لیکوال: عبدالحمید نورزوی
امر بالمعروف او نهی عن المنکر (دوهمه برخه)
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قرآن کریم له نظره
امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ټولو دینونو کې په یو ډول نه یو ډول خپل اهمیت او ارزښت لري؛ مګر د اسلام په سپېڅلي دین کې، نه یوازې پر دې ټینګار شوی، بلکې د دې امت له بنسټیزو دندو او چارو څخه بلل شوی دی. دا موضوع په ګڼو آيتونو كې په بېلابېلو طريقو ذکر شوې ده، چې ځينې یې دلته په ګوته کوو:
-
«وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ یدْعُونَ إِلَى الْخَیرِ وَیأْمُرُونَ بِالمَعْرُوفِ وَینْهَوْنَ عَن المُنكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»
(او په تاسو کې باید یوه ډله وي چې د خیر او نېکۍ لوري ته بلنه ورکړي، په ښو کارونو امر وکړي او له بدو څخه منع وکړي، او همدوی فلاح موندونکي دي.)
-
«كُنتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ»
(تاسو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره راوتلي یاست (ځکه چې) په نیکۍ امر کوئ، له بدیو څخه منع کوئ او تاسو په خدای ایمان لرئ.)
دا آیت دوه شیانو ته اشاره کوي:
-
دا امت تر نورو امتونو غوره دی.
-
د غوره توب بنسټ او اساس د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دندې ترسره کول دي؛ لکه څنګه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم دنده وه.
-
«الَّذِینَ إِنْ مَكَنَّاهُمْ فِی الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ»
(هغه کسان چې که موږ ورته په ځمکه کې مکنت (واک) ورکړو، لمونځ قایموي، زکات ورکوي، په نیکو امر کوي او له بدو کارونو څخه منع کوي، او د چارو پای او عاقبت الله تعالی ته دی.)
-
«كَانُوا لَا یتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا یفْعَلُونَ»
(یو بل به یې له هغه بد کار څخه نه منع کول کوم چې یې کول، دا یقینا یو بد کار و چې یې ترسره کول.)
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نبوي سنتو له نظره
د رسول الله صلى الله عليه وسلم لخوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه ډېر ټينګار شوی دی. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم دې موضوع ته د پام نه کولو په اړه سخت خبرداری ورکړی دی. دلته ځینې مبارک احادیث یادوو:
-
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مُرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ، قَبْلَ أَنْ تَدْعُوا فَلَا یسْتَجَابَ لَكُمْ»
حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې و یې فرمایل:
«مخکې له دې چې دعا وکړئ او قبوله نشي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړئ.»
-
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«وَالَّذِی نَفْسِی بِیدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ أَوْ لَیوشِكَنَّ اللهُ أَنْ یبْعَثَ عَلَیكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلا یسْتَجَابُ لَكُمْ»
(قسم په هغه ذات چې زما ژوند یې په لاس کې دی، تاسو باید په نیکۍ امر وکړئ او له بدیو څخه منع وکړئ؛ که نه، نږدې ده چې الله جل جلاله پر تاسو خپل عذاب نازل کړي، او بیا به له الله جل جلاله څخه د خلاصون دعا کوئ، خو ستاسو دعا به ونه منل شي.)
امر بالمعروف د مسلمان دنده
د اسلامي امت دنده په څرګنده توګه د قرآن کریم له نصوصو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحیحو احادیثو څخه ثابته شوې ده. اسلامي امت د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په تابعدارۍ سره، د نړۍ ټولو ملتونو ته د لارښوونې لپاره رالېږل شوی دی.
دا امت د دعوت او تبلیغ فریضې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ترسره کولو له امله تر ټولو غوره امت بلل شوی دی. الله تعالی فرمایي:
«كُنتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ»
(تاسو غوره امت یاست چې د خلکو د اصلاح لپاره راوتلي یاست؛ په ښو کارونو امر کوئ او له بدیو څخه منع کوئ.)
دا آیت په ډاګه څرګندوي چې مسلمان امت د نورو امتونو لپاره پیدا شوی، او موخه یې د ټولې نړۍ خدمت کول دي. د دې امت دنده دا ده چې نور ملتونه خیر او نېکۍ ته راوبولي، په ښو کارونو امر وکړي او له بدو کارونو منع او مخنیوی وکړي. که د خپل رسالت په ترسره کولو کې پاتې راشي، په حقیقت کې د خپل ژوند له هدف څخه لرې شوی دی.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر حکم
امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر دې امت باندې کفایي فرض دی، چې په هره زمانه کې د دې کار د راژوندي کولو لپاره یوه ډله راپاڅي. که ټول مسلمانان دا فریضه له پامه وغورځوي، نو ټول به ګناهکار شي؛ مګر که یوه ډله دا دنده ترسره کړي، د ټولو غاړې خلاصېږي او مسؤلیت یې اداء کېږي.
لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ یدْعُونَ إِلَى الْخَیرِ وَیأْمُرُونَ بِالمَعْرُوفِ وَینْهَوْنَ عَن المُنكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»
(په تاسو کې باید یوه ډله وي چې خلک د خیر او نېکۍ لوري ته راوبولي، په نیکۍ امر وکړي او له بدیو خلکو را وګرځوي، او همدوی فلاح موندونکي دي.)
د داسې یوې ډلې شتون د دې امت د اصلاح، فلاح او د ستونزو د هوارۍ لپاره اړین دی. د دې ډلې دنده په دریو برخو کې خلاصه کېږي:
-
د خیر او نېکۍ په لور د ټول بشریت بلنه.
-
په نېکیو امر کول.
-
له بدیو منع کول.