لیکوال: زید

د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوند لیک (پنځلسمه برخه)

له خپلې مور اسماء بنت ابوبکر صدیق سره د عبدالله خبرې
حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په داسې سخت او دردوونکي حالت کې، چې ډېرو خلکو شاوخوا صبر او استقامت له لاسه ورکړی و او هغه یې یوازې پرېښی و، خپلې مور حضرت اسماء رضی الله عنها ته ورغی. هغه د خپلو ملګرو له بې‌وفایۍ شکایت وکړ او له خپلې مور یې وپوښتل:
«ستاسو څه نظر دی؟»
مور یې ځواب ورکړ:
«زویه! ته په خپل حال ښه پوهېږې، که په حقه یې، نو صبر او استقامت وکړه؛ خو که پوهېږې چې د دنیا لپاره دې پاڅون کړی دی، نو تاسو په ډېر بد حالت کې یاست
عبدالله د خپلې مور تندی ښکل کړ او ویې ویل:
«هو مورې! زما نظر هم همداسې و. په خدای قسم، ما هېڅکله دنیا نه غوښتله او نه مې په هغې کې ژوند کول خوښ و. زما د پاڅون یواځینۍ انګېزه دا وه چې د الله جل جلاله د رضا لپاره خپل قهر او غوسه څرګند کړم، هغه مهال چې الهي حرمتونه ماتېدل. مور جانې! پوه شه چې نن به زه وژل کېږم، پام کوه چې غم دې زیات نه شي او چارې الله ته وسپاره
مور یې ځواب ورکړ:
«له خدایه هیله لرم چې ستا په ویر کې ما ته د نیکۍ توفیق راکړي
بیا یې په ژړا او زارۍ سره داسې دعا وکړه:
«اللهم انی قد سلمته لامرک فیه و رضیت بما قضیت، فقابلنی فی عبدالله بن زبیر ثواب الصابرین الشاکرین
(ای ربه! ما هغه تا ته او ستا قضاء ته سپارلی دی، ستا په قضاء راضي یم، نو ماته د عبدالله بن زبیر په وړاندې د صابرینو او شاکرینو اجر راکړه.)
بیا یې خپل زوی په غېږ کې ونیوه. مور او زوی له یوه بل سره مخه ښه وکړه. دا له خپلې مور اسماء رضی الله عنها سره د عبدالله وروستۍ لیدنه وه. د یادولو وړ ده چې حضرت اسماء رضی الله عنها د خپل زوی عبدالله له شهادت څخه شل ورځې وروسته وفات شوه.
د شهادت خوږ جام د څښلو وخت را رسیږي
د خپلې مور سره له الوداع وروسته، حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د حجاج او د هغه له لښکر سره د جګړې لپاره له کوره ووت. هغه له ښي او کین اړخه پر هغوی بریدونه کول، او خلک د ده پر قوت او زړورتیا حیران شول.
ناڅاپه، کله چې هغه خپل ملګري د صبر او جګړې ته هڅول، د منجنیق له تیږو څخه یوه تیږه یې پر مخ ولګېده او هغه په ځمکه ولوېد. په همدې وخت کې یې دا شعر غږاوه:
اسماء یا اسماء لا تبکینی
لم یبق الا نسبی و دینی
و صارم لانت به یمینی
(زما مور اسماء! زما لپاره مه ژاړه. زما له دین او حسب پرته بل څه نه دي پاتې، مګر هغه توره چې زما لاسونه یې د پورته کولو څخه کمزوري دي.)
د حجاج عسکر سمدستي هغه ته نږدې شول او هغه یې شهید کړ. کله چې حجاج د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د شهادت خبر واورېد، نو خوشحاله شو او د شکر سجده یې وکړه.
له بلې خوا، کله چې د هغه د شهادت خبر خپور شو، په مکه مکرمه کې د غم او ویر ټغر خپور شو. له هر لوري څخه د «انا لله و انا الیه راجعون» چیغې او ژړا پورته شوې. دا د سه شنبې ورځ د ۷۳ هجري قمري کال د جمادي الاول ۱۷ نېټه وه.
د حجاج فرعوني مزاج یوازې د عبدالله بن زبیر په وژلو ارامه نه شو. هغه امر وکړ چې د عبدالله جسد دې د حجون په کده غره کې و ځړول شي، ترڅو نورو ته عبرت شي. د هغه جسد لا په دار ځوړند و، تر دې چې یوه ورځ عبدالله بن عمر رضی الله عنه له هغه ځایه تېر شو او ویې ویل:
«ای ابو خبیب، پر تا دې د خدای رحمت وي! په خدای قسم، ته د ورځې روژه وې او شپې دې په عبادت تېرولې
بیا یې زیاته کړه:
«ایا وخت نه دی راغلی چې دا سپرلۍ ښکته شي؟»
حضرت اسماء رضی الله عنها هم له هغه ځایه تېره شوه او حجاج ته یې وویل:
«په خدای قسم! ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: د ثقیف له قوم څخه به یو درواغجن او تباه کوونکی راپورته شي. درواغجن مو ولید (مختار ثقفي)، خو ته تباه کوونکی یې
بیا حجاج امر وکړ چې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه جسد دې له دار څخه ښکته کړي او ښخ یې کړي.
له دې وروسته حجاج مکې ته داخل شو او د مکې له خلکو څخه یې د عبدالملک ابن مروان د حکومت لپاره بیعت واخیست.
 حضرت سیدنا عبدالله بن زبیر قریشي رضي الله عنه د عدالت غوښتلو او حقدارانو ته د حق د رسولو د هڅې له امله دې حالت ته ورسید. ټول له هغه سره دښمني کوي او د هغه د شهادت په لټه کې دي او بالآخره د اسلام دغه دنګه او پیاوړې ونه په خاورو او وینو ککړوي. په ریښتیا چې هغه دين او عدالت را ژوندی کړ او د اسلام په تاريخ کې د بېلګې او نمونې په توګه ثبت شو.
 نو هرکله چې یو انسان سمه لاره ومومي، باید د عبدالله په څیر یې تعقیب کړي او د ملامت کوونکو له ملامتیا څخه دې وېره ونلري او خپل لوړ او مهم هدف ته د رسیدو لپاره دې هڅه وکړي. که په ژوند کې يې موخې پوره شوې، خو ډېر ښه، او که نشوې، نو د هغه له مرګ وروسته به الله تعالی خامخا داسې خلک وټاکي چې د هغه لوړ هدفونه به خپل منزل ته ورسوي..
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version