امر بالمعروف او نهی عن المنکر په الله تعالی باندې د ایمان، دیني او انساني ارزښتونو ته د درناوي او له فکري او اخلاقي انحرافاتو څخه د اسلامي ټولنې د ساتنې پر بنسټ ولاړ دی. دا عمل په حقیقت کې په دنیا او آخرت دواړو کې له الهي عذاب څخه د خلاصون او ژغورنې هڅه ده او د خیر د ټینګښت او فساد د له منځه وړلو لپاره یو ګټور ګام دی.
د دې کړنې موخه د ښېګڼو د ودې لپاره د سالم چاپېریال رامنځته کول، د فساد او بدیو له منځه وړل او د ویښ او ژمن وجدان روزنه ده. هر کله چې دا ټولنیز مسؤولیت له پامه وغورځول شي، معنویت له منځه ځي، په فرد او ټولنه باندې نفسي غوښتنې برلاسې کېږي، دیانت کمزوری کېږي، ناپوهي او فساد زیاتېږي او په پایله کې د الله جل جلاله عذاب په ښه او بد دواړو نازلېږي. له همدې امله پر مسلمانانو لازمه ده چې د دغه بنسټیز او ټولنې جوړوونکي عمل په لاره کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي او هیڅکله د بې غورۍ دوړې د هغه مخې ته پرېنږدي.
په دې مقاله کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر بېلابېلو اړخونو او برخو ته اشاره شوې ده. هیله ده چې ګټوره او اغېزناکه واقع شي.
بنسټیزې کلمې: امر بالمعروف، نهی عن المنکر، دعوت، دعوت کوونکی، دنده، مسلمان
سریزه:
اسلام هغه الهي پیغام او رسالت دی چې مسلمان ملت یې لېږدوونکی دی. دا هغه تریخ حقیقت دی چې نه یوازې عامو مسلمانانو، بلکې علماوو او مشایخو هم په رسولو کې یې غفلت کړی او دا واقعیت یې په بشپړه توګه هېر کړی دی. د همدې غفلت په پایله کې مسلمانان ځانونه د نړۍ د نورو ملتونو په څېر یو ملت ګڼي.
مسلمانان هغه خلک دي چې په نړۍ کې د الله تعالی له لوري د یو مهم رسالت ترسره کوونکي او لېږدوونکي دي. د دوی د ژوند موخه یوازې د اسلام د رسالت خپرول او نړیوالو ته یې رسول دي. د دې رسالت پیروان مسلمانان دي، او د دوی تابعیت او ملیت هم اسلام دی.
د دې حقیقت له روښانه کېدو وروسته، د هر مسلمان دنده ده چې دغه الهي رسالت وپېژني، نورو ته یې ور وښيي، د هغه لوري ته بلنه ورکړي او د پیروانو حقوق یې ادا کړي.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر، یا په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول، د اسلام له مهمو احکامو او برخو څخه ګڼل کېږي. په دې ستر کار سره به په اسلامي ټولنه کې اصلاح او پرمختګ راشي او د ټولنې غړي به په پوره امنیت کې خپل ژوند تېر کړي.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر هغه کړنه ده چې د الله تعالی د نعمتونو او رحمتونو د نازلېدو او وریدو سبب ګرځي. دا د دې باعث کېږي چې مسلمانان یو له بل سره مهربان او زړه سواند اوسي، له یو بل سره په مرسته کولو کې هېڅ راز هڅې و نه سپموي، د مظلومانو لاس نیوی وکړي، د هغوی ستونزو او شکایتونو ته رسېدنه وکړي او ظالم ته د سمې لارې لارښوونه وکړي.
