Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضائل (دویمه برخه)
متفرقه سه شنبه _26 _نوومبر _2024AH 26-11-2024AD

د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضائل (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: خالد یاغي‌زهي

د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضائل (دویمه برخه)

۵. قبلې ته مخامخ کېدل
غوره دا ده چې د قرآن د لوستلو پر مهال قبلې ته مخامخ شو، تر څو زموږ عمل د الهي موخو او مقاصدو څخه برخمن وي. د امام نووي رحمه الله په شمول ځینې علماو ویلي دي چې د قرآن د تلاوت په وخت کې قبلې ته مخامخ نه کېدل روا دي او ګناه نه لري، خو قبلې ته مخامخ کېدل د خشوع څرګندونه ده او له مخامخ نه کېدو څخه غوره ګڼل کېږي.
۶. په ناسته تلاوت کول
په ناسته تلاوت کول د الله تعالی کتاب ته احترام او د هغه شعایرو ته تعظیم دی. خو په ولاړه یا د تګ په حالت کې تلاوت کول هم روا دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې د الله یاد کاوه.
۷. مسواک وهل
غوره دا ده چې د قرآن کریم له تلاوت مخکې غاښونه مسواک او خوله تازه کړو؛ ځکه مسواک وهل د قرآن کریم د تلاوت له آدابو څخه ګڼل کېږي او د هغه خولې د خوشبویي لامل ګرځي چې له هغې څخه د الله کلام راوځي. لکه څنګه چې په یوه حدیث کې راغلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إذا قام أحدكم يصلي من الليل فليستك، فإن أحدكم إذا قرأ في صلاته وضع ملك فاه على فيه، لا يخرج من فيه شيء إلا دخل فم الملك.»
ژباړه:
«کله چې ستاسو څخه یو څوک د شپې لمانځه لپاره راپاڅي، مسواک دې ووهي؛ ځکه چې کله هغه په لمانځه کې قرائت کوي، یوه پرښته خپل خوله د هغه په خوله ږدي، او هېڅ شی د قاري له خولې څخه نه راوځي مګر دا چې د پرښتې خولې ته ننوځي.»
دا لوی فضیلت د قیام اللیل او د هغه د تلاوت دی، او د هغه رعایت پر مسلمان باندې لازم دی.
۸. د تلاوت څخه مخکې استعاذه
يعنې مخکې له دې چې تلاوت پيل کړو، بايد «أعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ووايو؛ ځکه دا د الله جل جلاله حکم دی، چې فرمایي:
«فَإِذا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطانِ الرَّجِيمِ»
ژباړه:
«كله چې دې قرآن ولوست، د رانده شوي شيطان له لاسه څخه خدای ته پناه وغواړه.»
استعاذه په بېلابېلو الفاظو راغلې ده، خو تر ټولو مشهور یې هغه دی چې موږ یې یادونه وکړه.
۹. په پیل کې بسم الله ویل
د هر سورت په پیل کې، د توبې د سورت پرته، «بسم الله الرحمن الرحیم» د هغه سورت یو آیت دی. نو که تلاوت د سورت له ابتدایي برخې څخه پیل شي، باید «بسم الله الرحمن الرحیم» هم ولوستل شي. خو که د سورت له منځ څخه تلاوت پیل شي، نو د «بسم الله الرحمن الرحیم» ویل مستحب دي.
۱۰. د قرآن کریم ترتیل
د قرآن په لوستلو باندې ډېر ټینګار شوی دی؛ ځکه چې قرآن د انسان د نېکمرغۍ برنامه ده، چې د هغوی لپاره د رب له لوري ترتیب شوې ده. مسلمان باید قرآن کریم په آرامۍ، د حروفو په سم تلفظ، او د احکامو په تعقیب سره تلاوت کړي.
الله تعالی فرمایي:
«أَوْزِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْءَانَ تَرْتِيلًا»
ژباړه:
«یا لږ څه پر نیم زیات کړئ او قرآن کریم په ترتیل سره ولولئ.»
او دا مطلب د دې آیت له مفهوم څخه هم څرګندېږي:
«الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُوْلَٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ فَأُوْلَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ»
ژباړه:
«هغه کسان چې موږ کتاب ورکړی دی او هغه د حق په تلاوت سره لولي، دوی په دې کتاب ایمان لري. او هغه کسان چې په هغه کفر وکړي، هغه زیانکاران دي.»
یعنې د تلاوت په وخت کې احکام رعایتوي، الفاظ په سمه توګه تلفظ کوي، د حلالو او حرامو حدود مراعاتوي، او پر محتوا عمل کوي. دا ټول د قرآن د تلاوت له حقوقو څخه دي.
