لیکوال: صادق فائز

اصحاب؛ نه تکرارېدونکي اُسوې «نمونې» (لومړۍ برخه)

صحابه کرام (رضی الله عنهم) د هغو خلکو تلپاتې نوم دی چې ذکر او یاد یې ژوندی او نه‌هېرېدونکی دی. هغه خلک چې له الهي پیغمبرانو وروسته د ځمکې پر مخ تر ټولو کامل او متمدن انسانان وو. هماغه خلک چې الله تعالی په دې فاني نړۍ کې له دوی څخه خپل رضایت اعلان کړ، د دوی لاره یې د حق لاره وبلله، ژوند یې غوره ژوند وګاڼه او د تل لپاره یې د حق او باطل د اندازه کولو معیار ټاکلی دی. هغه خلک چې د یادونې په اورېدو یې زړونه اوس هم په وجد راځي او د دوی له مینې څخه ډکېږي.
الله جل جلاله فرمایي:
«فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوا وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ» (بقره/۱۳۷)
«که دوی (هم) په هغه څه ایمان راوړي چې تاسو (صحابه کرامو رضی الله عنهم) په هغه څه ایمان راوړی دی، نو په حقیقت کې دوی هدایت شوي دي. که دوی نافرماني وکړي، نو دوی (د حق سره) په جګړه کې دي او خدای به د دوی شر له تاسو څخه لرې کړي. الله اورېدونکی او پوه دی.»
رسول الله ﷺ فرمایي:
«أصحابي کالنجوم؛ فبأیّهمُ اقتدیتُم اهتدیتُم» (جامع بيان العلم وفضله، ۸۹۵ و الإحكام، ۶/۲۴۴)
«زما اصحاب ستورو غوندې دي؛ په هر یوه چې مو اقتدا وکړه، نو هدایت به ومومئ.»
همدارنګه یې وفرمایل: «…ما اَنا علیه واصحابي»
«د خلاصون یوازینۍ لاره زما او زما د صحابه‌وو لاره ده.»
صحابه کرام رضي الله عنهم هغه کسان وو چې د نبوت په مکتب کې یې زده‌کړې کړي وې او د رسول الله ﷺ تر مستقیمې روزنې لاندې لوی شوي وو.
انسانان کمزوري پیدا شوي دي او هېڅکله یوازې تکامل ته نه‌رسېږي. دوی تل داسې ښوونکو او لارښودونکو ته اړتیا لري چې د دوی په شان انسانان وي او د دیني او انساني تکامل په لاره روان وي. له انبیاو علیهم السلام وروسته دغه غوره خلک صحابه کرام (رضی الله عنهم) دي.
هغه اُسوې او نمونې، چې د زمانې په تېریدو سره نه زړېږي، بلکې تازه او ژوندۍ پاتې کېږي، هغه نمونې دي چې قرآن کریم یې ذکر تلپاتې کړی دی.
هغه انسانان، چې کېدای شي اوږد ژوند یې نه وي کړی، خو په خپل لنډ ژوند کې یې داسې ستر کارونه کړي چې له تصوره بهر دي. دوی خپل ځانونه، مالونه او کورنۍ قربان کړل، تر دې پورې چې د دوی د ژوند لنډوالی هېڅ محسوس نه‌شي.
دوی هم د دنیا او هم د آخرت په ژوند کې بشپړې نمونې وې. دوی وروسته راتلونکو خلکو ته د زړورتیا، انسانیت، زغم او مردانګۍ ستر درسونه ورکړل.
په عموم کې، که وغواړو چې د الهي پیغمبرانو څخه وروسته کامل انسانان ومومو، نو یوازې صحابه کرام (رضی الله عنهم) وړاندې کولای شو.
له بده مرغه، نن سبا د الحاد او د غربي کلتور د تسلط له امله زموږ تنکي ځوانان او ځوانان له حق او انسانیت څخه شاتګ کړی او د لوېدیځ د تپل‌شوو نمونو په لور روان دي. هغه سست‌عنصره او حیوان‌صفته نمونې، چې تر ټولو لوړ هدف یې یوازې د پیسو او دنیاوي مقام ترلاسه کول دي. د دوی سره نه د انسانیت بوی شته او نه په وجود کې د اخلاقو کومه نښه.
په زړه پورې دا ده چې صحابه کرام له مختلفو خلکو جوړ شوي وو. د دوی په منځ کې هر ډول انسان او د بېلابېلو مسلکونو استازي وو. له همدې امله، هر صحابي د خپل ورته او همفکر لپاره یوه غوره بېلګه ده. د بېلګې په توګه، تاجران صحابه کرام د دې امت د تجارانو لپاره نمونې دي، عالمان صحابه کرام د امت د علماوو لپاره بېلګې دي، او د صحابه کرامو مجاهدین د امت د مجاهدینو لپاره مثالونه او الهام بخښونکي دي.
په هر صورت، د اسلامي امت ځوانان تر بل هر وخت زیات دې ته اړتیا لري چې د صحابه کرامو نوم او یاد په خپلو منځونو کې راژوندی کړي. دوی باید، لکه څنګه چې الله تعالی امر کړی دی، د صحابه کرامو په څېر د نمونو او بېلګو په توګه وپېژندل شي. یوازې په دې ډول کولای شو یو ځل بیا په امت کې دینداره، ژوندۍ او اغېزناکه ځوانان ولرو.
فکر وکړئ که زموږ ځوانان یوازې ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې د صحابه کرامو په څېر ژوند وکړي، نو په نړۍ کې به څومره لوی بدلونونه او انقلابونه رامنځته شي! د صحابه کرامو په څېر ځوانان کولای شي په نړۍ کې د پام وړ بدلونونه راولي. له بده مرغه، نن امت د غرب د تپل‌شوو نمونو تر سیوري لاندې ورک شوی او لوېدیځ د نویو وسایلو او لارو چارو په کارولو سره دا حالت لا پسې ګړندی کړی دی.
په اوسنیو کړکېچنو او نازکو شرایطو کې، چې اسلامي هېوادونه ورسره مخ دي، ځوانانو ناامېدۍ او ناهیلۍ ته مخه کړې ده. دوی د لوېدیځ غېږې ته پناه وړل خپل د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ګڼلې ده. په داسې حالت کې اړینه ده چې علما او چارواکي په همغږۍ سره یو موثق، نوی او بنسټیز پروګرام جوړ کړي. د دې پروګرام له لارې باید د صحابه کرامو نمونې وړاندې شي او د غرب د تپل‌شوو نمونو پر وړاندې مؤثره مبارزه وشي.
Leave A Reply

Exit mobile version