لیکوال: م. فراهي توجګي

د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغوی اغېزې (اووه پنځوسمه برخه)

د کلتوري یرغل بدې پایلې
۴د کورنۍ بنسټ له منځه وړل
د کورنۍ بنسټ یوه کوچنۍ ټولنه ګڼل کېږي، چې د اولادونو په سمه پالنه او د ارزښت پالونکي کلتور په لېږدولو کې مهم رول لوبوي. کورنۍ ماشومانو ته د دیني ژوند بنسټونه پیاوړي کوي. له همدې امله د دې هسته‌يي بنسټ ټینګښت او په هغه کې د مینې، مهربانۍ، عطوفت، زړه‌سوي، شفقت او چلندونو ارزښتمنتیا د انفرادي او ټولنیزې نېکمرغۍ لپاره مهم دي. دا موارد د کورنۍ بنسټ ګرم او پیاوړی ساتي. که دا دوه مهم عناصر (مینه او مهرباني) زیانمن شي، د کورنۍ بنسټ به متزلزل یا ویجاړ شي.
قرآن کریم فرمایي:
«وَمِنْ آیَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآیَاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَكَّرُونَ»
(او د هغه له نښو څخه دا ده چې ستاسو لپاره یې ستاسو د خپل ذات څخه مېرمنې پیدا کړې، څو تاسو د هغوی ترڅنګ آرامتیا ومومئ، او ستاسو په منځ کې یې مینه او رحمت پیدا کړ. په دې کې د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي.)
د ټولنې د کلتور د بدلون او خپل کلتور د ځای په ځای کولو لپاره د کلتوري یرغلګرو یو له مهمو موخو څخه د کورنۍ د مهم بنسټ کمزوري کول یا له منځه وړل دي.
معاندې رسنۍ له یوې خوا ریښتینی دین بدلوي او پر ځای یې دین ضد کړنې خپروي؛ لکه د فحاشۍ او بربنډتوب کلتور، مصرفي چلند، موډ پالنه او تجمل‌پالنه، چې د دیني ارزښتونو پر ځای وده کوي. د دې پایله دا ده چې کاروونکي د ارزښتونو ضد کړنو څخه اغېزمن کېږي او ځینې وختونه، حتی په غیرشعوري ډول، یې په خپل ژوند کې پلي کوي. په کورنۍ کې د ارزښتونو کمزوري کېدل او د ضد ارزښتونو ته وده ورکول د ښځې او خاوند اړیکو ته جدي زیان رسوي.
له بلې خوا، په رسنیو کې د فحشا او مبتذلو فلمونو د جوړولو او خپرولو له لارې، د کلتوري یرغلګرو موخه دا ده چې په ټولنه کې د جنسي چلندونو بېلګې جوړې کړي. په مبتذلو فلمونو کې د ستونزمنو جنسي سلوکونو د نمونې ګرځول، او له هغو څخه تقلید کول، د ټولنې په زوجینو، په ځانګړې توګه په نارینه‌وو، کې د عقلي او سلوکي تېروتنو لامل کېږي.
ډېری هغه کسان چې دا ډول فلمونه ګوري، د وخت په تېرېدو سره له جنسي اړیکو څخه غیرواقعي تمې پیدا کوي. دا فلمونه د دې لامل کېږي چې د ښځو په اړه لیدلوری دومره ټیټ شي چې ښځه یوازې په جنسي توکو بدله شي، پرته له دې چې د هغې ذهني او شخصیتي ځانګړتیاوو ته پام وشي.
همدارنګه، د داسې فلمونو کتل د ښځې سره د مینې کمېدو لامل ګرځي، او د مېړه سره جنسي اړیکې بې‌ارزښته کېږي. ځینې وختونه، حتی هغه کسان چې د داسې فلمونو په لیدو روږدي وي، موافق جنس ته لیوالتیا پیدا کوي. په دې توګه واده بې‌ګټې ګڼل کېږي، او پایله یې دا ده چې د کورنۍ ګرم بنسټ سوړ کېږي او له کورنۍ څخه مینه او مهرباني له منځه ځي.
یاد شوي موارد د کلتوري یرغل ځینې مهمې ناوړه پایلې دي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version