لیکوال: بشیر احمد "احمدي"
نیشنلیزم – کړکېچ زېږوونکی فکر (دوهمه برخه)
اروپا څو پېړۍ د کلیسا د واکمنۍ لاندې په تیارو کې تېره کړه، خو د ختیځ او شمالي افریقا له اسلامي خاورو سره جغرافیايي پیوستون او نږدېوالی د دې لامل شو چې اروپایان د هغو علومو او ادبیاتو څخه ګټه پورته کړي چې په اسلامي خاورو کې وده کړې وه او څپې یې وهلې. په پای کې، دا بهیر په اروپا کې د رنسانس د راوتلو لامل شو. لکه څنګه چې د ۱۴مې او ۱۵مې پېړۍ په ترڅ کې ادبي اثارو د ډېرو اروپایانو په ذهنونو اغېز وکړ.
له دې بهیر څخه په ګټې اخیستنې، اروپایانو ورو ورو د دغو اثارو په خپرولو لاس پورې کړ، په ځانګړې توګه د لومړي چاپ ماشین تر اختراع وروسته، چې په ۱۴۵۰م کال کې د آلماني «ګوتنبرګ» لخوا جوړ شو. دا پرمختګ په اروپا کې د علم د ترویج او تبلیغ په ډګر کې د ستر بدلون سبب شو، چې لومړنی څرک یې ټوله اروپا روښانه کړه.
د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې (۱۵۱۷م) «مارتین لوتر» د آلمان په ویتنبرګ کلیسا کې دیني درسونه زده کول. په همدې وخت کې د «تیتزیل» په نوم یو راهب د پاپ د حکم سره سم د آلمان مختلفو سیمو ته سفرونه کول، څو د خلکو څخه د ګناهونو د بخښنې لپاره پیسې راټولې کړي، تر څو په روم کې د سینټ پیټر کلیسا ودانوي.
په هغه وخت کې کلیسا د ګناهونو بخښنه پلورله. دا هغه اصول او قوانین وو چې کلیسا د پېړیو په اوږدو کې پر خلکو تپلي وو. خو مارتین لوتر د راهبانو دغه عمل د خلکو غولونه او دوکه بلله. د همدې موخې لپاره یې د کلیسا د خرافاتو پر ضد یوه ۹۵ مخیزه مقاله ولیکله او د ویتنبرګ د کلیسا په دروازه یې ځوړنده کړه.
په لومړي اعتراض کې، پاپ د مارتین لوتر د دې کړنې په وړاندې یو حکم صادر کړ، چې پکې هغه د لومړي ځل لپاره په کلیسا نیوکه کړې وه، او له لوتر څخه یې وغوښتل چې له دې کړنې لاس واخلي او بخښنه وغواړي. خو لوتر د پاپ دغه فرمان په عام محضر کې وسوځاوه.
په دې لامل، پاپ د دویم فرمان په صادرولو سره لوتر تکفیر کړ. په عیسویت او اروپا کې دې دوهګونې حالت د اوږدې جګړې سبب شو، چې د تاریخ په پاڼو کې د دېرش کلنې جګړې په نوم پېژندل کېږي.
دا جګړه د مارټین لوتر په مشرۍ د نوي مذهب (پروټسټانټ) او د پاپ په مشرۍ د کاتولیک مذهب د پیروانو ترمنځ ونښته. باید وویل شي چې دېرش کلنه مذهبي جګړه د اروپا په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ویجاړونکې جګړه وه، چې په ظاهره د کاتولیک کلیسا او پروټسټانټانو تر منځ ترسره شوه.
خو په حقیقت کې دا جګړه د سیالو حکومتونو، لکه فرانسې او د هابسبورګ کورنۍ، لخوا تپل شوې وه. دا جګړه د ویسټفالیا تړون (۱۶۴۸م) په لاسلیک سره پای ته ورسېده.
ډېری تاریخپوهان باور لري چې د ویسټفالیا تړون لومړنی تړون و، چې د کلیسا د هویت پر ځای یې د ملت دولت مفکوره رامنځته کړه. اروپایانو، چې پخوا به یې ځانونه کاتولیک یا پروټسټانټ ګڼل، له دې وروسته د خپل ملي هویت په هنداره کې ځانونه تعریفول.
له همدې امله، ملتپالنه د ویسټفالیا د تړون په مټ زېږېدلې ګڼل کېږي.
که څه هم ملتپالنه د ویسټفالیا د تړون له پای ته رسېدو وروسته څرګنده شوه، خو دا مفکوره د فرانسې د انقلاب (۱۷۸۹م) څخه وروسته د یوې نړیوالې مفکورې په توګه وده وکړه.
فرانسې د انقلاب د بریا په ترڅ کې د کلیسا ټول امتیازات له منځه یوړل، او د دریمې طبقې (اکثریت) استازو د ملتپالنې د انګېزې له مخې د کلیسا د بیرغ پر ځای د فرانسې ملي بیرغ پورته کړ.
د دې ترڅنګ، ناپلیون، چې د فرانسې یو له انقلابیانو څخه و، د فرانسوي ملتپالنې انګېزې د نړۍ نورو سیمو ته ولېږدولې.
په هر حال، د فرانسې له انقلاب وروسته اروپایانو ځانونه د مذهبي هویت په پرتله د ملي هویت په هنداره کې ولیدل. دا په اروپایانو کې د ملتپالنې مفکورې د راڅرګندېدو پیل و.
دې تاریخي بهیر وښودله چې ملتپالنه په حقیقت کې د اروپا زېږنده نه ده، بلکې د یوې نړیوالې مفکورې په توګه د هر ملت د کلتور برخه ګڼل کېږي.
د دې په پایله کې، ځینې کسان هڅه کوي چې ملتپالنه د اسلامي خاورو لپاره هم توجیه کړي او هغې ته وده ورکړي، خو دا یوه ناسمه او ناسم تعبیر دی.
ملتپالنه په ۱۷مه پېړۍ کې په اروپا کې راڅرګنده شوه او د فرانسې له انقلاب وروسته نورو سیمو ته وغځېده. د دې مفکورې د علمي بحثونو اوج د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې و.
لکه څنګه چې ارنسټ ګلنر، یو له مشهورو الماني مفکرانو څخه، ملتپالنه په سیمهییزه، نژادي او نړیواله کچه وېشلې ده. د هغه په وینا، سوداګر هغه کسان دي چې په سیمهییزه توګه له ملتپالنې سره تړاو لري.
د ګلنر په باور، ملتپالنه نړیواله بڼه هم خپلوي. هره ژبه چې د نړۍ د دولتونو او ملتونو تر منځ د ډېرې کارونې وړتیا ولري، هغه د نړیوالې ملتپالنې نښه ګڼل کېږي.
ادامه لري…