Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د عقل ځواک او د هغه ساحه (اوومه برخه) 
اسلام سه شنبه _26 _نوومبر _2024AH 26-11-2024AD

د عقل ځواک او د هغه ساحه (اوومه برخه) 

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د عقل ځواک او د هغه ساحه (اوومه برخه) 

د فکر د آزادۍ د سازمان حالت
د “بشري حقونو د دفاع نړیوال سازمان” په نوم یوه نړیواله اداره شتون لري چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی. دا سازمان د الهي وحیې له لارښوونو څخه بې برخې دی، چې په دې کیسه کې يې لیدلای شئ:
علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله وايي: څه موده وړاندې د دې موسسې یو محقق د څېړنې لپاره پاکستان ته راغی. هغه د مرکې لپاره ما ته راغی او ویې ویل: زموږ هدف د فکر د ازادۍ لپاره کار کول دي. ډېر خلک د فکر د ازادۍ لپاره په زندانونو کې دي او باید خوشې شي. دا یوه متفقه مسئله ده چې هیڅوک باید ورسره مخالفت ونه کړي.
زه پاکستان ته استول شوی یم چې په دې اړه د مختلفو طبقو نظرونه وڅېړم. ما اورېدلي چې تاسو د ډېرو پوهانو سره اړيکه لرئ، نو زه هم غواړم له تاسو ځینې پوښتنې وکړم.
ما ترې وپوښتل: د دې کتنې موخه څه ده؟ هغه وویل: زه غواړم پوه شم چې مختلفې طبقې په دې اړه څه فکر لري.
ما وپوښتل: تاسو کله راغلئ؟ هغه وویل: زه نن سهار راورسېدم.
ما وپوښتل: کله بېرته ځئ؟ هغه وویل: سبا سهار به اسلام اباد ته لاړ شم.
ما وپوښتل: څو ورځې به په اسلام اباد کې پاتې شئ؟ هغه وویل: یوه ورځ به په اسلام اباد کې پاتې شم.
ما وویل: تاسو غواړئ چې د مختلفو طبقو رایې وڅیړئ او بیا خپل راپور مرکز ته وړاندې کړئ. آیا ستاسو په نظر په دې دوو یا دریو ښارونو کې څو ورځې کافي دي؟
هغه ځواب ورکړ: په دې درې ورځو کې به د هر چا نظر څرګند نه شي؛ خو له بېلابېلو فکري ډلو سره مې لیدلي، او له همدې امله ستاسو خدمت ته راغلی یم. هیله ده چې ما ته لارښوونه وکړئ.
ما ترې وپوښتل: تاسو نن په کراچۍ کې له څو کسانو سره لیدلي؟ هغه وویل: ما له درې کسانو سره خبرې کړې دي، او ته څلورم کس یې.
ما وویل: تاسو د څلورو کسانو نظرونه پوښتئ او بیا په خپل راپور کې لیکئ چې دا د کراچۍ د خلکو نظر دی؟ بخښنه غواړم، زه د دې کتنې په دقت اعتراض لرم؛ ځکه چې د یو محقق کتنه او څېړنه داسې نه وي. له همدې امله زه ستاسو پوښتنو ته ځواب نه ورکوم.
هغه بخښنه وغوښته چې د هغه وخت لږ و او یوازې يې کولای شوای چې له څو کسانو سره وویني. ما وویل: که وخت کم و، نو څه اړتيا وه چې د دې کتنې مسئولیت مو پر غاړه اخیستی وای؟ هغه په اصرار سره وويل: که څه هم ستاسو اعتراض صحيح دی، خو تاسو باید زما ځینو پوښتنو ته ځواب ووایاست. ما بخښنه ترې وغوښته او ومې ویل چې زه نشم کولای له داسې بې غوره او نیمګړي کتنې سره همکاري وکړم. البته، که تاسو اجازه راکړئ، زه به د دې سازمان د بنسټیز هدف په اړه یو څو پوښتنې وکړم.
هغه وویل: زه په اصل کې ستاسو څخه د پوښتنې لپاره راغلی یم؛ خو که تاسو نه غواړئ زما پوښتنو ته ځواب ووایاست، نو که زموږ د دفتر په اړه کومې پوښتنې لرئ، زه تيار يم چې ځواب یې درکړم.
ما وپوښتل: تاسو وویل چې هغه اداره چې تاسو ورسره تړاو لرئ د فکر د آزادۍ مخکښه ده. البته، د فکر ازادي ښه ده؛ خو زه غواړم وپوښتم، چې آیا دا ازادي مطلقه ده یا محدودیتونه هم لري؟
هغه وویل: د دې پوښتنې مطلب سم ونه پوهېدم. ما وویل: زما مطلب دا دی چې آیا د فکر ازادي دومره مطلقه ده چې هر څه چې د یو چا په ذهن کې راځي، هغه بیان کړي او نورو ته یې بلنه ورکړي؟  د بېلګې په توګه  زما په اند د ټولنې شتمنو ډېره زياته شتمني ترلاسه کړې ده. نو، آیا غریب حق لري چې د هغوی سرمایه لوټ کړي او شتمني یې غلا کړي؟ زه کولای شم دا نظریه وړاندې کړم چې نېستمن باید شتمن لوټ کړي او هیڅوک به یې هم مخه ونه نیسي؛ ځکه چې سرمایه‌دارې طبقې دا سرمایه د غریبانو په وینه څښلو سره ترلاسه کړې ده.
اوس تاسو ووایاست: تاسو د دې فکر د ازادۍ پلوي یاست او که نه؟
هغه ځواب ورکړ: موږ د دې فکر ملاتړ نه کوو.
ما وویل: زه هم غواړم همدا خبره روښانه کړم، چې کله د فکر ازادي مطلقه نه وي، نو تاسو هم دا منئ چې باید حد ولري؟
