Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»
Blog شنبه _7 _دسمبر _2024AH 7-12-2024AD

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
نشنلیزم: کړکېچ زېږوونکی فکر (دریمه او وروستۍ برخه)09/12/2024
لیکوال: بشیر احمد “احمدي”
د نشنلیزم (ملتپالنې) او تعصب ترمنځ توپیر څه دی؟
هغه څه چې نن ورځ یې د خلکو په منځ کې سیوری غوړولی دی، د ملتپالنې او تعصب د واقعیتونو نه پېژندل دي. په داسې حال کې چې د دواړو ترمنځ توپیر شته. نشنلیزم، لکه څنګه چې په تېرو برخو کې یادونه وشوه، په اروپا کې له ۱۷مې پېړۍ وروسته رامنځته شو او په عملي توګه د فرانسې له انقلاب وروسته خپور او پلی شو. له همدې امله، ملتپالنه باید د هېوادونو په داخلي جوړښت او همدارنګه د هېوادونو په اړیکو کې له تاریخي لید څخه وڅېړل شي، څو معلومه شي چې دولتونه په کورني جوړښت کې له ملت سره، او له نورو دولتونو سره په خپلو اړیکو کې، څه ډول چلند کوي.
لکه څنګه چې اروپایي هېوادونه د دې اصولو (د ملتپالنې پر بنسټ سیاست) پیروي کوي، خپلې اړیکې د کورني او نړیوال جوړښت په رڼا کې تنظیموي. په بل عبارت، په اروپا کې د ملتپالنې د مفکورې له رامنځته کېدو وروسته، د هېوادونو ترمنځ اړیکې د پارلمان په چوکاټ کې، د انسانانو له‌خوا د جوړو شویو قوانینو پر بنسټ ټینګې شوې. په داسې حال کې چې له دې مخکې، دا اړیکې د کلیسا د حکمونو پر بنسټ (چې له دین او مذهب څخه اخیستل شوي و) پر مخ وړل کېدې.
د دې مفهوم په پام کې نیولو سره، ملتپالنه یوه نوې اروپایي پدیده ده او له تعصب سره هېڅ تړاو نه لري. که څه هم په ملتپالنه کې یو ډول تعصب لیدل کېږي، خو تعصب هېڅکله د ملتونو، جغرافیوي پولو او د دولت له سیاست څخه د دین د جلا کولو مفهوم نه رسوي.
پر دې سربېره، ملتپالنه نورې بڼې هم لري؛ لکه: قومي ملتپالنه او لیبرال ملتپالنه.
۱. قومي نشنلیزم (ملتپالنه):
دا ډول ملتپالنه په وروسته پاتې هېوادونو کې ډېره عامه ده. پر دې بنسټ، توکمیزې ډلې د واک او سیاست د ترلاسه کولو لپاره په توکمیز اکثریت ټینګار کوي. په بل عبارت، د هغو کسانو لپاره چې له توکمیزې ملتپالنې سره سروکار لري، اکثریت د واک ترلاسه کولو لپاره ډېر اهمیت لري.
۲. لیبرال نشنلیزم (ملتپالنه):
په دې ډول نشنلیزم کې، د توکمیزې ملتپالنې برعکس، اکثریت د واک او سیاست د ترلاسه کولو لپاره د توکمیزو ډلو له نظره مطرح نه دی. بلکې اکثریت د تولید او مصرف له اړخه د پام وړ ګڼل کېږي.
په بل عبارت، لیبرال نشنلیزم اکثریت د تولید او پانګونې په موخه، د مصرفي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره ارزوي. دا ډول ملتپالنه په لویدیځو پانګوالو هېوادونو کې ډېره عامه ده.
د امریکایي سیاستوالو لپاره دا مهمه نه ده چې په امریکا کې کومې ژبې، نژاد او توکم اکثریت جوړوي، بلکې د دوی لپاره مهمه دا ده چې د امریکایي لویو کمپنیو محصولات څوک زیات مصرفوي او څوک د حکومتولۍ او سیاست لپاره اړین ګڼل کېږي.
له فاشیزم او نازیزم سره د نشنلیزم توپیر
دې ته په پام سره چې ملتپالنه کله ناکله د فاشیزم او نازیزم سره ورته ګڼل کېږي، غوره ده چې د دوی ترمنځ د توپیر په اړه بحث وشي، څو معلومه شي چې د ملتپالنې او فاشیزم او نازیزم ترمنځ څه ډول توپیر شته.
لکه څنګه چې د فاشیزم اصطلاح په لومړي ځل د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې مطرح او د ژبو په سر شوه، د هغه وخت د ایټالیا صدراعظم موسولیني په دې اند و چې د لرغوني روم عظمت او لویي باید بېرته راژوندي شي. خو سیال لوېدیځ هېوادونو (متفقینو) هغه فاشیست وباله. لوېدیځ د خپلو مخالفینو په نومولو کې لوی لاس لري؛ لکه د بنسټپال، افراطي، ترهګر او داسې نورو اصطلاحاتو کارول چې ځینو اسلامي ډلو ته منسوب شوي دي.
دا اصطلاحات هېڅکله د اسلامي ډلو له‌خوا نه دي ټاکل شوي، بلکې دا لوېدیځوال دي چې دغه اصطلاحات د خپلو مخالفینو، په تېره بیا د مسلمانانو لپاره، کاروي ترڅو دوی کمرنګه او کمزوري ښکاره کړي.
