی دی.»
جصاص د نساء سورت (۶۵) آيت په تفسیر کې وايي: «د شریعت رول له اسلامي عقایدو سره نږدې او ټینګه اړیکه لري او له حکومت پرته اسلامي شریعت وجود نه لري.»
محمد غزالي (۱۹۱۷-۱۹۹۶)، چې د ازهر له علماوو څخه دی، ټینګار کوي چې الله جل جلاله یوازینی قانون جوړونکی دی او امت باید د شورا پر بنسټ حکومت جوړ کړي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version