هغه وویل: هو، باید یو حد وي، د بېلګې په توګه، زما په اند د فکر ازادي باید په دې مقید وي، چې د هغه په نتیجه کې تاوتریخوالی پېښ نه شي.
ما وویل: تا دا قید د خپل نظر له مخې وړاندې کړی دی؛ خو که د یو شخص نظر دا وي چې له تاوتریخوالي پرته ځینې ستر اهداف نه شي ترلاسه کېدای، او د لوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید د تاوتریخوالي زیانونه ومنو، آیا د دغه کس د فکر ازادي د ستاینې وړ ده او که نه؟
دویم، تاسو د خپل نظر له مخې د فکر د ازادۍ لپاره شرط ټاکلی. آیا بل څوک دا واک لري چې د خپل نظر له مخې بل شرط وضع کړي او که نه؟ که نه، نو باید یو دلیل وي چې ستاسو د نظر سره عمل وشي، او د نورو نظر باندې عمل ونه شي.
نو، زما د پوښتنې هدف دا دی: دا حدود څه دي؟ څوک پرېکړه کوي چې دا قیدونه او محدودیتونه شتون ولري؟ تاسو کوم معیارونه لرئ چې د هغه پر بنسټ پرېکړه وکړئ چې د فکر پر ازادۍ دغه قید وي او هغه قید نه وي؟ تاسو ماته یو دقیق معیار ووایاست، چې د هغه په واسطه تاسو کولای شئ ووايئ چې دا ډول قید او محدودیت سم دی او دا ډول قید او محدودیت غلط دی.
هغه ځواب ورکړ: موږ هیڅکله د دې موضوع په اړه داسې دقیق فکر نه دی کړی.
ما وویل: تاسو په یوه لوی نړیوال سازمان پورې تړلي یاست، او تاسو د هغه سازمان لپاره د راپور چمتو کولو مسئولیت لرئ؛ خو ستاسو په ذهن کې دغه اساسي مسئله نه شته چې د فکر د ازادۍ حدود او ګټې باید کوم وي؟ زما په اند ستاسو پروګرام ګټور نه دی. مهرباني وکړئ زما د پوښتنې ځواب د ادارې د معلوماتو او خپلو ملګرو سره د مشورې له لارې راکړئ.
هغه وویل: زه به ستاسو نظرونه سازمان ته راپور کړم او هغه معلومات به چمتو کړم چې موږ یې په اړه لرو.
بیا یې زما څخه ډېره مننه وکړه او لاړ.
تر نن ورځې پورې زه د هغه د وعدې سره سم د هغه د معلوماتو او د پوښتنې ځواب ته په تمه یم، او زه ډاډه یم چې د قیامت تر ورځې به زما د پوښتنې ځواب پيدا نه کړي او نه به داسې معیار وړاندې کړي چې د ټولې نړۍ لخوا ومنل شي؛ ځکه چې تاسو یو معیار ټاکئ، بل سړی بل معیار غوره کوي. ستا معیار ستا له ذهن څخه پیدا کېږي او د هغه معیار د هغه له ذهن څخه سرچینه اخلي.
موږ په نړۍ کې داسې څوک نه وینو چې داسې معیار وړاندې کړي چې په ټوله نړۍ کې د تطبیق وړ وي. زه بې له ځنډ او وېرې وایم، چې انسان له “الهي وحيې” پرته بل داسې معیار نه لري، چې له مخې یې د دغو مبهم افکارو د تطبیق لپاره یو لازمي او ابدي معیار برابر کړي. انسان د خدای له لارښوونې پرته بل څه نه لري.
که تاسو فلسفه مطالعه کړئ، نو تاسو ته دا مسله څرګندېږي چې قانون د اخلاقو سره کومه اړیکه لري؟ په فلسفه کې د فکر یو مکتب دی چې وايي: اخلاق له قانون سره هیڅ تړاو نه لري. د ښه او بد نظر غلط دی، نه هیڅ شی ښه دی او نه بد.
دا مکتب وايي: د “باید”، “نه باید”، “کېدای شي” او نورې ورته کلمې د انسان د فکر زېږنده دي. که نه، نو داسې هیڅ تصور شتون نه لري، او د ښه او بد د ټاکلو لپاره هیڅ معیار نشته. دا مشهور اصل پر قانون باندې الهي حقوق دي.
د بحث په پای کې یې لیکلي: “د دې مسلو د ټاکلو لپاره انسانیت یوازې یو شی لري چې هغه په مذهب پورې اړه لري؛ خو دا چې مذهب د انسان عقیده ده او دا په مادي نظام کې ځای نه لري، نو موږ نشو کولای دا د اساس په توګه ومنو.”
ادامه لري…
Previous Articleد قرآن کریم د تلاوت آداب او فضائل (دویمه برخه)
Next Article د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله اته ويشتمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه درېیمه برخه د سیک مذهب بنسټ‌ايښودونکي (گورو…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درویشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک درویشتمه برخه سریزه: د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمال الدین افغان رحمه الله (اته ويشتمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (درېیمه برخه)

پنجشنبه _26 _جون _2025AH 26-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.