له همدې امله، د “فاشیست” کلمه په لغت کې د هغه چا په معنی ده چې تور جامې اغوندي. خو په اصطلاح کې، فاشیست د تبر د پوښ په معنی ده چې د لرغوني روم جمهوریت په وخت کې به د قاضي لخوا وړل کېده. د فاشیزم اصطلاح د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د ایټالیا لومړي وزیر موسولیني لپاره وکارول شوه.
د فاشیزم او ملتپالنې توپیر
فاشیستانو تر ډېره لوېدیځ پانګوالي نظام خپل دښمن او حتی د ټولې نړۍ دښمن ګڼلو. د دوی په وینا، سرمایه‌دارۍ نظام نړۍ په یو سوداګریز شرکت بدل کړی چې یوازې د تولید او مصرف له اړخه ورته ګوري. د فاشیستانو په اند، په پانګواله ټولنه کې د ټولو فکر دا دی چې څنګه یوه ټوټه ډوډۍ ترلاسه کړي.
په عمومي توګه، د فاشیزم او ملتپالنې ترمنځ توپیر دا دی چې فاشیزم د قوم په کلتوري هویت ډېر تمرکز کوي، په داسې حال کې چې ملتپالنه د جغرافیایي پولو پر بنسټ د دولت په جوړښت تمرکز کوي.
د فاشیزم او نازیزم توپیر
د فاشیزم او نازیزم ترمنځ توپیر د ملتپالنې او دغو دوو ایډیالوژیو ترمنځ توپیر په پرتله کم دی. لکه څنګه چې وویل شول، فاشیزم د قوم کلتوري هویت په ژوندي ساتلو تمرکز کوي، خو نازیزم د نژادي هویت د ژوندي ساتلو غوښتونکی و.
د ملتپالنې پایلې
د پورته بیان له مخې، نشنلیزم د اروپایانو د خونړیو جګړو او شخړو زېږنده ګڼل کېدای شي. د مختلفو تجربو په پایله کې یې د فرانسوي، جرمني، انګلیسي او نورو ملتونو د وېش لپاره د یوې مفکورې په توګه وکارول شو.
له همدې امله، دا مبالغه نه ده که ووایو چې د ملتپالنې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه جګړه ده. ځکه چې په اروپا کې د ملتپالنې د مفکورې له راڅرګندېدو راهیسې، د دې وچې ولسونو په خپل منځ کې دښمنۍ او خصومتونه پیل کړل. لکه څنګه چې لوېدیځ تاریخپوهان باور لري، تر دویمې نړیوالې جګړې مخکې په اروپا کې داسې ځای نه و چې د یوه فرانسوي وینه د جرمني او انګرېز لخوا یا برعکس، رنګ شوې نه وي!
له هغه وروسته، په حقیقت کې دغه حالت اسلامي هېوادونو ته هم ولېږدول شو. د مسلمانانو ترمنځ اوسني اختلافات او بېلتون د همدې ناولې غربي مفکورې محصول دی.
په یقین سره، د ملتپالنې مفکوره د اسلام له نظره حرامه ده، او د شرعي نصوصو پر بنسټ یې حرمت ثابت دی.
اوس پوښتنه پیدا کېږي چې آیا پنځوس کاله مخکې به چا تصور کولی وای چې جرمني، فرانسه، انګلستان، ایټالیا، هسپانیا او نور هېوادونه به د یوې لویې وچې د خلکو په توګه سره متحد او یو موټی شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې شاید اوس یې ځواب اسانه ښکاري، خو نیمه پېړۍ مخکې ناممکن برېښېده.
Previous Articleاصحاب؛ نه تکرارېدونکي اُسوې «نمونې» (لومړۍ برخه)
Next Article دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر (درېیمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD
نور یی ولوله
Blog

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (دویمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
Blog

فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

چهارشنبه _17 _سپتمبر _2025AH 17-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۰)

سه شنبه _27 _جنوري _2026AH 27-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۰) ماسوني درجې او د غړو طبقې په دې بحث…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۸)

سه شنبه _27 _جنوري _2026AH 27-1-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۸) د انسان په خلقت کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۸)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۸) له مرګ وروسته…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷)

دوشنبه _26 _جنوري _2026AH 26-1-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۷) د انسان په پیدایښت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱۰)

سه شنبه _27 _جنوري _2026AH 27-1-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۸)

سه شنبه _27 _جنوري _2026AH 27-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.