لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (دیارلسمه برخه)

د صلاح الدین اخلاقي فضایل
سلطان د عباداتو او نېکو اعمالو ترڅنګ د واکمنانو له ښو صفاتو لکه عدل، بخښنه، نرمۍ، مهربانۍ، سخاوت، شرافت، زغم، شجاعت، زړورتیا، مېړانې او لوړ همت څخه برخمن و. قاضي ابن شداد لیکلي دي چې د سلطان عمومي غونډه او د خلکو سره لیده کاته په اونۍ کې دوه ځله (دوشنبه او پنجشنبه) کېدل. په دې ورځ ټولو خلکو ته، لکه فقهاوو، قاضیانو، پوهانو، مدعیانو، بډایو، بېوزلو، زړو او ځوانانو ته د ملاقات او خبرو اجازه وه.
په دغه پروګرام کې د سفر یا حضر پر مهال هېڅ بدلون نه راتلو. سلطان به په ورځ او شپه کې یو ځل دوسیې کتلې او له بشپړې څېړنې وروسته یې لاسلیک کولې. هغه هېڅکله کوم سوالګر او فقیر خالي لاس نه و راګرځولی. په دې ټولو کارونو کې به تل په ذکر او تلاوت بوخت و. که څوک به د دعوې یا شکایت لپاره ورتلل، نو هغه به په خپله ولاړ و، غوږ به یې ورته نیولی و او قضاوت به یې کاوه.
یو ځل یو عادي کس د خپل ورور پر وړاندې شکایت وکړ. سلطان سمدلاسه هغه راوغوښت او قضیه یې وڅېړله. کله چې ثابته شوه چې د مدعي ادعا ناسمه ده، سلطان شکایت کوونکی په غوسه نه کړ، بلکې هغه ته یې د جامو او جایزې ډالۍ ورکړه.
د سلطان صبر او زغم
مورخ ابن خلکان لیکي چې سلطان د خپلو خدمتګارانو او ملګرو تېروتنې او خطاګانې تل بښلې. کله کله به داسې خبرې پېښېدې چې د سلطان د خپګان او ځور سبب به ګرځېدې، خو هغه به داسې چلند کاوه لکه چې هېڅ پېښه شوې نه وي.
یو ځل یې اوبه وغوښتې، خو ډېر ځنډ وشو او اوبه ورته ونه رسېدې. بیا یې اوبه وغوښتې، خو بیا هم چا اوبه ور نه کړې. په پای کې یې وویل: “ملګرو، زه له تندې مړ کېږم.” ډېر وخت نه و تېر چې اوبه یې راوړې، خو سلطان د دې ځنډ په اړه هېڅ نیوکه ونه کړه.
بل ځل له ناروغۍ وروسته حمام ته ولاړ. اوبه ډېرې ګرمې وې، نو سړې اوبه یې وغوښتې. خدمتګار د لاس د لړزېدو له امله د سلطان پر بدن یخې اوبه توی کړې. د ناروغۍ او کمزورتیا له امله ډېر ناراحته شو، خو یوازې دومره یې وویل: “که غواړې ما ووژنې، په ډاګه ووایه.” خدمتګار یې بښنه وغوښته او سلطان یې خبره تېره کړه.
د سلطان سخاوت او نرمښت
قاضي ابن شداد د سلطان د سخاوت او بښنې په اړه ډېرې خبرې ثبت کړې دي. د هغه بښنه دومره زیاته وه چې کله کله به یې فتح شوي ولایتونه نورو ته وربښل. د بیلګې په توګه، د “آمد” ښار یې د یو قوماندان د غوښتنې له مخې ورته ډالۍ کړ.
سلطان به خپل شخصي توکي او شتمني خرڅوله او هغو کسانو ته به یې ورکوله چې اړتیا ورته لرله. د خزانې مامورینو کله کله شتمني په پټه ساتله ترڅو سلطان یې د نازکو وختونو څخه وړاندې ونه مصرفوي.
یو ځل یې ویلي و: “ځینې خلک پیسې او خاوره یو شان ګڼي.” دا خبره یې په نورو کړې وه، خو دا یې نه غوښتل چې خپل نوم یاد کړي.
د خلکو سره خواخوږي
سلطان صلاح الدین یو شریف النفسه، نرم زړه، زړه سوانده او د خلکو خواخوږی و. د هیچا ظلم یې نه شو زغملای او د غریب او مظلوم د درد او رنځ د لیدلو توان یې نه درلود. ابن شداد لیکي: یو ځل یوه بوډۍ عیسوي ښځه په ژړا او چیغو ورته راغله، سلطان ترې وپوښتل چې ولې، هغې ورته وویل: زما وړه لور غلو تښتولې ده او ټوله شپه مې په ژړا او ویر تېره کړه. ستا یو ملګري راته وویل چې سلطان مهربانه او زړه سوانده دی موږ تا هغه ته ور پېژنو او ته د هغه په وړاندې شکایت وکړه، له همدې امله دوی زه دلته راوستلم او زه له تا څخه خپله لور غواړم. سلطان له دې حالت څخه ډېر خپه شو  او سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. سمدلاسه يې بازار ته يو څوک ولېږل او امر يې وکړ چې که هر چا دا نجلۍ پېرودلې وي، پيسې دې بېرته ورکړل شي او نجلۍ دې دلته راولي. ډیر وخت نه و تیر شوی چې یو چا په خپله اوږه باندې هغه انجلۍ راوستله. بوډۍ ځان پر ځمکه وغورځاوه او د سجدې په حالت کې یې تندی تر ډیره وخته په ځمکه کیښود او په غربي ژبه یې څه وویل او بیا یې په خوښۍ خپله لور واخیستله او لاړه .
 قاضي ابن شداد ليکلي دي چې سلطان به چې کوم يتيم وليد نو په مينه او شفقت به يې ورسره خبرې کولې، تسلي به يې ورکولې او يو څه به يې ورکول او که يې سرپرست نه درلود نو پالنه به يې کوله. په همدې ډول که به  له کوم ضعيف کس سره مخ کېده، ډېر به متاثره شو او پر هغه به یې احسان کاوه.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version