لیکوال: شکران احمدي

دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (شپږمه برخه)

 

د علامه محمد تقي عثماني حفظه الله نظریه
محقق علامه مولانا مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله لیکي:
«په مدرسو کې د معنویت د بیا را ژوندي کولو لپاره اړینه ده چې په نصاب کې د اخلاقو او تزکیې کتابونه شامل شي. استادان او طالبان دې هره اونۍ په ګډه د دیني عالمانو ژوند لیکونه مطالعه او پرې مذاکره وکړي. د اخلاقو د تزکیې او د معنویت د ودې لپاره دې د مشایخو او روحي استادانو سره اړیکه ونیسي او د هغوی له تجربو او لارښوونو دې ګټه واخلي.»
نوموړی زیاتوي: د استعدادونو د کمزورۍ او د اوسني وخت د نویو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، په نصاب کې تعدیل اړین دی. په همدې لړ کې، علماو او د دیني مدارسو مسئولینو ته لاندې ټکي وړاندې کوي:
۱. د عربي ژبې اهمیت ته په پام سره، او د عربي هېوادونو او اسلامي نړۍ سره د اړیکو او د لیکوالانو د روزنې اړتیا په نظر کې نیولو سره، پکار ده چې دغه ژبه په نويو میتودونو تدریس شي. په نصاب کې دې د ژبې او ادب د تدریس لپاره نوي کتابونه شامل شي.
۲. د رسول الله ﷺ سیرت او د اسلام تاریخ دې له بنسټیزو درسونو څخه وګرځول شي.
۳. د باطلو فرقو او نویو شکونو او شبهاتو د ځوابولو لپاره دې مناسب کتابونه تالیف او تدریس شي.
۴. بهرنۍ ژبې، د غربي فلسفې شننه او نقد، معاصر اقتصاد، حقوق او ټولنپوهنه دې تدریس شي، ځکه دا موضوعات د نړۍ لید په تشریح کې اغېزناک دي.
۵. د اسلام تبلیغ په غرب کې او د اړینو او ګټورو کتابونو او موادو چمتو کول دې د مدرسو د پروګرام برخه وګرځي.
عثماني صاحب حفظه الله، چې پخپله یې د لوېدیځ ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي او د هغوی حالات یې له نږدې څېړلي دي، وايي:
«د اروپا، امریکا، افریقا، اسټرالیا او د ختیځ په لویو وچو کې ډېر زیات مسلمانان ژوند کوي چې د خپلو راتلونکو نسلونو په اړه اندېښمن دي. دوی په منظمه توګه د اسلامي هېوادونو، مدرسو او علمي مرکزونو څخه غوښتنه کوي چې د دوی لپاره تکړه عالمان او مبلغین واستوي. خو له بده مرغه، د وړ کسانو شمېر چې دې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، ډېر لږ دی.»
د ټولنې مختلفو غړو ته د اسلامي تعلیماتو وړاندې کول
له یوه نظره، په اسلامي ټولنو کې خلک په درېیو برخو ویشل کېدای شي:
۱. تنکي ځوانان او زده کوونکي (الطبقة الدارسة).
۲. طالبان او زده کړیالان (الطبقة المثقفة).
۳. عموم خلک (الجماهیر).
الف: د تنکي ځوانانو او زده کوونکو پر وړاندې د مدرسو دنده دا ده چې د قرآن د تعلیم او د اسلام د آدابو او تعلیماتو د زده کړې لپاره پلان جوړ کړي. د داسې پروګرامونو ترسره کول یوازې د اوړي په رخصتیو کې کافي نه دي؛ بلکې باید د تعلیمي کلونو په اوږدو کې دوام ومومي.
ب: زده کړیالان (محصلین) هغه طبقه ده چې د هېواد راتلونکې مقامونه او د ټولنې د چارو اداره ورته سپارل کېږي. د دې ډلې د هدایت او لارښوونې لپاره باید اغېزمن ګامونه پورته شي. د مدرسو مسئولین او نور اړوند کسان باید دوی وپېژني، له هغوی سره مهربان اوسي، هغه شکونه او ستونزې چې د دوی په ذهنونو کې شته، لرې کړي.
بیا دې د اسلام او قرآن د اصیل کلتور د پېژندنې لپاره پلان جوړ شي. باید منظمې غونډې جوړې شي ترڅو دا ډله د بېګانګۍ احساس ونه کړي، له علماو او دیني مدارسو څخه لرې نه شي، او اسلام او قرآن ته وفادار پاتې شي. د دوی استعدادونه باید د اسلام د موخو د پرمخ بېولو لپاره وکارول شي. هغوی دې د تقوا او پرهیزګارۍ نمونه وګرځي او د اسلامي ټولنې راتلونکی بدل کړي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version