لیکوال: ابو عائشه
استشراق څه شی دی (لومړۍ برخه)
سریزه
د علم او سیاست په ډګر کې له مهمو پدیدو څخه یوه د استشراق او مستشرقینو ښکارنده ده، چې بېلابېلې موخې، انګیزې او اهداف لري. د دې پدیدې په موخو کې سیاسي، اقتصادي، کلتوري، استعماري، تبشیري او علمي اهداف شامل دي. د دې ډلې د فعالیتونو مهم ډګرونه پوهنتونونه، ښوونځي، علمي موسسې، د غونډو او کنفرانسونو جوړول، د کتابونو لیکل، او په بېلابېلو برخو کې د مجلو خپرول دي.
دا ډله د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره زیاتې هڅې کوي، له همدې امله هر مسلمان دعوتګر ته لازمه ده چې د دې حرکت په اړه پوره معلومات ولري او د هغوی له افکارو، پروګرامونو او پلانونو خبر وي. د دې ډلې فعالیتونه، چې په مختلفو برخو کې ترسره کېږي، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د لوېدیځ ښکاره برید یوه برخه ده.
په دې مقاله کې هڅه شوې چې د استشراق دا ښکارنده د خپل وس تر بریده روښانه شي او د هغوی د فعالیتونو څرنګوالی معلوم شي. په دې لیکنه کې به لومړی د استشراق او مستشرقینو تعریف وکړو، بیا به د دې ډلې انګیزې او موخې وڅېړو، او په پای کې به یې د شبهاتو تحلیل وړاندې کړو.
د استشراق لغوي تعریف
استشراق یوه عربي کلمه ده چې د “شرق” له ریښې څخه اخیستل شوې، او معنا یې ده: “د ختیځوالو لاره غوره کول، د ختیځ مطالعه او څېړنه.” په انګلیسي کې ورته Orientalism ویل کېږي. له همدې امله، مستشرق ته “ختیځپوه” یا Orientalist ویل کېږي.
د استشراق اصطلاحي تعریف
د “استشراق” اصطلاح او له هغې څخه اخیستل شوې کلمې لکه “مستشرق” نسبتاً نوې اصطلاحات دي، که څه هم د دې مفهوم ډېر پخوانی دی. بېلابېلو پوهانو د دې اصطلاح لپاره څو تعریفونه وړاندې کړي دي. لاندې یې ځینې د بېلګې په توګه ذکر شوي دي:
-
د شلمې پېړۍ یو مشهور مستشرق ماکسیم رودنسون استشراق داسې تعریفوي:
«اتجاه علميّ لدراسة الشرق الإسلامي وحضارته.»
ژباړه: “د اسلامي ختیځ او د هغه د تمدن د څېړلو لپاره علمي رویکړه.”
-
ډاکټر محمود حمدي زقزوق په دې باور دی چې:
“استشراق عبارت دی له ختیځ پوهې یا د ختیځې نړۍ د علم له مطالعې. د مستشرق کلمه په عمومي معنا کې هر هغه غربي پوه ته ویل کېږي چې د ختیځو هېوادونو ژبې، ادبیات، تمدن او دینونه مطالعه کوي.”
-
شیخ محمد غزالي لیکي:
“استشراق یوه نوې کاهني ده چې د علمي څېړنو په بڼه کې یې د علم او تجرد جامې اغوستې دي. په داسې حال کې چې دا ډله له علمي فضا او تجرد څخه ډېره لرې ده. اکثره مستشرقین د دې لپاره ګمارل شوي چې اسلام ته توهین وکړي او پرې بېځایه تورونه ولګوي.”
