د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوند لیک (اوولسمه او وروستۍ برخه)
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه صفات او ځانګړنې
د هغه د لمانځه په اړه ډېر روايتونه شته. په دې لنډه برخه کې به د ځینو یادونه وکړو:
عمرو بن دینار وايي: «ما د عبدالله ابن زبیر له لمانځه څخه غوره لمونځ نه دی لیدلی.»
مجاهد وايي: «عبدالله بن زبیر رضي الله عنه به چې کله لمانځه ته ودرېد، د وچ لرګي په څېر بېحرکته و.»
د هغه په زړورتیا او شجاعت ټولو اعتراف کاوه، او هغه په دې برخه کې یو مثال و. هغه په دنیا کې له هېڅ شي او هیچا څخه ویره نه درلوده، او د هغه دښمنان تل له هغه څخه وېرېدل. هغه کلکه او نه ماتېدونکې اراده او خورا لوړ عزم درلود. هغه یو تکړه تورهوهونکی و، حتی په ۷۰ کلنۍ کې یې د یو پیاوړي ځوان په څېر توره چلوله.
عثمان بن طلحه رضي الله عنه د هغه په اړه فرمایي: «په درې شیانو کې له ده سره هیڅوک برابر نه وو: شجاعت، عبادت او بلاغت.» هغه په فصاحت او بلاغت کې ساری نه درلود او د قریشو له مشهورو ویناوالو او خطیبانو څخه و. د وینا پر مهال د هغه حرکات، اشارې او غږ د خپل نیکه، حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه، سره ډېر ورته والی درلود.
د هغه له مشهورو خطبو څخه د حضرت حسین رضی الله عنه له شهادت وروسته په مکه کې د هغه خطبه، له خوارجو سره د هغه مناظره، او په عراق کې د خپل ورور مصعب له شهادت وروسته د هغه خطبه یادولی شو. د هغه د وینا ځواک د دې لامل شو چې د هغه خبرې د خلکو زړونو ته ننوځي او خپل فکر او نظریات د خلکو په مینځ کې خپاره کړي، چې دې چارې هغه ته د مشرتابه وړتیا ورکړه.
د هغه کرم او سخاوت
د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه کرم او سخاوت خورا ډېر و، خو هغه خپل مالونه په سمه لاره او د شریعت په چوکاټ کې مصرف کول. هغه له یوې خوا زهد، تقوا، عبادت او ریاضت، او له بلې خوا سیاسي پوهه، بصیرت، او پوځي مهارت سره یوځای کړي و.
لوړ علمي مقام
عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د مدینې د مشهورو علماوو په کتار کې و او د څلورو عبیدالله (عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، عبدالله بن مسعود، او عبدالله بن زبیر رضی الله عنهم) له ډلې څخه و، چې په فقه او شرعي علومو کې یې نومونه د خلکو په ژبه وو. هغه به تل د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته تلو او له هغه څخه یې مستقیماً یا د خپلې ترور، امالمومنین عایشه صدیقه رضي الله عنها، څخه حدیثونه اورېدل.
امالمومنین له هغه سره ډېره مینه درلوده او هغه یې د خپل اولاد په څېر ګاڼه. له همدې امله هغه په «امعبدالله» مشهوره شوه. ډېر علوم یې له امالمومنین رضي الله عنها څخه، چې د صحابه کرامو له سترو محدثینو او فقهاوو څخه وه، زده کړل.
علامه سیوطي رحمه الله هغه د هغو کسانو له ډلې ګڼي چې د الله کتاب یې په خپلو زړونو کې ساتلی و او حفظ کړی و، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې یې لوستلی و.
له ده څخه درې دېرش حدیثونه روایت شوي دي، چې په دوی کې دوه روایتونه په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې په ګډه (متفق علیه) ذکر شوي دي. شپږ روایتونه په بخاري کې او دوه روایتونه په مسلم کې په انفرادي ډول راغلي دي.
د ابن زبیر رضی الله عنه ژبپوهه
عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د عربي سربېره په څو نورو ژبو هم بلد و. ویل کېږي چې هغه ډېر غلامان درلودل او له هر یوه سره یې د هغوی په خپلو ژبو خبرې کولې.
الله تعالی دې د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه درجې په جنت کې لوړې کړي او موږ ټولو ته دې د هغه ملګرتیا او رښتیني پیروي نصیب کړي. تل او په هر ځای کې دې عدالت، نظم او دسپلین زموږ د کار سرمشق وګرځي، او د دې سترو او نېکو کسانو د ګامونو پیروي دې موږ ته توفیق راکړي.