Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (یوولسمه برخه)
اسلام دوشنبه _9 _دسمبر _2024AH 9-12-2024AD

د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران لیکوال: شکران احمدي

د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (یوولسمه برخه)

ب: د تعلیل منکران
اشاعره او ظاهریه د خدای تعالی جل جلاله احکام او عملونه په هیڅ علت او حکمت پورې تړلي نه ګڼي. دوی باور لري چې خدای تعالی جل جلاله مخلوقات پیدا کړي او پرته له کوم علت او سبب یې د احکامو او اوامرو په اجراء او پلي کولو مکلف کړي دي. د اشاعرې او اهل ظواهرو نظریات ډېر غور او تفصیل ته اړتیا لري. دا باید روښانه شي چې آیا دا نظر د مقاصدو په اثبات کومه اغېزه لرلی شي او که نه؟ له عملي اړخه د دې موضوع اهمیت څه دی؟
علامه ابن تیمیه رحمه الله د تعلیل منکران په دوه برخو وېشلي دي:
۱. اشاعره او د هغوی پلویان
دوی وایي چې د خدای جل جلاله افعال کوم علت ته اړتیا نه لري؛ مګر احکام په علت پورې تړاو لري. یعنې، هغوی په کلام او توحید کې تعلیل ردوي، خو د فقې اصولو کې وایي چې فرایض او احکام د ځانګړو علتونو لپاره فرض شوي دي.
د دې پر بنسټ، اشاعره حلال حلال ګڼي او حرام حرام، پرته له دې چې دې لپاره کومه ځانګړې وجه یا علت په ګوته کړي. د خواجه نصیرالدین طوسي د کتاب “تجرید الاعتقاد“ یو له شارحانو، قوشچي (چې په شیخ علي مشهور دی)، د اشاعرې د عقیدې په اړه ویلي:
“د خدای جل جلاله افعال په اهدافو او اغراضو نه تعلیل کېږي، ځکه چې د افعالو معلل ګڼل، په الله جل جلاله کې نیمګړتیا ښيي، او داسې ښکاروي چې خدای پاک د کمال د ترلاسه کولو لپاره کوم غرض لري.”
په دې ځای کې اشاعره وضاحت کوي چې د خدای جل جلاله افعال په انساني مصالح پورې تړلي دي، نه په الله جل جلاله پورې.
۲. ظاهریه او ابن حزم
علي بن حزم اندلسي، چې له ظاهریه څخه وو او د قیاس او د احکامو د تعلیل منکر و، د آدم علیه السلام له جنت څخه د وتلو په اړه د اعراف سورې (۱۹-۲۳) آیتونو ته اشاره کړې ده. هغه همدارنګه د دې سورې د (۱۲) آیت په نقلولو سره وایي:
“انا خیر منه خلقتنی من نار و خلقته من طین“
ابن حزم داسې نظر لري:
“د آدم علیه السلام تېروتنه له دوه اړخونو څخه وه:
۱. د الهي نهی پر وجوب باندې یې حمل ونه کړ.
۲. د ابلیس خبرې یې د تعلیل او فلسفې په اړه ومنلې.”
د ابن حزم په وینا، د خدای د افعالو او اوامرو د تعلیل موضوع یوه ګناه ده. لومړنۍ ګناه چې په نړۍ کې ترسره شوه، د قیاس مسله وه، او بنسټګر یې ابلیس و. هغه قیاس وکړ او ویې ویل: “زه له آدم علیه السلام څخه غوره یم؛ ځکه چې زه له اوره پیدا شوی یم او آدم له خاورو څخه.”
بیا زیاتوي:“له همدې امله دا خبره سمه ده چې وویل شي: قیاس او د احکامو تعلیل، د شیطان دین دی چې د الله تعالی جل جلاله د دین خلاف دی. موږ د خدای په دین کې له قیاس او په احکامو کې د تعلیل له اثبات څخه بیزاري غوره کوو.”
په بل ځای کې ابن حزم د تعلیل د معتقدینو د دلیل له نقلولو وروسته، چې په وینا یې وايي:
“هیڅ هوښیار او عقلمن سړی پرته له کوم هدف او سمې موخې څخه کار نه ترسره کوي، د سفیه او کم عقل برخلاف چې کار یې پرته له علت او موخې څخه وي.”
د دوی په ځواب کې وایي:
“دوی خدای له ځان سره پرتله کړی او ویلي یې دي: هر څه چې خدای کوي، د خپلو بندګانو د ګټو لپاره یې کوي. په دې پرتله دوی د الهي احکامو تعلیل کولو ته تللي دي. دا مقايسه، چې يوه فاسده او باطله مسئله ده، د دوی د مذهب اصلي دليل ګرځېدلې ده. دوی خپله فتوا په دې سره توجیه کړې ده چې د ځمکې پر مخ ټول کفر په همدې مسئله کې ریښه لري.”
په زړه پورې خبره دا ده چې ابن حزم په دې افراط بسنه نه ده کړې. بلکې د خپل کتاب په بل ځای کې یې د نه تعلیل نظر او قول ټولو صحابه کرامو، تابعینو او حتی تبع تابعینو ته منسوب کړی دی. هغه د خدای جل جلاله د احکامو د تعلیل قول دروغ او بې بنسټه ګڼلی او دا نظر یې هغو کسانو ته منسوب کړی چې د قیاس په حجیت باور لري.
شیخ ابن تیمیه رحمه الله:
شیخ ابن تیمیه رحمه الله دا موضوع په لاندې ډول تحلیل کړې ده:
“هغه کسان چې وایي د الله سبحانه وتعالی اعمال او احکام له علت سره تړاو نه لري، په تناقض کې واقع شوي دي. په فقه کې په یوه اصل استدلال کوي او د فقهې په اصولو او دیني اصولو (توحید) کې په نورو اصولو استدلال کوي. په فقه کې، اسباب او حکمونه او د فقهې اصولو کې شرعي علل په نظر کې نیسي، خو د دین په اصولو کې په عموم کې له حکمت او علت څخه ډډه کوي او د “قدریه” د نظريې د باطلولو لپاره استدلال کوي.”
امام رازي رحمه الله:
امام رازي او عمادي د تعلیل په مسئله کې شک ښودلی دی. امام رازي په خپل تفسیر کې وايي:
“خدای تعالی هیڅ کار د کوم هدف او مقصد لپاره نه کوي؛ ځکه چې که د عمل ترسره کول په هدف پورې وتړل شي، هدف د عمل بشپړوونکی ګڼل کېږي، او دا د شریعت د احکامو خلاف کار دی.”
په بل ځای کې وايي:
“د الله تعالی هر حکم د خپلو بندګانو د ګټې لپاره تشریع شوی دی.”
عمادي:
عمادي ویلي دي:
“الله تعالی خپل مخلوق د کوم مقصد او حکمت لپاره نه دی پیدا کړی چې استناد یې پر هغو وي او یا خپل پیدایښت پر هغو ودروي.”
خو په بل ځای کې ادعا کوي:
“د فقهې د امامانو اجماع په دې دلالت کوي چې د خدای حکمونه له حکمت او مقصد څخه تش او بې برخې نه دي او د بندګانو د ګټې لپاره یې مشروع کړي دي.”
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (یو دېرشمه برخه)
Next Article د افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اتلسمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک شپاړسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه) …

نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD11 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خُلق عظیم» مظهر پنځمه برخه د حضرت رسول الله (صلی…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD10 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه شپږ ويشتمه برخه 3. په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.