لیکوال: عبدالحمید ګرګیج
د سفر آداب (لومړۍ برخه)
لنډیز
د خدای تعالی شکر ادا کوو، هغه ذات چې د خپلو اولیاوو سترګې یې د حکمتونو او عبرتونو لیدلو ته خلاصې کړې او د هغوی همتونه یې په سفر او حضر کې د حیرانتیاوو لیدلو لپاره خالص کړل. هغوی د تقدیر پر مجراوو راضي شول، په داسې حال کې چې زړونه یې د هغه څه له لیدلو څخه چې یوازې سترګې پرې خوند اخلي، پاک او منزّه شول؛ خو د عبرت اخیستلو له لارې، چې په فکري نظریاتو او طریقو کې موندل کېږي، زده کړه ترلاسه کوي. د دوی لپاره ځمکه او سمندر، لوړې او ژورې، کلي او ښارونه یو شان شول.
درود دې وي پر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم، د انسانانو سردار، او د هغه پر اصحابو رضي الله عنهم، چې په اخلاقو او اعمالو کې یې د هغه پیروي وکړه.
د علمي او صنعتي پرمختګ په برکت او د مادي ژوند له نعمتونو او اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستنې وروسته، د تفریح، تجربې او زده کړې په موخه د سفر تمایل په انسانانو کې ډېر زیات شوی دی. سیر او سفر د انسان د ژوند له اساسي اړتیاوو څخه دی. د اسلام سپېڅلي دین دې اړتیا ته ډېره پاملرنه کړې او د سفر کولو اهمیت یې په پرلهپسې ډول روښانه کړی دی. سفر د پوهې، معلوماتو او تجربو کچه لوړوي او شخصیت ته وده ورکوي.
سریزه
تاریخي سیمو او ځایونو ته سفر کول، د طبیعي منظرو او جاذبو لیدلو لپاره سفر، خورا اوږد تاریخ لري. خدای تعالی د انسان طبیعت داسې جوړ کړی چې هغه په طبیعت کې وده وکړي او د ژوند اړتیاوې پوره کړي. طبیعي مظاهر د الهي موهبتونو له جملې څخه دي چې د انسان د بقا او ژوند اساسي بنسټ جوړوي.
په قرآن کریم کې له ۷۵۰ څخه زیات آیتونه طبیعي پېښو ته اشاره کوي، او له دې څخه شاوخوا ۱۰۰ آیتونه د طبیعت موضوع ته ځانګړي شوي دي. قرآن کریم د طبیعت په بېلابېلو برخو قسم خوړلی، طبیعي مظاهر یې د الهي نښو په توګه بیان کړي او انسان یې طبیعت پېژندلو ته هڅولی دی.
نورو ټولنو ته سفر کول او د هغوی د واکمنو کلتورونو قوتونه او ضعفونه پېژندل د انسان د لید پراخوالي، پوهې او فکري روښانتیا لامل ګرځي. له همدې امله د اسلام په لارښوونو کې د سیر او سیاحت سپارښتنه شوې ده. قرآن کریم په مکرر ډول مسلمانان هڅوي چې سفر وکړي، د نورو قومونو او ملتونو له کلتورونو او ژوند سره اشنا شي، د دوی د تېروتنو پایلې وویني، عبرت واخلي او له دوی د مثبتو ګټو او لاسته راوړنو څخه برخمن شي.
په بېلابېلو کلتورونو کې د نورو قومونو شتون د کوربه ټولنې د کلتور په وده او تحرک کې مهم رول لري. له دې امله، د اسلام په سپېڅلو لارښوونو کې د سفر لپاره ځانګړي آداب بیان شوي دي.
د نیتونو پاکول او له نېکو خلکو سره مشوره کول
که څوک د سفر اراده لري او نیت یې حج، جهاد، د ظلمونو څخه خلاصېدل، د فرضي علم حاصلول، د دیني علماوو مجالست، د الهي مخلوقاتو د آثارو لیدل یا د ژوند د روزۍ ترلاسه کول وي، نو دا سفر ثواب لري.
