لیکوال: ابو عائشه

استشراق څه شی دی؟ (دوهمه برخه)

د استشراق وسایل او ابزار
په دې مقاله کې، د استشراق پر هغو وسایلو او ابزارو بحث کوو چې مستشرقین یې د اسلامي امت د ځوانانو، تنکیو ځوانانو، او نورو اقشارو د ځانته جذبولو او اغېزمن کولو لپاره کاروي.
په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې ویناوې
په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې ویناوې او لیکچرونه د هغو مهمو تګلارو له ډلې څخه دي چې استشراق پرې خپلې موخې او اهداف ترلاسه کوي. دا یوازې نننۍ ستونزه نه ده؛ بلکې له پیله موجوده وه او په راتلونکي کې هم اسلامي امت ته یو ګواښ ګڼل کېږي. زموږ ځوانان، په ځانګړې توګه زده‌کوونکي، استادان، او چارواکي، باید ویښ او هوښیار وي او د هیچا له لوري دوکه نشي. هغوی باید هر چا ته د وینا او لیکچر ورکولو اجازه ورنکړي.
ډاکټر مصطفی سباعي رحمه الله په خپل کتاب الاستشراق والمستشرقون کې د دې پدیدې په اړه لیکلي دي:
«ډېر د افسوس ځای دی چې د اسلام تر ټولو خطرناک او سخت دښمنان په قاهره، دمشق، بغداد، رباط، کراچي، لاهور، علیګره، او د اسلامي او عربي هیوادونو په نورو پوهنتونونو کې د اسلام په اړه د وینا او لکچر ورکولو لپاره بلل کېږي.»
په کورنیو ورځپاڼو کې د مقالو خپرول
د مستشرقینو بله تګلاره دا ده چې دوی د اسلامي هیوادونو په کورنیو ورځپاڼو کې مقالې خپروي او د خپلو پلانونو لپاره تبلیغات کوي. کله ناکله، هغوی ځینې ورځپاڼې او مجلې د پیسو په بدل کې اجیرې کوي، ترڅو د هغوی په ګټه مقالې ولیکي او پلانونه یې عملي کړي.
ډاکټر عبدالرحمن عمیره په خپل کتاب الاسلام والمسلمون بین أحقاد التبشیر و ضلال الاستشراق کې لیکلي دي:
«د استشراق له وسایلو او ابزارو څخه یو هم د اسلامي هیوادونو په کورنیو ورځپاڼو کې د مقالو خپرول دي. هغوی له دې لارې وتوانېدل چې ډېر شمېر ورځپاڼې اجیرې کړي او خپل مقالات او افکار خپاره کړي.»
د علمي کنفرانسونو جوړول
د علمي کنفرانسونو جوړول یو له هغو لارو چارو څخه دی چې مستشرقین یې د خپلو پلانونو او ناوړه موخو د عملي کولو لپاره کاروي. زیاتره دغه کنفرانسونه تبلیغاتي بڼه لري. د پوهانو او لیکوالانو په ګواهۍ، دا غونډې ډېرې څرګندې او ملموسې دي.
مستشرقین له دغو کنفرانسونو څخه د خپلو افکارو او نظریاتو د وړاندې کولو، او د خپلمنځي همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا لپاره د وسیلې په توګه استفاده کوي. هغوی لسګونه کنفرانسونه جوړ کړي دي چې له بېلابېلو ښارونو او پوهنتونونو څخه ګڼ شمېر مستشرقینو پکې ګډون کړی دی. په دغو غونډو کې د ختیځ اړوند ټول اړخونه څېړل شوي دي.
د دایرة المعارف لیکنه
د استشراق یوه بله وسیله د قاموسونو، دایرة المعارفونو، او نورو ورته آثارو لیکل دي. د دې هدف دا دی چې خلک د څېړنو په وخت کې دغو سرچینو ته مراجعه وکړي. هغوی دا دایرة المعارفونه په څو ژبو لیکلي، په پراخه کچه یې خپاره کړي، او د چاپ لپاره یې خورا لویه بودیجه ځانګړې کړې ده.
له بده مرغه، زموږ لوستي او فرهنګپال خلک دغه دایرة المعارفونه د دلیل او حجت په توګه ګڼي او په خپلو استدلالونو کې پرې استناد کوي.
د مستشرقینو فکري خوځښتونه
څېړونکي د مستشرقینو د عقیدتي او فکري مکتبونو د وېشنې په اړه بېلابېل نظریات لري. ځینو یې عیني طبقه‌بندي د اعتبار وړ ګڼلې، ځینو مستشرقین د خپلو تخصصونو له مخې معرفي کړي، او ځینو د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند د څېړنو له مخې طبقه‌بندي کړي دي.
