لیکوال: ابو عائشه

استشراق څه شی دی (لومړۍ برخه)

سریزه
د علم او سیاست په ډګر کې له مهمو پدیدو څخه یوه د استشراق او مستشرقینو ښکارنده ده، چې بېلابېلې موخې، انګیزې او اهداف لري. د دې پدیدې په موخو کې سیاسي، اقتصادي، کلتوري، استعماري، تبشیري او علمي اهداف شامل دي. د دې ډلې د فعالیتونو مهم ډګرونه پوهنتونونه، ښوونځي، علمي موسسې، د غونډو او کنفرانسونو جوړول، د کتابونو لیکل، او په بېلابېلو برخو کې د مجلو خپرول دي.
دا ډله د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره زیاتې هڅې کوي، له همدې امله هر مسلمان دعوتګر ته لازمه ده چې د دې حرکت په اړه پوره معلومات ولري او د هغوی له افکارو، پروګرامونو او پلانونو خبر وي. د دې ډلې فعالیتونه، چې په مختلفو برخو کې ترسره کېږي، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د لوېدیځ ښکاره برید یوه برخه ده.
په دې مقاله کې هڅه شوې چې د استشراق دا ښکارنده د خپل وس تر بریده روښانه شي او د هغوی د فعالیتونو څرنګوالی معلوم شي. په دې لیکنه کې به لومړی د استشراق او مستشرقینو تعریف وکړو، بیا به د دې ډلې انګیزې او موخې وڅېړو، او په پای کې به یې د شبهاتو تحلیل وړاندې کړو.
د استشراق لغوي تعریف
استشراق یوه عربي کلمه ده چې د “شرق” له ریښې څخه اخیستل شوې، او معنا یې ده: “د ختیځوالو لاره غوره کول، د ختیځ مطالعه او څېړنه.” په انګلیسي کې ورته Orientalism ویل کېږي. له همدې امله، مستشرق ته “ختیځ‌پوه” یا Orientalist ویل کېږي.
د استشراق اصطلاحي تعریف
د “استشراق” اصطلاح او له هغې څخه اخیستل شوې کلمې لکه “مستشرق” نسبتاً نوې اصطلاحات دي، که څه هم د دې مفهوم ډېر پخوانی دی. بېلابېلو پوهانو د دې اصطلاح لپاره څو تعریفونه وړاندې کړي دي. لاندې یې ځینې د بېلګې په توګه ذکر شوي دي:
  1. د شلمې پېړۍ یو مشهور مستشرق ماکسیم رودنسون استشراق داسې تعریفوي:
«اتجاه علميّ لدراسة الشرق الإسلامي وحضارته.»
ژباړه: “د اسلامي ختیځ او د هغه د تمدن د څېړلو لپاره علمي رویکړه.”
  1. ډاکټر محمود حمدي زقزوق په دې باور دی چې:
“استشراق عبارت دی له ختیځ پوهې یا د ختیځې نړۍ د علم له مطالعې. د مستشرق کلمه په عمومي معنا کې هر هغه غربي پوه ته ویل کېږي چې د ختیځو هېوادونو ژبې، ادبیات، تمدن او دینونه مطالعه کوي.”
  1. شیخ محمد غزالي لیکي:
“استشراق یوه نوې کاهني ده چې د علمي څېړنو په بڼه کې یې د علم او تجرد جامې اغوستې دي. په داسې حال کې چې دا ډله له علمي فضا او تجرد څخه ډېره لرې ده. اکثره مستشرقین د دې لپاره ګمارل شوي چې اسلام ته توهین وکړي او پرې بې‌ځایه تورونه ولګوي.”
د استشراق جامع تعریف
که وغواړو د استشراق لپاره یو داسې جامع او هر اړخیز تعریف وړاندې کړو چې ټول تعریفونه پکې شامل وي، نو ویلی شو:
استشراق د لوېدیځوالو علمي هڅو ته ویل کېږي، چې د هغې په مټ د هېوادونو جغرافیایي شرایط، سرچینې، کانونه، تاریخ، توکمونه، ژبې، ادبیات، هنر، دودونه، عادتونه، کلتور، عقیدې، دینونه، تمدنونه، روحي ځانګړتیاوې، حساسیتونه، خطرناک اړخونه او د منځني ختیځ د خلکو زیانمنتیا ټکي مطالعه کوي. د دې هڅو موخه د لوېدیځ د ګټو لپاره د دغو هېوادونو مادي او معنوي شتمنۍ کشف او وکارول دي. دا مطالعه له لرې ختیځه نیولې تر نږدې ختیځ، د مدیترانې سیمې، شمالي افریقا او نړۍ نورو اسلامي هېوادونو پورې غځېدلې ده.”
د استشراق پیدایښت
د استشراق د پیدایښت په اړه لیکوالان مختلف نظرونه لري. یوه ډله په دې باور ده چې رسمي استشراق په ۱۸مه پېړۍ کې پیل شو، ځکه چې د Orientalism کلمه د ۱۸مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د لوېدیځو هېوادونو کلتور ته داخله شوه.
