Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د ورځنې تحلیل»په افغانستان کې د سیاحت جاذبو تحلیل (دولسمه برخه)
د ورځنې تحلیل پنجشنبه _12 _دسمبر _2024AH 12-12-2024AD

په افغانستان کې د سیاحت جاذبو تحلیل (دولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: خدای رحیم

په افغانستان کې د سیاحت جاذبو تحلیل (دولسمه برخه)

د غلغلې ښار
د افغانستان په بامیان ولایت کې د غلغلې ښار د تاریخي او کلتوري اهمیت له پلوه یو له هغو سیاحتي ځایونو څخه دی، چې څه باندې ۲۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. یو داسې ښار دی، چې کله یې نوم واورېدل شي، تېر تاریخي او ټولنیزې کیسې او داستانونه مو په یاد راوړي. دې ښار یو وخت په ختیځ او لویدیځ کې خپل لوی شهرت ترلاسه کړی و او د دې خاورې د خورا قوي او زبرځواکو یرغلګرو او دښمنانو په وړاندې د مقاومت او مبارزې مرکز و. دا ښار د چنګیز خان د لمسي په وژنې سره په بشپړه توګه ویجاړ شو.
نښې او آثار یې د بالا حصار په شاوخوا کې د سیداباد د کلي په لور د ځمکو او کروندو په منځ کې پاتې دي؛ که دولت د دغه تاریخي او لرغوني ځای ساتنې او بیا رغونې ته پاملرنه ونه کړي، په راتلونکي کې به له منځه ولاړ شي. غلغله هغه ښار دی، چې مهمې تاریخي پېښې او داستانونه یې له ځان سره ساتلي دي. لکه څنګه چې پوهانو او څېړونکو ته څرګنده ده، بامیان د خپلو لرغونو اثارو او مهم تاریخي او سیاحتي ځایونو په درلودلو سره د افغانستان یو له مهمو او پخوانیو ښارونو څخه دی، او په اسلامي دوره کې هم ځانګړی کلتوري او تاریخي مقام او ارزښت لري، چې د غوریانو امپراتورۍ تاریخ دا ادعا ثابتوي.
د غلغلې ښار، لکه څنګه چې د تاریخ روایت دی، د غوري سلطنت د علاءالدین جهانسوز غوري له پاچاهۍ وروسته او د جهانسوز د مشر ورور ملک فخرالدین شانسباني د پاچاهۍ په وخت کې تاسیس شو او له هغه وروسته ډېره موده د غوریانو د واکمنۍ مرکز و. دا ځای د بامیان ولایت د ګرځندوی اتمه مهمه جاذبه ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې د یونسکو د آثارو په لست کې ثبت شو.
د دې ښار اوسېدونکو د هجري لمریز د شپږمې او اوومې پېړۍ تر منځ په قوي برجونو کې ژوند کاوه، چې په خامو او پخو خښتو او ډبرو جوړ شوي وو. وروسته له دې چې سلطان علاءالدین محمد خوارزم شاه د ۶۰۷ او ۶۱۱ هجري کلونو تر منځ، غوري او غزنوي لښکرو ته ماتې ورکړه، د هغه زوی جلال الدین محمد د غلغلې په ښار کې یو مرکز جوړ کړ او د جلال په شهرت یې د څه مودې لپاره حکومت وکړ. د هغه برم او ځواک خپل سیالان دې ته اړ کړل، چې د هغه د ماتولو او ځپلو لپاره له هیڅ ډول اقدام او سختۍ څخه ډډه ونکړي.
د دې فاتح واکمن د واکمنۍ په وخت کې و، چې د مغول چنګیز خان وحشتناک یرغل د خراسان له شمالي سیمو څخه سویلي هندوکش ته خپور شو. دا ښکلی او تاریخي ځای د بودا د دوو لویو مجسمو مخې ته موقعیت لري، چې په لومړي ځل د مغولانو د برید په ترڅ کې وسوځول شو.
مغول چنګیز خان د تالقان ښار له ویجاړولو وروسته د هندوکش له لارې تېر شو او د ښکاري درې له لارې دغې سیمې ته داخل شو، چېرته چې د سلطان محمد خوارزم شاه زوی، جلال‌الدین، د هغه له مقاومت سره مخ شو. دې مبارزې او مقاومت ۴۸ ورځې دوام وکړ، تر دې چې د چنګیز خان لمسی «موتوجن» د کلا د یوه ساتونکي په تیر ووژل شو. دغه پېښه د دې سبب شوه چې چنګیز خان ټول ښار وسوځوي او ویجاړ یې کړي.
ښاغلی حسین‌علي یزداني په خپل کتاب بامیان د عجایبو ځمکه کې، د خپلو مطالعاتو او څېړنو پر بنسټ، په دې باور دی چې د غلغلې ښار د هغه وخت یو له مهمو او ښایسته ښارونو څخه و، چې په یوه وخت کې د ۴۰۰۰ کسانو ظرفیت درلود. د ښاغلي یزداني تر څنګ، افغاني‌الاصل فرانسوی لرغونپوه پروفیسور زمریالی طرزي، چې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د بامیانو د لرغونو اثارو په پلټنه بوخت دی، هم تاییدوي چې د غلغلې ښار یو وخت د بامیانو د بالاحصار په توګه ګڼل کېده، چې مساحت یې د مزار ښار نیمایي برخه و.