د مستشرقینو خورا مهم مکتبونه په لاندې ډول دي:
فرانسوي فکري مکتب
فرانسوي فکري مکتب د فکري بډاینې، ادبي آثارو، او د توضیحاتو او بیاناتو د زیاتوالي له پلوه د استشراق یو له مهمو مکتبونو څخه دی. د دې مکتب اهمیت د فرانسې او عربي نړۍ ترمنځ د نږدې اړیکو له امله دی. دغه اړیکې د دې لامل شوې چې هغوی ختیځ‌پوهنې ته مخه کړي او په دې اړه څېړنې ترسره کړي.
انګلیسي فکري مکتب
د انګلیسي فکري مکتب تر ټولو مهمه ځانګړنه د هغې دقت او تمرکز دی. دا مکتب له ختیځ سره، په ځانګړې توګه له منځني ختیځ او لرې ختیځ، خورا نږدې اړیکې لري. له ختیځ سره د برتانیې اړیکې د کلتوري، سیاسي، پوځي، او اقتصادي اړخونو له مخې پیاوړې وې.
دا مکتب له خلیج سیمې، عراق، او فلسطین سره ځانګړی تړاو لري. طبیعي ده چې انګلیسي فکري مکتب د خپل واک لاندې جغرافیایي سیمو ته زیاته پاملرنه کوي.
آلماني فکري مکتب
صلیبي جګړې د غربي عیسوي نړۍ، عربي نړۍ، او اسلامي هیوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهمه انګېزه وې. دا یوه طبیعي خبره ده چې کله په فرانسه او انګلستان کې ساینسپوهانو د ختیځو ژبو مطالعه او څېړنه وکړه، په آلمان کې هم د ختیځو ژبو مطالعه او څېړنه پیل شوه.
د عثماني دولت سره د آلمان سیاسي او اقتصادي اړیکې ټینګې وې، او کله چې آلمان د ختیځ‌پوهنې او په دې اړه د څېړنو اهمیت درک کړ، نو په خپلو پوهنتونونو کې یې د ختیځو ژبو د مطالعې لپاره ځانګړې څانګې او مرکزونه جوړ کړل. په دې توګه، د اسلامي او عربي هیوادونو په اړه زده کړې او څېړنې زیاتې شوې.
نور استشراقي مکتبونه
د سیاسي، اقتصادي، او نورو برخو د پراختیا او بدلونونو له امله، د نوي فکري مکتبونو د رامنځته کېدو امکان هم شته. دا نوي مکتبونه د پخوانیو فکري مکتبونو په څېر نه دي؛ بلکې د وخت په تېرېدو سره زړې مفکورې له منځه تللې او داسې نوي خوځښتونه پیدا شوي چې افکار یې له تېرو فکرونو سره په بشپړه توګه توپیر لري.
دغه ډله په دې باور ده چې له لوېدیځ څخه د ختیځ پیروي او تابعداري اړینه ده. د سبا استشراق به د پرون استشراق په پرتله ډېر خطرناک وي. دا نوې بڼه د ختیځ مشري په غاړه اخلي او ځان د هغې مسئول ګڼي. تمه کېږي چې په راتلونکي کې به داسې نور مکتبونه هم رامنځته شي چې د پرون مکتبونو په څېر به نه وي. د دې نوي استشراق مرکزونه به سیاسي قرارګاوې وي، نوی نړیوال نظام به پخواني مفاهیم له منځه یوسي، او ډېر ژر به نوي مفاهیم رامنځته شي.
د مستشرقینو وېشنه
ډاکټر علي حسني الخربوطلي په خپل کتاب المستشرقون کې مستشرقین په درېیو ډلو وېشلي دي. هغه لیکي:
«څرنګه چې د استشراق غورځنګ یو پراخ بنسټه او د مختلفو څانګو لرونکی حرکت و، نو هغه پړاوونه، تګلارې، انګېزې، او پایلې یې چې ترلاسه کړي، مختلفې دي. په دې غورځنګ کې په زرګونو مستشرقینو په بېلابېلو تاریخونو کې برخه اخیستې ده، او د دوی هڅې له یوې بلې سره توپیر لري.
ځینې مستشرقینو ډېر داسې ادبي اثار وړاندې کړي چې په ټوله کې د بشریت لپاره ګټور تمام شوي دي. د ځینو هڅې بیا ډېرې محدودې دي، او ځینې نور د استشراق په څنډه کې روان دي.»