ډاکټر مصطفى السباعي رحمه الله لیکي:
«د لومړي غربي په اړه چې شرقي څېړنه یې پیل کړې، دقیق معلومات نشته؛ خو دا یقیني ده چې د اندلس د مجد او عظمت په وخت کې یو شمېر راهبانو د سفر په نیت هلته ولاړل او په مدرسو کې یې علم ترلاسه کړ. دوی قرآن کریم او عربي کتابونه وژباړل او په مختلفو علومو، په ځانګړې توګه فلسفه، طب، او ریاضي کې یې اسلامي پوهانو ته د شاګردۍ زنګون وواهه.»
لومړنی راهب چې په دې برخه کې مشهور شو، ګربرت نومېږي. هغه په ۹۹۹ کال کې د اندلس په تعلیمي مرکزونو کې د علم له زده کړې وروسته خپل هېواد ته ستون شو او د روم په کلیسا کې د پاپ په توګه وټاکل شو. له هغه وروسته عالیقدر پطروس (۱۰۹۲-۱۱۵۶) او همدارنګه ګیرارد کریمون (۱۱۸۷-۱۱۱۴) په خپل وار سره دې مقام ته ورسېدل.
ډاکټر محمد فاروق نبهان لیکي:
«د استشراق غورځنګ د یوې کلتوري ښکارندې په توګه د دوو مختلفو تمدنونو، یعنې د نوي او خوځنده اسلامي تمدن او کمزوري او په زوال کې غرق غربي-مسیحي تمدن تر منځ له سختې مخامخ کېدو وروسته رامنځته شو.»
د استشراق پړاوونه
کله چې د استشراق تاریخ په دقت سره وڅېړو، معلومېږي چې د دې ښکارندې لومړني ګامونه د عیسوي کلیساګانو او معبدونو تر نظارت لاندې اخیستل شوي دي. د مستشرقینو لومړنۍ ډله د عیسوي راهبانو او پوهانو لخوا جوړه شوې، او اوس هم په دې غورځنګ کې د هغوی اغېز پاتې دی.
د دې ډلې د تعصب او د کلیسا د افکارو قوي روحیه د دې لامل شوې چې د اسلام په اړه یې نظر موضوعي وي. دا حالت د استشراق د پدیدې په منځ کې د څو پړاوونو د تجربې باعث شوی دی. لاندې د دې پړاوونو لنډیز وړاندې کېږي:
  1. لومړی پړاو
    دا پړاو د اندلس له فتحې او په هغه کې د علمي ژوند له ودې وروسته پیل شو. د مدیترانې په جزایرو او د ایټالیا په جنوبي سیمو کې یې پرمختګ وکړ او د صلیبي جګړو له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېد.
  2. دویم پړاو
    دا پړاو د صلیبي جګړو له پای ته رسېدو وروسته پیل شو او د ۱۸مې پېړۍ تر نیمایي پورې یې دوام وکړ.
  3. درېیم پړاو
    دا پړاو تقریباً د ۱۸مې پېړۍ له نیمایي څخه پیل شو او د استشراق د لا پرمختګ زمینه یې برابره کړه.
  4. څلورم پړاو
    دا پړاو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شو او تر نن ورځې پورې دوام لري.
د مستشرقینو انګېزه او موخې
په دې اړه ډېر اقوال شته چې غربي څېړونکي او پوهان د منځني ختیځ په هېوادونو کې د کومو موخو په لټه کې دي او کومو اهدافو ته د رسېدو لپاره لوېدیځوال خپل ټول ژوند او هڅې د ختیځ په څېړنه کې تېروي. موږ هڅه کوو چې دا نظرونه دلته په ترتیب سره وړاندې کړو:
۱. دیني انګېزه
د استشراق اصلي موخه له پیله د اسلام له دین سره مقابله وه. په همدې خاطر، د ۱۰۹۴-۱۱۵۶م کلونو په شاوخوا کې عالیقدر پطروس د ژباړونکو یوه ډله وټاکله ترڅو قرآن کریم په لاتیني ژبه وژباړي. د دې کار موخه دا وه چې اسلام ښه وپېژني او په عقیدوي ډګر کې ورسره مبارزه وکړي.
د عیسوي ژباړونکو دې ډلې غوښتل د قرآن د ژباړې له لارې د اسلام بیاکتنه وکړي او پرې نیوکې وکړي ترڅو د اسلام څېره مسخه کړي. هغوی غوښتل د کلیسا ځواک زیات کړي او خلک له دې را وګرځوي چې مسلمانان شي. همدې دیني انګېزې مستشرقین دې ته وهڅول چې عربي ژبه او ادبیات زده کړي، اسلامي علوم ښه وڅېړي او د اسلام د اصولو، سرچینو، ملتونو او پلانونو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
۲. استعماري انګېزه
استعمار وتوانېد چې په مستعمره هېوادونو کې د مستشرقینو له هڅو ګټه واخلي او د خپلو مقاصدو د پوره کولو لپاره هغوی په کار واچوي. همدا لامل و چې استعمار د استشراق مقام او حیثیت پیاوړی کړ. له دې ځایه د استشراق او استعمار تر منځ یوه قوي اړیکه رامنځته شوه.
