لیکوال: عبدالحفیظ عرَیب

له علم پرته فتوا ناوړه جنایت (څلورمه برخه)

 

د سلف صالحینو له نظره له علم پرته فتوا ورکول
فقهاء او صالح سلف (رحمهم الله) د قرآن، حدیث، اجماع او قیاس په اړه د خپل علمي تخصص او ژورې پوهې سره سره، د فتوا له صادرولو څخه په کلکه ډډه کوله او نور یې هم د داسې کارونو څخه منع کول؛ ځکه چې د هغه د دروند مسئولیت او سختې عقوبت څخه خبر وو.

 

عبدالله بن مسعود او عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وايي:
«څوک چې هېڅ پوښتنه او فتوا بې ځوابه نه پرېږدي، هغه لېونی دی، نه د دین عالم
امام ابوحنیفه رحمه الله وايي:
«که د علم له لاسه ورکولو وېره او د علم له پټولو څخه د الله تعالی مؤاخذه نه وای، نو ما به هېڅکله فتوا نه وای ورکړې؛ ځکه چې فتوا صادرول د خلکو هوساینه او د ځان شرمونه ده
امام مالک بن انس رحمه الله وایي:
«له هر چا څخه چې د شرعي مسئلې پوښتنه وشوه او فتوا ځینې وغوښتل شوه، هغه دې په جنت او دوزخ کې د خپل ځای تصور وکړي، ځان دې په جهنم کې وویني او له هغه څخه دې د خلاصون لاره ومومي، بیا دې فتوا صادره کړي
له مالک بن انس رضي الله عنه څخه یو ځل یوه شرعي پوښتنه وشوه. هغه ځواب ورکړ:
«زه نه پوهېږم
شاوخوا خلکو وویل:
«دا یوه خفیفه او ساده مسئله ده، تاسو څنګه نه پوهېږئ؟
امام مالک په غوسه شو او په خواشینۍ سره یې وویل:
«په دین کې ساده او خفیفې مسئلې نشته، د دین ټولې مسئلې لویې دي او له پامه غورځول یې د انسان عاقبت خرابوي
عبدالرحمن ابن ابي لیلی وايي:
«ما شاوخوا ۱۲۰ انصاري صحابه کرام لیدلي، چې کله به له دوی څخه د یوې شرعي مسئلې په اړه پوښتنه وشوه، نو یوه به بل ته راجع کول، او هغه به هغه بل ته، تر دې چې ځواب به بېرته لومړي کس ته ورسېد. ټولو د فتوا او شرعي پوښتنو څخه ډډه کوله او په دې کار کې یې احتياط غوره باله
امام سفیان بن عیینه او امام سحنون رحمهما الله وایي:
«د کم علم او ناپوهۍ نښه دا ده چې د هرې پوښتنې او هرې فتوا ځواب ورکوي
حضرت حذیفه رضي الله عنه وایي:
«په عمومي ډول د خلکو درې ډلې فتوا ورکوي:
۱. هغه څوک چې د قرآن په علم واقف وي او د آیتونو د شان نزول او د روایاتو د شان ورود په اړه پوهېږي.
۲. هغه څوک چې د وخت قاضي یا حاکم وي او هېڅ بله لاره ونه لري.
۳. هغه څوک چې احمق وي
محمد بن سیرین رحمه الله د حضرت حذیفه رضي الله عنه د دې قول په اړه وايي:
«زه هېڅکله فتوا نه ورکوم، ځکه چې زه له لومړیو دوو ډلو څخه نه یم. او خوند هم نه راکوي چې د دریمې ډلې څخه اوسم
هو، له علم پرته فتوا ورکول د اسلامي ټولنې او په ځانګړې توګه د افغاني ټولنې له سترو ستونزو څخه ده. کاش چې د صالح سلفو احتیاط دوی اختیار کړی وای او د هغه څخه په ژوند کې کار واخلي.
که زموږ خلک علمي او دیني مسائل د هغه اهل ته پرېږدي، زموږ ټولنه به د یووالي او پرمختګ په لور روانه شي. فکري او ذوقي اختلافات به له منځه لاړ شي او دینداري به عامه شي.
Leave A Reply

Exit mobile version