۱۱. په ښه آواز سره تلاوت کول
ښه آواز د قرآن د تلاوت له آدابو څخه دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
زَيِّنُوا القُرْآنَ بِأَصْوَاتِكُمْ، فَإِنَّ الصَّوْتَ الْحَسَنَ يَزِيدُ القُرْآنَ حُسْنًا
ژباړه:
«قرآن په خپل غږ سره ښایسته کړئ؛ ځکه ښکلی غږ د قرآن ښکلا زیاتوي.»
او ویې فرمایل:
ما أذن الله لشيء ما أذن لنبي حسن الصوت يتغنى بالقرآن، يجهر به
ژباړه:
«الله جل جلاله هیڅ شي ته داسې غوږ نه نیولی لکه یو پیغمبر ته چې په ښکلي او لوړ غږ قرآن تلاوت کوي.»
نو د قاري لپاره اړینه ده چې خپل غږ د امکان تر حده ښکلی کړي. ملائکې د هغه غږ اوري، او خلک هم ښکلی آواز خوښوي او ښه قاري ته غوږ نیسي. سربېره پر دې، ښکلی او زړه راښکونکی غږ د خلکو په زړونو کې د قرآن د اورېدو هڅونه زیاتوي.
۱۲. په خشوع او حزن سره تلاوت کول
د قرآن تلاوت په خشوع او غمجن غږ سره د عاجزۍ څرګندونه کوي. قاري باید د تلاوت پر مهال عاجزي، خپګان، او زړه حضور وساتي او د شهرت او ریا لپاره قرآن ونه لولي؛ ځکه چې ریا د ثواب د ضایع کېدو لامل ګرځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
أحسن الناس قراءة الذي قرأ رأيت أنه يخشى الله
ژباړه:
«تر ټولو غوره قاري هغه څوک دی چې کله یې ووینئ، نو داسې ښکاري چې له خدایه وېرېږي.»
او ویې فرمایل:
ليس منا من لم يتغن بالقرآن، يجهر به
ژباړه:
«څوک چې قرآن په ښه غږ نه تلاوت کوي او په لوړ آواز یې نه لولي، هغه زموږ له ډلې نه دی.»
۱۳. ژړل یا ځان په ژړا اچول
د تلاوت پر مهال ژړا کول د تلاوت له سترو آدابو څخه دي. الله جل جلاله فرمایلي دي:
أُولَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَنِ خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا
ژباړه:
«دا هغه پېغمبران دي چې الله پرې خپل نعمت کړی دی؛ د آدم علیه السلام له اولادې څخه، د هغو کسانو له نسل څخه چې موږ له نوح علیه السلام سره ژغورلي ول، او د ابراهیم علیه السلام او اسرائیل (یعقوب علیه السلام) له اولادې څخه. هر کله چې دوی ته د رحمان آیتونه ولوستل شي، په ژړا سره سجده کوي.»
بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمایي:
قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا  وَيَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولًا  وَيَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا
ژباړه:
«ووایه: پر دې ایمان راوړئ که نه راوړئ، (دا ستاسې اختیار دی). بې شکه هغه کسان چې له هغوی مخکې علم ورکړل شوی دی، کله چې دوی ته تلاوت وشي، نو په سجده پرېوځي. دوی وايي: زموږ رب پاک دی، او زموږ د رب وعده پوره کېدونکې ده. دوی د ژړا په حالت کې پر خپلو څېرو سجده کوي، او دا د دوی عاجزي نوره هم زیاتوي.»
او فرمايي:
وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَى أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ
ژباړه:
«کله چې دوی هغه (قرآن) واوري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نازل شوی دی، نو ته به یې وګورې چې سترګې یې له اوښکو ډکې دي؛ ځکه دوی حق پېژندلی دی. دوی وايي: زموږ ربه، موږ ایمان راوړ، نو موږ د هغو کسانو په ډله کې ولیکه چې ستا پر حق شاهدي ورکوي.»
ژړا: د قرآن د تلاوت پر مهال د الله د عظمت او رحمت په اړه فکر کول او زړه حضور څرګندوي. داسې کسان هم شته چې د دنیاوي غمجنې کیسې اورېدو سره ژاړي، خو د قرآن کریم اورېدو پر مهال بې احساسه پاتې کېږي. مسلمان باید د تلاوت پر مهال د زړه حضور او عاجزي وساتي ترڅو د قرآن کلام خپل بشپړ اغېز پرېږدي.
Previous Articleد حدیثو لیکنه او حُجیت (اوومه برخه)
Next Article د عقل ځواک او د هغه ساحه (اوومه برخه) 

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.