د کلا په لوېدیځه څنډه کې زاړه گنبدي کورونه اوس هم ولاړ دي. د دې کورونو د دیوالونو قطر یو متر دی، او دننه یې ګچ‌کاري شوي دي. د خښتو گنبدونه یې نږدې ثابت ښکاري، او په دې قطار کې په بېلابېلو مرحلو کې پرله‌پسې کورونه جوړ شوي دي، چې د دې ځای ساختماني او اوږد عمر څرګندوي.
جویني په خپل نړیوال تاریخ کې د چنګیز خان د لمسي له وژلو وروسته، د غلغلې په ښار کې د خلکو د تباهۍ او قتل‌عام کیسه په تفصیل سره بیان کړې ده. په هند کې د برتانوي پوځ د استخباراتو مشر چالزمسن د بامیان او غلغلې ښار، او د هغو د سیاحتي او لرغونتوب اهمیت په اړه یوه مقاله لیکلې ده، چې د بامیان تاریخي ابدات تر سرلیک لاندې ده.
د دې کلا د معمارۍ سبک آثار او پاتې شونې په کافي اندازه نه لیدل کېږي، چې پر بنسټ یې بشپړ قضاوت وشي. خو څرګنده ده چې دا تاريخي کلا په لومړي پړاو کې د غوري امپراتورۍ په معمارۍ جوړه شوې وه، چې وروسته د پېښو له امله ویجاړه شوه.
دې کلا ته څېرمه، د ضحاک ښار په نوم یو بل تاریخي او لرغونی ښار هم شته، چې د غوریانو په دوره کې د یوه قوي مرکز او سنګر په توګه کارول کېده. د چنګیز خان لمسی په ۶۲۸ هجري کال کې په همدې ځای کې ووژل شو.
په دې اړه، چې چنګیز خان دا تاریخي او مهمه نظامي کلا څنګه له څو اونیو محاصرې وروسته فتحه کړه، په ډېرو سرچینو کې یوه افسانه او کیسه بیانه شوې. دې کیسه کې ویل شوي چې د جلال‌الدین محمد خوارزمشاه لور د خیانت له امله، چې د چنګیز خان له کارنامو سره یې مینه لرله، د کلا د فتح کولو په اړه چنګیز ته لیک ولیږه. چنګیز خان د اوبو د سرچینې په بندولو سره، او په کلا کې د هغې د مخنیوي له لارې، میدان وګاټه.
د دې تاریخي ځای په اړه د تاریخي او لیکلي بحثونو له مطالعې څخه موږ دې پایلې ته رسېږو، چې د افغانستان د بامیان ولایت د غلغلې ښار د یوه تاریخي او کلتوري جاذبې په توګه، چې له ۲۰۰۰ کلونو څخه زیات عمر لري، ځانګړی اهمیت لري.
دا سیاحتي ځای نه یوازې د پخوانیو تمدنونو شاهد دی، بلکې د څېړونکو او د تاریخ او کلتور مینه‌والو لپاره د یوې بې‌سارې سرچینې په توګه پیژندل کېدای شي. په ۲۰۱۲ کال کې د یونیسکو د آثارو په لست کې د دې ښار ثبتول د دې نړیوال اهمیت او د دې کلتوري میراث د ساتنې اړتیا په ګوته کوي.
په تاریخ کې د غلغلې د ستراتیژیک موقعیت له امله، دا ښار تل د کلتوري او مذهبي تبادلې مرکز و او د افغانستان د کلتوري ګرځندوی په برخه کې د عطف ټکی ګڼل کېدای شي.
د دې ځای ساتنه او معرفي کول، نه یوازې د سیمه‌ییز ګرځندوی پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې نړۍ ته د دې سیمې له بډایه تاریخ او کلتور سره د آشنا کېدو فرصت هم برابروي. له همدې امله د غلغلې بیارغونې او ساتنې ته پاملرنه خورا مهمه ده او کولای شي د سیمې په اقتصادي او کلتوري وده کې مرسته وکړي.
ادامه لري …
Previous Articleشیطان‌پرستي (دیارلسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (درې دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _9 _اپریل _2025AH 9-4-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)

پنجشنبه _13 _مارچ _2025AH 13-3-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک شپاړسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه) …

نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD12 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خُلق عظیم» مظهر پنځمه برخه د حضرت رسول الله (صلی…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD10 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه شپږ ويشتمه برخه 3. په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.