د همدې ستر کار په سبب دی چې خدای جل جلاله د دې امت د داعیانو په غاړه کې د “کنتم خیر أمة” د ویاړ مډال ځړولی دی.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډېرې برخې او پړاوونه لري چې یو په بل پسې پلې کېږي. ځینې وخت دا عمل په لاس (ځواک) او کله هم په ژبه (دعوت او تبلیغ) ترسره کېږي. کله چې یو څوک د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو توان ونه لري، اړ دی چې د سترګو په وړاندې ترسره کېدونکي ناوړه او بد کارونه یوازې په زړه کې بد وګڼي او له هغو څخه خپله کرکه او بېزاري اعلان کړي. دا هماغه د ایمان تر ټولو ټيټه کچه ده چې په حدیث شریف کې بیان شوې ده.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر معنی او تعریف
“امر” د فرمان، دستور او په یو کار د هڅونې په معنی دی، او “نهی” له یو شي د منع کولو او راګرځولو په معنی دی. “معروف” په لغت کې د پېژندل شوي، او “منکر” د ناپېژندل شوي په معنی دی. په دې توګه، ښه او نېک کارونه پېژندل شوي او بد او ناوړه کارونه ناپېژندل شوي دي.
راغب اصفهاني وايي: «معروف هغه عمل ته ویل کېږي چې ښېګڼه یې په عقل او شریعت سره معلومه شي، او منکر هغه کار یا عمل ته ویل کېږي چې ښېګڼه یې په عقل او شریعت سره رد شوې وي.»
ځینو علماوو ویلي دي: «معروف، یعنې هر هغه څه چې شریعت په الزامي یا هڅوونکې بڼه د هغه په ترسره کولو امر کړی وي او هغه کار په اسلامي شریعت کې ښه ګڼل شوی وي او د ښو خلکو او روغو فطرتونو لخوا هم منل شوی وي. منکر، یعنې هر هغه څه چې شریعت د هغه له ترسره کولو څخه الزامي یا تحریمي منع کړې وي، او په شریعت کې ناوړه او بد ګڼل کېږي او روغ طبیعت یې نه خوښوي.»
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مقام او اړتیا
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ټولو چارو بنسټ او د اسلامي تمدن له اساسي اصولو څخه دی. په اسلامي کلتور کې د دغو دواړو بنسټیز او اساسي موقعیت، د بدن په رګونو کې د وینې د جریان په څېر دی. په دې برخه کې غفلت، د اسلامي امت د تدریجي مړینې لامل ګرځي؛ ځکه چې له ایمان، حق ویلو او له فساد سره د مبارزې پرته، د انساني ټولنې اصلاح ممکنه نه ده.
تجربې ښودلې ده، په کومه ټولنه کې چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ښکاره او شعوري توګه ترسره کېږي، هغه ټولنه به پاکه، خوندي او په امن او سوکالۍ کې وي. کله چې دا دوه دندې هېرې شي او په اړوند یې سرغړونې او بېپروایي وشي، ټولنه به په خطرناکو او ناوړه پایلو اخته شي او په داسې ټولنه کې به هېڅوک خوندي نه وي.
اسلامي علماوو د دې موضوع د اهمیت له امله، امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دین بنسټ او مرکز بللی دی. لکه څنګه چې امام محمد غزالي رحمه الله فرمايي: «امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دین قطب دی، او ټول انبیا علیهم السلام د همدې لپاره رالېږل شوي دي. کله چې دا دنده له پامه وغورځول شي او د خلکو په منځ کې ترسره نشي، ټول شریعت به باطل شي.»
امام سید ابوالحسن ندوي رحمه الله فرمایي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت ترڅنګ، خدای تعالی د هغه امت هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره رالېږلی، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې او د هغه مبارک له رحلت وروسته تر قیامته پورې دا دنده پر غاړه واخلي، نړیوال حق ته راوبولي او په هر وخت او ځای کې حُجت بشپړ کړي.»
په همدې بنسټ، امام شاه ولي الله دهلوي رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت د یوه مقرونه رسالت په توګه تعبیر کړی دی؛ یعنې د نبوي رسالت تر څنګ، امت هم همدې رسالت ته رالېږل شوی دی.