د استشراق جامع تعریف
که وغواړو د استشراق لپاره یو داسې جامع او هر اړخیز تعریف وړاندې کړو چې ټول تعریفونه پکې شامل وي، نو ویلی شو:
“استشراق د لوېدیځوالو علمي هڅو ته ویل کېږي، چې د هغې په مټ د هېوادونو جغرافیایي شرایط، سرچینې، کانونه، تاریخ، توکمونه، ژبې، ادبیات، هنر، دودونه، عادتونه، کلتور، عقیدې، دینونه، تمدنونه، روحي ځانګړتیاوې، حساسیتونه، خطرناک اړخونه او د منځني ختیځ د خلکو زیانمنتیا ټکي مطالعه کوي. د دې هڅو موخه د لوېدیځ د ګټو لپاره د دغو هېوادونو مادي او معنوي شتمنۍ کشف او وکارول دي. دا مطالعه له لرې ختیځه نیولې تر نږدې ختیځ، د مدیترانې سیمې، شمالي افریقا او نړۍ نورو اسلامي هېوادونو پورې غځېدلې ده.”
د استشراق پیدایښت
د استشراق د پیدایښت په اړه لیکوالان مختلف نظرونه لري. یوه ډله په دې باور ده چې رسمي استشراق په ۱۸مه پېړۍ کې پیل شو، ځکه چې د Orientalism کلمه د ۱۸مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د لوېدیځو هېوادونو کلتور ته داخله شوه.
ډاکټر مصطفى السباعي رحمه الله لیکي:
«د لومړي غربي په اړه چې شرقي څېړنه یې پیل کړې، دقیق معلومات نشته؛ خو دا یقیني ده چې د اندلس د مجد او عظمت په وخت کې یو شمېر راهبانو د سفر په نیت هلته ولاړل او په مدرسو کې یې علم ترلاسه کړ. دوی قرآن کریم او عربي کتابونه وژباړل او په مختلفو علومو، په ځانګړې توګه فلسفه، طب، او ریاضي کې یې اسلامي پوهانو ته د شاګردۍ زنګون وواهه.»
لومړنی راهب چې په دې برخه کې مشهور شو، ګربرت نومېږي. هغه په ۹۹۹ کال کې د اندلس په تعلیمي مرکزونو کې د علم له زده کړې وروسته خپل هېواد ته ستون شو او د روم په کلیسا کې د پاپ په توګه وټاکل شو. له هغه وروسته عالیقدر پطروس (۱۰۹۲-۱۱۵۶) او همدارنګه ګیرارد کریمون (۱۱۸۷-۱۱۱۴) په خپل وار سره دې مقام ته ورسېدل.
ډاکټر محمد فاروق نبهان لیکي:
«د استشراق غورځنګ د یوې کلتوري ښکارندې په توګه د دوو مختلفو تمدنونو، یعنې د نوي او خوځنده اسلامي تمدن او کمزوري او په زوال کې غرق غربي-مسیحي تمدن تر منځ له سختې مخامخ کېدو وروسته رامنځته شو.»
د استشراق پړاوونه
کله چې د استشراق تاریخ په دقت سره وڅېړو، معلومېږي چې د دې ښکارندې لومړني ګامونه د عیسوي کلیساګانو او معبدونو تر نظارت لاندې اخیستل شوي دي. د مستشرقینو لومړنۍ ډله د عیسوي راهبانو او پوهانو لخوا جوړه شوې، او اوس هم په دې غورځنګ کې د هغوی اغېز پاتې دی.
د دې ډلې د تعصب او د کلیسا د افکارو قوي روحیه د دې لامل شوې چې د اسلام په اړه یې نظر موضوعي وي. دا حالت د استشراق د پدیدې په منځ کې د څو پړاوونو د تجربې باعث شوی دی. لاندې د دې پړاوونو لنډیز وړاندې کېږي:
-
لومړی پړاو
دا پړاو د اندلس له فتحې او په هغه کې د علمي ژوند له ودې وروسته پیل شو. د مدیترانې په جزایرو او د ایټالیا په جنوبي سیمو کې یې پرمختګ وکړ او د صلیبي جګړو له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېد.
-
دویم پړاو
دا پړاو د صلیبي جګړو له پای ته رسېدو وروسته پیل شو او د ۱۸مې پېړۍ تر نیمایي پورې یې دوام وکړ.
-
درېیم پړاو
دا پړاو تقریباً د ۱۸مې پېړۍ له نیمایي څخه پیل شو او د استشراق د لا پرمختګ زمینه یې برابره کړه.
-
څلورم پړاو
دا پړاو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیل شو او تر نن ورځې پورې دوام لري.