د نیت له سمولو او د عزیمت له خالص کولو وروسته
د اسلام دین پر ټولو عملونو کې د نیت پر پاکوالي ټینګار کوي، او دا چې د مهمو کارونو تر ترسره کولو وړاندې مشوره کول د ښه پایله ترلاسه کولو لپاره اړین دي. د دې لپاره چې د سفر په اړه سمه پرېکړه وشي، باید د دې حکم پر بنسټ عمل وشي:
«وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمرِ»
(په کارونو کې له هغوی سره مشوره وکړه).
مشوره باید له هغه چا سره وشي چې د مقابل لوري له وضعیت څخه ښه خبر وي، د خیانت امکان پکې نه وي، او د نصیحت او شفقت احساس لري. د امام نووي رحمه الله په «اذکار» کې راغلي، د سفر له ارادې وروسته له هوښیارانو سره مشوره کول د مستحباتو څخه ګڼل کېږي.
۱. استخاره کول
کله چې د نورو په مشوره ډاډ ترلاسه شي چې دا سفر ګټور دی، نو استخاره کول سنت دی.
په صحیح بخاري کې له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم به موږ ته په هر کار کې استخاره رازده کوله، لکه څنګه چې به یې موږ ته د قرآن سورتونه راښوول.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل:
«کله چې ستاسو څخه څوک د کوم کار اراده وکړي، نو لومړی دې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، بیا دې دا دعا ووایي:»
اَللَّهُمَّ إِنِّيْ اَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ، وَاسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَ أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَ لَا أَقْدِرُ، وَ تَعْلَمُ وَ لَا اَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوْبِ. اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْاَمْرَ خَيْرٌ لِى فِي دِيْنِى وَ مَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْری، عَاجِلِ أَمْری أَوْ آجِلِهِ، فَاقْدِرْهُ لِى وَيَسِّرْهُ لِى ثُمَّ بَارِكْ لِى فِيهِ. وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْاَمْرَ شَرٌّ لِى فِي دِيْنِى وَ مَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْری، عَاجِلِ أَمْری أَوْ آجِلِهِ، فَاصْرِفْهُ عَنِّى وَاصْرِفْني عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِيَ الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرْضِنِي بِهِ.»
(دعا د خپل حاجت ذکر کولو سره پای ته ورسوي.)
امام نووي رحمه الله وايي:
استخاره په ذکر شوي ډول مستحب ده. د استخارې لمونځ دوه رکعته نفل دی، چې د نورو نفلونو په څېر ادا کېږي. په لومړي رکعت کې د فاتحې وروسته «قل یا ایها الکافرون» او په دویم رکعت کې «قل هو الله احد» سورت ویل کېږي. که د لمانځه فرصت نه وي، نو یوازې د دعا په ویلو اکتفا کولای شي، خو د دعا په پیل او پای کې د حمد او درود ویل هم مستحب دي.
که د استخارې وروسته په زړه کې د کار ترسره کولو لپاره انشراح (اطمینان) پیدا شي، نو هغه کار دې وکړي.
۲. وصیت کول او د اجازې غوښتل
د سفر تر ارادې وروسته، باید کورنۍ ته وصیت وکړي، خپل پورونه ادا کړي، او د هغو کسانو څخه معافي وغواړي چې پر ده یې حقوق شته. د ظلم کولو څخه دې خپل ځان او نورو ته ډاډ ورکړي. همدارنګه، د میرمنې او اولادونو په حق کې وصیت کول او د دې لپاره دوه شاهدان راوستل غوره دي.
مسافر باید داسې فکر وکړي لکه د آخرت په لوري روان وي او دا احتمال په پام کې ونیسي چې ښايي کور ته بېرته راستون نشي.
مور او پلار راضي کول:
مسلمان باید خپل مور او پلار راضي کړي، او که دوی ژوندي وي، د دوی له اجازې پرته دې سفر نه پیلوي. ځکه چې د والدینو رضا په دې ډول کارونو کې د برکت سبب ګرځي.
د سفر ورځ ټاکل:
په سفر کې د پنجشنبې ورځ غوره کول مستحب دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د پنجشنبې په ورځ سفر کاوه. ځینې وختونه یې د دوشنبې، شنبې، یا چهارشنبې ورځو کې سفر کاوه.
ادامه لري…