۳. اقتصادي او سوداګریزه انګېزه
د استشراق یوه بله مهمه انګېزه اقتصادي او سوداګریزه وه. غربي دولتونو غوښتل له اسلامي (شرقي) هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي ترڅو د خپلو تولیداتو لپاره بازارونه پیدا کړي او د هغو خام موادو سرچینې ترلاسه کړي چې د تولید لپاره ورته اړتیا لرل.
دا اقتصادي اړتیاوې دې ته لاره هواره کړه چې دوی د اسلامي هېوادونو طبیعت، جغرافیه، د خلکو عادتونه او عقاید وپېژني ترڅو خپلې ګټې لا ښه خوندي کړي.
۴. سیاسي انګېزه
سیاسي انګېزه د استشراق په فعالیتونو کې یوه مهمه برخه ده، په ځانګړي ډول د عربي او اسلامي هېوادونو د خپلواکۍ وروسته. ډاکټر مصطفى السباعي رحمه الله لیکي:
«هغه پایله چې په اوسني عصر کې د ډېرو عربي هېوادونو له خپلواکۍ وروسته څرګنده شوې، دا ده چې د عربي هېوادونو په ټولو سفارتونو کې یو سکرټر یا فرهنګي استازی شتون لري. دا استازي په عربي ژبه بشپړ مهارت لري او له همدې امله له مفکرینو، ژورنالیستانو او سیاستوالو سره اړیکې جوړوي. هغوی د خپلو افکارو سره آشنا کوي او په دوی کې هغه تمایلات خپروي چې د دوی حکومت یې غواړي.»
۵. علمي انګېزه
د مستشرقینو په منځ کې ډېر لږ داسې کسان هم شته چې د ملتونو د تمدنونو، دینونو، کلتورونو او ژبو د پوهې د ترلاسه کولو په موخه یې ختیځ پوهنې ته مخه کړې ده. په عمومي توګه، ټول مستشرقین د اسلام دښمنان او متعصبین نه شي بلل کېدای. د ځینو موخه یوازې تحقیق او څېړنه وه، تر دې حده چې ځینې یې مسلمانان هم شوي دي.
۶. کلتوري انګېزه
د استشراق له مهمو موخو او انګېزو څخه د غربي کلتور او اروپایي ژبو خپرول، له عربي ژبې سره مقابله، او عربي او اسلامي هېوادونه د غربي کلتور په رنګ اړول دي. د همدې موخې لپاره، ناپلیون د دې په فکر کې و چې له ۵۰۰ څخه زیاتو مصري شیخانو او د قومونو مشرانو مېلمستیا وکړي، ترڅو هغوی څه موده په فرانسه کې پاتې شي او فرانسوي ژبه، دودونه او رسمونه زده کړي. د ناپلیون پلان دا و چې کله هغوی مصر ته بېرته لاړ شي، هماغه څه ترسره کړي چې په فرانسه کې یې زده کړي وو.
د مستشرقینو وسیلې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره
۱. د کتابونو لیکل
دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې کتاب د اصولو په خپرولو او د افکارو او نظریاتو په نشر کې خورا ارزښتناک رول لري. کتاب یوه ډېره پخوانۍ وسیله ده چې نوي اختراعات د رسنیو او ارتباطاتو په ډګرونو کې لا هم نه دي توانېدلي د هغې ارزښت راکم کړي.
د دې لپاره مستشرقینو دې وسیلې ته ډېره پاملرنه وکړه. هغوی د کتابونو په لیکلو، د پوهنغونډو (دائرة المعارفو) او قاموسونو په خپرولو کې خپل هڅې پیل کړې.
۲. د مجلو خپرول
مستشرقینو ډېرې مجلې او میاشتنۍ ګرځنده خپرونې لرلې چې په ډېرو اروپایي هېوادونو کې خپرېدلې. د دغو مجلو شمېر چې په بېلابېلو ژبو او بېلابېلو موضوعاتو خپرېدې، له درې سوو څخه ډېر بلل کېږي.
د دغو مجلو عمده موضوعات د منځنۍ آسیا د هېوادونو ژبې، ادبونه، زاړه او نوي ادبیات او علوم وه.
۳. د تبشیري ډلو لېږل
په اسلامي نړۍ کې د تبشیري ډلو لېږل د اسلام پر ضد د استشراقي افکارو په ترویج او خپرولو کې خورا مهم رول لوبولی دی.
یادښت
د دې وسیلو نورې برخې چې ډېر تفصیل ته اړتیا لري، د دې مقالې په دویمه برخه کې به، ان شاءالله، ذکر شي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version