لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (دوولسمه برخه)
موندنې
د اسلام علماء په سنتي ډول د هر علم په پیل کې په مقدماتي موضوعاتو بحث کوي، هغه موضوعات چې دوی “رئوس ثمانیه“ یا “بحوث ثمانیه“ ورته وایي. دا مباحث د یو منسجم چوکاټ په توګه د علم د ښه پوهېدو لپاره وړاندې کېږي، چې عبارت دي له:
۱. د علم تعریف؛
۲. د علم موضوع؛
۳. د علم موخه او هدف؛
۴. د علم نوم؛
۵. د علم فضیلت؛
۶. د مصنفاتو ډولونه؛
۷. د علم د تدوین نیټه؛
۸. د نورو علومو په منځ کې د هغه علم مقام او رتبه.
په دې سریزه کې به پر پورته موضوعاتو سربېره پر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشي.
د حدیث لغوي او اصطلاحي معنی
علامه جوهري، چې د عربي لغت له سترو عالمانو څخه دی، د صحاح په کتاب کې د حدیث د لغوي تعریف په اړه لیکي: «الحدیث: الکلام قلیله وکثیره وجمعه أحادیث.»
په دې اساس، په لغوي معنی کې، حدیث هر ډول خبرې او کلام ته وایي، که هغه لږ وي او که ډېر. خو د حدیث اصطلاحي تعریف د اسلامي علماو په منځ کې لفظي اختلاف لري، که څه هم په مفهوم کې یې یووالی شته. علامه طاهر بن صالح جزائري په خپل کتاب “توجیه النظر فی اصول الثلاثة“ کې دې ټکي ته اشاره کوي چې د حدیث تعریف د اصولیینو او محدثینو ترمنځ توپیر لري.
د اصولیینو په منځ کې د حدیث تعریف
د فقهې د اصولو علماء “حدیث” داسې تعریفوي: «حدیث عبارت دی د رسول الله صلى الله عليه وسلم له اقوالو او افعالو څخه.» البته په دې تعریف کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تقریر هم شامل دی؛ ځکه تقریر یو ډول فعل ګڼل کېږي. مهمه خبره دا ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غیر ارادي صفات او احوال، لکه جسماني یا ذاتي ځانګړتیاوې، په دې تعریف کې نه شاملیږي؛ ځکه چې دا صفتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له واکه بهر دي.
ځینې علماء، لکه اصولیان، په دې باور دي چې دا صفتونه د شرعي احکامو د استنباط لپاره د اساس په توګه نشي کارول کېدی؛ نو له همدې امله یې دا صفتونه د حدیث له تعریف څخه ایستلي دي.
د محدثینو له نظره د حدیث تعریف
له بلې خوا محدثین “حدیث” په پراخ مفهوم باندې کاروي. حدیث د محدثینو په اصطلاح کې عبارت دی له: د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال، افعال، تقریرات، او صفات (اختیاري او غیر اختیاري).
حافظ سخاوي په خپل کتاب فتح المغیث کې لیکلي دي:
«والحدیث لغة ضد القدیم واصطلاحاً ما أُضیف إلی النبی صلیاللهعلیهوسلم قولاً له أو فعلاً أو تقریراً أو صفة، حتی الحرکات والسکنات فی الیقظة والمنام.»
د حدیث نوم
په «حدیث» باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کلام د نومولو د علت په اړه بېلابېل اقوال راغلي دي:
حافظ ابن حجر عسقلاني په فتح الباري کتاب کې لیکي چې له هغه ځایه چې قرآن کریم “قدیم کلام” دی، نو په مقابل کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلام ته “حدیث” (نوی او تازه) ویل کیږي. له همدې امله ورته “حديث” وايي.
حافظ سخاوي هم په فتح المغیث کې دا موضوع ذکر کړې ده، خو دا یې ناشونې ګڼلې او د دې نوم ورکولو بل دلیل یې نه دی بیان کړی.
علامه شبیر احمد عثماني د فتح الملهم په سریزه کې ډېر ژور نظر څرګند کړی دی. هغه په دې باور دی چې د “حدیث” کلمه د «وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ» مبارک آیت څخه اخیستل شوې ده:
هغه څرګنده کړې چې په دې آیت کې خدای تعالی رسول الله صلى الله عليه وسلم ته امر کوي چې د خدای نعمتونه بیان کړي. په دې نعمتونو کې د احکامو او قوانینو تعلیم هم شامل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هم دنده سپارل شوې وه چې هغه څه، چې خدای تعالی ورته ښودلي و، په قول او عمل سره یې خلکو ته ورسوي. له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او عمل ته “حدیث” ویل کیږي.
د حدیث مترادفات: روایت، خبر، اثر او سنت
د حدیثو د علماء په اصطلاح کې کله ناکله روایت، خبر، اثر، او سنت کلمې د حدیث لپاره د مترادف په توګه کارول کېږي، خو ځینو علماو د دوی ترمنځ توپیر کړی دی:
ابن حجر عسقلاني وايي: «حدیث د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال، افعال، او احوالو ته اشاره کوي.»
ځینې علماء “خبر” په عمومي معنی کې کاروي او د دې او حدیث ترمنځ توپیر کوي:
-
حدیث: د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال او افعال.
-
خبر: د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو اقوال او افعال.