دا ګروپونه په لنډ ډول عبارت دي له:
لومړۍ ډله: منصف او منځلاري مستشرقین
بې له شکه ځینو لوېدیځو ختیځ‌پوهانو استشراق یو ضروري علم ګڼلی، خپل ژوند یې ورته وقف کړی، او په دې لاره کې یې خپلې ټولې هڅې، وخت، او پیسې لګولي دي. حتی کله ناکله، استشراق دې ډلې ته زیانونه هم رسولي دي؛ ځینې یې زندان ته اچول شوي، او ځینې یې په دې لاره کې په بشپړ ډول مفلس، بې‌وسه، او بې‌وزله شوي دي.
دلته مناسبه ګڼو چې د ځینو هغو مستشرقینو نومونه یاد کړو چې له اسلام څخه اغېزمن شوي او دغه الهي دین یې د خپل دین په توګه غوره کړی دی. البته دا عقیده یې په اطمینان، قناعت، او ډاډ سره ترلاسه کړې ده.
هغه مستشرقین چې مسلمانان شول
دا ډله د “هدایت شوو مستشرقینو” په نوم یادېږي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
  • آنسلم تورمیدا: د نجيب العقيقي له لورې په مستشرقینو کې معرفي شوی؛
  • هاري سینټ فیلیپي (1885-1960)؛
  • موریس بوکای: فرانسوی طبیب؛
  • مراد ولفرید هوفمن؛
  • عبدالکریم جرمنوس؛
  • نور لکه بوکهارت، کرینکوف، زونسټین، او شنیسټر، چې نومونه یې په کتابونو کې ذکر شوي دي.
دویمه ډله: متعصب مستشرقین
دا ډله هغو مستشرقینو پورې اړه لري چې د اسلام مبارک دین، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت، او اسلامي او عربي تمدن ته یې قصداً سپکاوی کړی دی. ځینې یې دې حد ته رسېدلي چې د دوی له کړنو او عملونو څخه سترګې پټول ناممکن دي.
موږ د دوی تېروتنې او جنایتونه نشو زغملی، ځکه چې د دوی سپکاوی قصدي او عمدي و. هغوی په دې کار سره خپل بد نیتونه او ناوړه موخې په ډاګه کړي، او د خپلو تورونو د ثابتولو لپاره یې بې‌بنسټه دلایل وړاندې کړي دي.
درېیمه ډله: غیر قصدي متعصب مستشرقین
دا ډله هغه مستشرقین دي چې د اسلامي تاریخ او عربي تمدن په اړه تېروتنې کړې دي؛ خو د دوی دا کړنې قصدي نه وې. که څه هم موږ د دوی تېروتنې د مؤاخذې وړ بولو، خو بې له شکه زموږ قضاوت د دوی په اړه د قصدي متعصبینو په پرتله نرم دی.
د پای ټکی
د استشراق په اړه ځینې مهم ټکي یادول اړین دي:
  • دا سمه ده چې مستشرقین هڅه کوي زموږ دین نیمګړی وښیي، او دا د اسلام د دښمنانو عادت دی.
  • هغوی له اسلام او مسلمانانو سره د خپلې اوږدې دښمنۍ له امله هېڅ هڅه نه سپموي او زموږ په پرمختګونو او ښېګړو نه خوشحاله کېږي.
خدای تعالی څو پېړۍ مخکې موږ ته دا یادونه کړې ده:
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ
(یهود او نصاری به هیڅکله له تاسو څخه راضي نه شي، مګر دا چې تاسو د دوی د دین پیروي وکړئ.)
موږ باید پوه شو چې زموږ خپله کمزوري او غفلت د دې وضعیت د رامنځته کېدو سبب شوي دي. زموږ په تاریخ کې داسې ورځې هم وې چې دښمن د مسلمانو پاچاهانو په وړاندې د عاجزۍ سر ټیټاوه؛ خو اوس تقریباً برعکس دی.
ډاکټر محمود حمدي زقزوق په خپل کتاب «الاستشراق والخلفیة الفکریة للصراع الحضاری» کې لیکي:
«موږ باید دا ومنو چې استشراق خپل ځواک او توان زموږ له کمزورۍ او بې‌وسۍ څخه ترلاسه کوي، او د هغه شتون د اسلامي نړۍ لخوا د خپل ذات په نه پېژندلو پورې تړلی دی. هغه ورځ چې اسلامي نړۍ خپل ذات وپېژني، د خپلې بې‌وسۍ پر وړاندې ودرېږي، او د فکري او تمدني وروسته پاتېوالي دروند بار له خپلو اوږو لرې کړي، دا به هغه ورځ وي چې استشراق به ځان په کړکېچ کې ومومي، په ځانګړې توګه هغه استشراق چې د اسلام په اړه بوخت دی.
دا سمه نه ده چې د نورو خلکو په تمه و اوسو، که هغه هر څوک وي، چې موږ له دې خوبه راويښ کړي. له همدې امله باید خپل ټول مسؤلیتونه په خپله غاړه واخلو
Leave A Reply

Exit mobile version