لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپاړلسمه برخه)

موږ به د شرعي احکامو په رڼا کې د شریعت مقاصدو د پېژندنې لارې چارې په لاندې څو ويناوو کې وڅېړو:
۱استقراء
لکه څنګه چې په تېره برخه کې یادونه وشوه، استقراء د شریعت د مقاصدو د پېژندلو یوه لاره ګڼل کیږي. په دې مبحث کې د استقراء لغوي او اصطلاحي معنا، د استقراء ډولونه او د هغې د اعتبار او حُجیت په اړه بحث کوو.
الف. د استقراء تعریف
د مقاصدو په ثابتولو کې، استقراء له اصولي او منطقي استدلالاتو او مصطلحاتو څخه ګڼل کیږي؛ له همدې امله، اړینه ده چې لومړی استقراء تعریف کړو او د هغې ډولونه بیان کړو:
د استقراء لغوي تعریف
استقراء په لغت کې د “تتبع، تعقیب، لټونې او څېړنې” په معنا دی. لکه څنګه چې ویل کیږي:
«استقرأت الاشیاء أی تتبعت أفرادها لمعرفة أحوالها وخواصها»
ژباړه: (د شیانو جزئیات مې د هغوی د حالاتو او ځانګړتیاوو د پېژندلو لپاره تعقیب کړل.)
د استقراء اصطلاحي تعریف
امام غزالي رحمه الله د استقراء تعریف داسې وړاندې کړی دی:
«د کوچنیو او جزئي چارو څېړنه ده ترڅو وکولای شو د دوی حکم په نورو ورته جزئیاتو باندې ولېږدوو
په بل عبارت، استقراء په دوو ورته مسایلو کې له یوې برخې څخه بلې ته تلل دي؛ چې د یوه حکم یې معلوم وي، همغه حکم د بلې مسئلې لپاره هم ثابتوو، البته د هغه مشابهت او ورته والي په استناد سره چې د دواړو مسایلو تر منځ شتون لري.
په استقراء کې څېړونکی هڅه کوي د جزئیاتو د څېړلو له لارې د هغه مسئلې حکم، چې معلوم نه وي، ترلاسه کړي.
ب: د استقراء ډولونه
استقراء دوه ډوله ده: بشپړه استقراء او نیمګړې استقراء.
۱. بشپړه استقراء:
دا عبارت دی له: د ټولو جزیاتو او افرادو لټونه او څېړنه، او په یوه موضوع کې د ټولو مجموعو مشاهده کول؛ چې پایله یې عمومي قاعده ده. دا ډول استقراء حجت ده؛ ځکه چې د پرېکړې سبب ګرځي او د اختلاف په صورت کې د هغې حکم ثابتیږي، چې ورته قياس هم ویل کیږي.
د بېلګې په توګه:
که ووایو: «ټول انسانان چې ما تر دې دمه لیدلي دي، مړه کیږي.»، «سقراط انسان دی»، «له همدې امله سقراط به مړ شي
له وړاندې جوړه شوې فرضیه وایي چې ټول هغه مخلوقات چې د (انسان) تر عنوان لاندې قرار لري او تر دې دمه د ادعا کوونکي کس لخوا لیدل شوي دي، مړه به شي. دویم عبارت بیانوي چې سقراط هم د یو انسان تر عنوان لاندې دی، چې په پایله کې به سقراط مړ شي؛ ځکه چې هغه هم انسان دی او دا نوم لري. بناءً د همدې ځانګړنې له مخې د هغه وجود هم پکې شامل دی.
دویم مثال:
«هر لمونځ یا فرض دی او یا نفل. د هر لمانځه لپاره پاکوالی شرط دی؛ پر دې بنسټ، هېڅ لمونځ له پاکوالي پرته نه صحیح کیږي
ښکاره خبره ده چې دا یوه پرېکنده مسله ده؛ کله چې په هر شخص کې په تفصیل سره ثابته شي، په اجمال کې هرو مرو ثابتیږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version